fbpx
شریف شیرانی مقالې نړۍ

“مارشل پلان، اووه شپېته کاله پخوانی شالید”

لیکوال شریف شېرانی

پر 31م دسمبر 2018 د نومیاتي “د اروپا اقتصادي بیا رغونې پلان Europe Economic Recovery Plan” یا “مارشل پلان” د هدر (expire) کېدو اووه شپېته (67) کاله پوره سول. مارشل پلان چې د امریکې د هغه وخت د سټېټ سیکرټر جارج سي مارشل لخوا ورکول سوې ایډیا وه، په عمومي توګه “مارشل پلان” وبلل سو. د دې پلان له لارې امریکې و اروپایي هیوادونو ته د 12.4 بلیونه ډالره مرسته ورکړه. دغه مرسته له دویمې نړیوالې جګړې وروستو په اروپا کښې د سوي زیان د بیا رغونې لپاره ور ورسېده. د پلان له لارې لومړی د امریکې لخوا و اروپایي هیوادونو ته خوارکي توکي، تېل او مشینري د مرستې په توګه ورکړل سول، ورپسې یې د هغوی صنعتي اساس پر پښو ودرولی. د پلان لمخې برتانیې 26 فرانسیې 18 او غربي جرمني 11 فیصده مرسته تر لاسه کړه. دغه پلان له کال 1948م څخه تر 1951م پورې وچلېدلی چې ورڅخه ملګرو هیوادونو Allied Nations ډېره ګټه واخیستله خو و مستقیمو هیوادونو Axis Powers او منځګړیو هیوداونو Non-Aligned ته یې لږ مرسته ورکړه.

د مارشل پلان په ضد روسیې د مالوټوو Molotov په نوم د ختیځې اروپا لپاره خپل اقتصادي پلان اجرا کړ، چې موخه یې د مارشل پلان د تاثیر کمول وو، مګر دغه پلان دومره موثر نسو پاتې، لکه څومره چې مارشل پلان وبلل سو. همدغه مارشل پلان وو، چې و نورو هیوادونو ته د مرستې ورکولو، د نوې امریکایي خارجه پالیسۍ بنسټ یې کښېښود. د پلان لمخې لومړی د 22 بلیونه ډالرو د مرستې تابیا سوې وه، خو د امریکې د هغه وخت ریس جمهور هیري ایس ټرومېن، د داخلي فشار له کبله، دغه مرسته تر 17 بلیونه ډالره را کوزه کړه خو په پای کښې د امریکې کانګریس فقط 12.4 بلیونه ډالره اجرا کړل. دغه پلان جارج مارشل هغه وخت وسنجولی کله چې د 1946 او 1947 ژمی چې د “Harsh Winter” په نوم هم یاديږي، پر اروپا تېر سو. هغه په کال 1947م کښې په هارورډ پوهنتون کښې د وینا پر مهال د دې پلان اعلان وکړ.. په دغه ژمي کښې د اروپا خلکو ډېرې سختۍ او ستونزې وګاللې. دا ځکه چې د دوی اکثریت بې کوره سوي وو، او د اروپا د انفراسټرکچر نظام په بشپړ ډول تباه سوی وو. د دوی تر مینځ د رسنیو او ابلاغ هیڅ وسیله پاتې نه وه. دوی په شلو او کوڅو کښې د بې وزلۍ و خونخوار لېوه ته پراته ول.

ویل کیږي چې دغه پلان د نړۍ تر ټولو بې غرضه حرکت The most unselfish act وو، خو د اقتصاد پوهان په دې باور دي چې امریکې و اروپایي هیوادونو ته دغه مرسته د خپلو مفاداتو پر سر ورسوله. بله دا چې د یو فوځي سالار، چې په لومړۍ نړیواله جګړه کښې یې د امریکایي فوځ وضعیت ډېر ښه کړ او امریکا ته یې یو غونډ او ستر فوځ ور جوړ کړ، جارج مارشل لخوا دغه پلان اجرا کول به څنګه بغیر له څه مفاد څخه وو؟ د دې پلان له لارې خو د امریکې و کمپنیانو او نورو تاجرانو ته په اروپا کښې د پراخو عملیاتو اجازه ورکړل سوه. په دې دوران کښې دوی له هر ډول بندیز څخه ازاد پاتې سول او دوی په اروپا کښې خپلې منګولې نورې هم ښخې کړې. همدغه پلان وو چې د نړۍ د نوي اقتصادي نظام او کرنسي ایکسچینج بنسټ یې کښېښود. د دې پلان له لارې پر نړیوال اقتصاد د امریکایي سرمایه دارانو اجاره جوړه کړل سوه. همدغه مارشل پلان وو چې و سړه جګړه Cold War ته یې لاره هواره کړه.

