fbpx
ژباړې ساهو برلاس

د پښتونخوا کوئله : موږ ولې غريبان پاتې شو؟

لیکوال ساهو برلاس
د نړۍ ډېرو هيوادونو د مزکي لاندي محروقات (Fuel) کشف کړل او له کبله يې نيستمن هيوادونه شتمن شول. سعودي عرب، عرب امارات، مالېزيا، اندونيزيا او چين غوندي پرمختګ کونکي هيوادونه يې بېلګي دي خو په دې هيوادونو کې تېر ۶۰ کلونو د تيل او ګاز کشف لاملونه وو. پښتونخوا کې د تيل ډيري زېرمي نشته. زموږ فوسل فيول يواځې د کوئلې دي. چې څو مليارډ ټن ده. هنګو-اورکزئ، دره آدم خيل، ګلاخيل، څماولنګ، دکۍ، شاهرګ او داسي نوري سيمي د دې دولت څخه برخمني دي. له يو ټن کوئلې څخه په يوه ګېنټه کې يو ميګاواټ بريښنا يا يو بيرل ډيزل جوړيدلای شي. دا کوئله په دوه ډوله کارولای شو.
۱. مائن: د مائن له خولې څخه بريښنا پيدا کيدلای شي چې بيا د لوی ګرډ سره وتړل شي. د بريښنا لګښت ۱۰، ۱۲ روپۍ يو ميګاواټ دی.
۲. د مزکي لاندي ګېسيفيکيشن: دا ډېر با کفايته دی. که څه هم اوبه يا په کوئله کې د ګندهک کميت که ۳، ۴ ٪ وي نو لګښت ورباندي ډېر راځي. له دې عمل څخه جوړه شوې بريښنا، يو يونټ تر شپږ روپۍ کم پرېوځي. دا بريښنا دوې ګټي کوي. د کرهڼي مصنوعات به ارزانه شي او د عادي وګړو د کارولو بريښنا به ورته ارزانه پريوځي.
د کوئلې ګاز څخه څه زيات مصنوعات هم تر لاسه کولای شي. کوئله که په تيل بدله شي نو د دې عمل له لاري د موټرانو محروقات، ميتهانول، نيپتها او ډيزل هم جوړيدلای شي. د کوئله ګاز څخه چې کوم ډيزل جوړيږي هغه د ډېري لوئي کچي وي. په سهېلي افريقا کې له کوئله ګاز څخه ۱۶۰،۰۰۰ بيرل ډيزل د ورځي جوړيږي چې بئيه يې له ۲۵ څخه تر ۳۰ ډالره پوري ده.
کوئله کاز د ارزانه کهاد د جوړولو لپاره هم ښه ده چې لګښت ورباندي ډېر لږ راځي. د کوئله ګاز څخه نور کيميکلز هم جوړيدلای شي لکه ايسټيک ايسډ (سرکه)، ميتهل ايسټيټ، سيلولوز، رنګ، درمل، سپرين، رې آن سپڼڅي او نور مصنوعات. له دې څخه موږ دا پايله تر لاسه کولای شو چې د کوئلې له ګاز څخه نه يواځې دا چې ارزانه بريښنا پيدا کيدلای شي ورسره د نورو شيانو توليدي صنعتونه به هم پرمختګ وکړي.
کوئله ګاز د کور د کار لپاره هم کارولی شو. په دې ۳.۵ يو ايم ايم بي ټي يو لګښت راځي چې د سوئ تر ګاز ارزانه دی.

(د ډاکټر ثمر مبارکمند — اټومي سائنس پوهـ له ليکني “موږ ولې غريبان پاتې شو” څخه ژباړه او تلخيص)