امریکې غوښتل چې د مارشل پلان له برخې و روسیې او د روسیې ملګرو هیوادونو ته هم مرسته ورکړي، خو روسیې په ځواب کښې ورته مالوټوو پلان راوړ، او هم یې خپل ملګري یا همغړي هیوادونه له دې پلان څخه د استفاده کولو څخه را منعې کړل. دغه پلان وو چې روسیه او نور سوشیالسټ هیوادونو یې ووېرول څو چې امریکا پر نړۍ د خپل اقتصادي برلاسیتوب په لټه کښې ده. همدغه علت وو، چې روسیې که په مقابل کښې د امریکې هومره اقتصادي مرسته و چا ته نسوه ورکولی نو یې په سیاسي مقاومت لاس پورې کړ او د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کښې یې سخت دریځه Radical  مارکسسټي تنظیمونه فعال کړل.

ځینې پوهان په دې باور دي چې مارشل پلان د امریکې مجبوري وه، ولې چې که اروپا بیا رغول سوې نه وای نو څرګنده وه چې دغه جنګ ځپلي او له اقتصادي پلوه لوېدلي اولسونه به و سوشیالزم ته متوجه سوي وای او د نړۍ یوه پراخه او متحرکه سیاسي برخه به د امریکې له اقتصادي منګولو وتلې وای. همداسې د شمال ختیځ اروپایي منطقه یو ستر سیاسي، اقتصادي او ټولنیز هویت هم لري چې مهم بلل کیږي. نو پر دې سیمه د برلاسیتوب راوړلو لپاره همداسې یو پلان اجرا کول لازم وو. همدغه پلان وو چې د اټلانټک پر شمال یې د NATO د فوځي هویت بنسټ ایښودلو ته زمینه برابره کړه. همدغه پلان وو چې د نړۍ تر ټولو، له سیاسي پلوه وېښ، خلک یې په اقتصادي توګه پر نورو اولسونو برلاسي کړل. ځینې کارپوهان بیا داسې ګڼي، چې امریکې پخوا لا په پلان کښې درلودل چې د اروپا دغه سیمه په یو څه ډول په خپله اقتصادي ولکه کښې راولي، نو د دې پلان د عملي کېدو لپاره یې په اروپا کښې د یو لوی جنګ انتظار وکړ او کله چې جنګ له ځان سره ستره تباهي راوړه نو یې پر ځورېدلیو اولسونو خپله اقتصادي تګلاره وتپله او خپل استعماریت ته یې دوام ورکړ.

د سړې جګړې له ختمېدو وروستو په ختیځه اروپا کښې هم د داسې یو مارشل پلان د غوره کولو ږغونه پورته سول، بیا یو وخت په افریقا کښې هم د یو بل مارشل پلان د اجرا ږغ وسو، خو امریکې ورباندې هیڅ غوږ و نه ایستلی. د امریکې پخواني مرستیال جمهور ریس ایلګور خو ګړسره د یو نړیوال مارشل پلان وړاندیز وکړ. مګر ښکاري داسې چې تر څو د یو مارشل پلان لپاره په یوه سیمه کښې ټاکلې تباهي راغلې نه وي، تر هغې به امریکا بل داسې پلان اجرا نه کړي. دا ځکه چې سوشیالزم و بې وزله خلکو ته پر مځکني ممکن شرایطو د یو سوشیالسټي ژوند بیا درولو ادعا کوي خو کیپیټالزم بیا د هغو خلکو مرسته په “نغدو” کوي چې پر هغه مهال په ورین تندي قبلېدلی سي، ورپسې چې کوم برلاسیتوب راځي هغه اکثریت خلک په پام کښې نه نیسي. ولې چې جنګ یوازې سړي نه وژني بلکې هر هغه څه (کلتور، تهذیب، رویې، د پوهنې کچه، سیاسي هویت او داسې نور)، چې انسانانو په خپل مینځ کښې ټولنیز ژوند ته ټاکلي وي، تباه کوي.

دا وخت تر ختيځ اروپایي او افریقایي هیوادونو زیات د امریکې نظر پر شمال لویديځ اسیایي هیوادونو دی، چې څنګه یې په خپله اقتصادي ولکه کښې راولي؟ د دې پلان لپاره یوه سړه جګړه وسوه، خو د چین، هندوستان او ترکیې قوي اقتصاد دغه سیمه یو بل مارشل پلان ته نه پرېښودله. بله دا چې امریکا نه غواړي د نړیوالې کچې یوه نړیواله جګړه دي دلته وسي. دا ځکه چې په نړۍ کښې د بین الملل، نړیوالو بانکونو او اقتصادي فابریکو له لارې چې امریکې کوم نظام درولی دی، د هغه ړنګېدل به ممکن امریکایي برلاسیتوب ته ستر زیان ورسوي. او شاید چې بیا امریکې ته ممکن نسي دغه نظام پر زړو/هلنیو شرایطو سم کړي. مګر یوه لاره لا سته، هغه دا چې د خپلو مزدورانو له لارې پر دې سیمه داسې تباهي راوړي کومه چې د یو مارشل پلان لپاره لازم وي. افغانستان د دې لپاره د لوټو او ډبرو دوره ته ورسول سو او بیا د یو مارشل پلان له لارې ورغول سو یا رغول کیږي. همداسې د پښتنو اکثریت سیمې له یو ستر عذاب سره تېریږي، چې په راتلونکي کښې به د مارشل پلان لپاره شرایط برابر کړي. د مارشل پلان په عملي کېدو کښې به د ټولنیزو رسنیو social media هم یو ستر رول وي، دا ځکه چې که څه هم د جګړې تباهي او احساس محرومي په ټولو سیمو کښې یو ډول نه وي، مګر د خلکو احساسات به ضرور ضرب کوي. دوی به د یو بل له حاله خبریږي او په احساس دننه به خوږیږي، چې په پای کښې به ممکنه بدلون ته چمتو کیږي.

د قامي تفاخر او ځینې نورو نظریاتي مفکورو له کبله دغه پلان رالنډېدلی یا ځنډېدلی سي خو دا ښکاره خبره ده چې ټول تصمیم و همداسې یو پلان ته نیول سوی دی. د دې پلان په جزیاتو کښې ځینې نور مهم ټکي هم سته چې موږ یې د tactical activism په کیټګري کښې اچولی سو. دغه چالونه به د سیاست پر ټغر د ځنډلو یا رالنډلو سبب ضرور جوړ سي خو د دې پلان حتمي لاره ممکن نه ونیسي. د دې پلان حتمي لاره په یو پراخه شعوري حرکت کېدای سي چې و خلکو ته په اشتراکي ژوند د پوهېدلو او د مزاحمتي سیاست وړتیا ور وبخښي. مګر د دې وړ څرک خو په روانو حالاتو کښې لیرې هم نه معلومیږي. سیاستونه د کمپرومایز ښکار دي او لنډ مهاله نتایجو ته ځیر دي. که داسې حالت روان وو نو د دې پلان لپاره لازمه تباهي به نوره هم سیوا سي. په دغه تباهي کښې د خلکو بې کوره کول په لازمو شرایطو کښې بلل کیږي. د دې تر څنګ ټولنیز او فزیکي انفراسټرکچر په بشپړ ډول ړنګول هم لازم وي او دا کار په فاټا کښې زموږ په وړاندې وسو.

اووه شپېته کاله وروستو یو وار بیا موږ هغه حالت ته رسېدلي یو چې یو نوي مارشل پلان ته اړتیا پیدا ده. د دې پلان ورکولو له چین هم لافې کوي خو پر سوشیالسټي نظام ولاړ یو مملکت په خپل توان کښې دا نه لري چې له دباندې دي چا ته مرسته ورکړي. روسیه او چین همد امریکې غوندې و یو ستر جنګ ته انتظار دي، چې وروستو یې دوی خپله د سوشیالزم ایجنډا پر مخ یوسي، او امریکا غواړي چې له جګړې وروستو خپل اقتصادي پلان عملي کړي. خو دا هم څرګنده ده چې دوی د هیوادونو له مخامخ جګړې څخه ډډه کوي، ولې چې درې لاملونه یې کېدای سي؛ یو دا روان نړیوال نظام د ړنګېدو په خطر کښې دی، بل دلته د ملګرو هیوادونو بلاک نه جوړیږي، درېیم دلته ایټمي هیوادونه پراته دي. په داسې حال کښې د ناکامه بغاوتونو د پر سر ټکولو پر نامه د مرګ ژوبلې یوه لړۍ ته دوام ورکول دي او دلته مېشت اولس په عذاب کښې اچول دي. جزیات چې هر څه وي خو مخنیوي لره یې براخ اولسي شعور لازم دی او دا پرېکړه هم کول دي چې ایا له تباهۍ بغیر به څوک زموږ مرسته وکړي یا به موږ پخپله دومره توانمن سو چې د اروپا د پرمختللې نړۍ غوندې پرمختګ وکړو؟

Leave a Comment