fbpx
خبرونه او شننې سیمه او افغانستان

ټرمپ ته غني لیک او د سولې خبرې اترې

لیکوال افغان جرګه

نن ورځ په خواله رسنېو کې د ولسمشر غني لیک په اړه سرلیکونه تر سترګو کېږي چې ولسمشر ټرمپ ته يي لېږلی دی. د لیک اړوند ویل کېږي چې ولسمشر غني له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د ویستلو په اړه فیصله کې دې بیړه نه کوي او همدارنګه ولسمشر غني په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې د مصارفو راکمولو لپاره هم یو طرحه وړاندې کړې ده.

دا لیک په داسې وخت کې واشنګټن پوسټ ته په لاس ورځي چې د سولې خبرې ګرمې دي او زلمي خلیلزاد ونه شو کړای ترڅو افغان دولت د طالبانو سره د مذاکراتو په دوران کې په کړو وعدو راضي کړي. له طالبانو سره د شپږو ورځو اوږدو بحثونو وروسته چې کله زلمی خلیلزاد کابل ته ولسمشر غني ته د سولې اړوند راپور ورکولو نو له هغه وروسته ولسمشر غني د ويډیوې پیغام له لارې د روانو مذاکراتو څخه پرده اوچته کړه. په هغو خبرو کې مالومه شوه چې افغان دولت د زلمي خلیلزاد تر مشرۍ لاندې د روانو مذاکراتو کې جي ایچ کیو ته په ګونډو کوي او اوس دا دی د ولسمشر غني لیک رسنېو ته افشا کېږي. د امریکا په اړه مشهوره ده چې دوي په هر وطن خیټه اچوي نو د هغه وطن او د خلکو په کیسه کې نه وي او نه هم د  هغه وطن خلکو او مشرانو ته غوږ ږدي هغه ځکه چې دوي تل د خپلو پالیسو د عملي کولو په لټه کې وي.

همدا ډول کار له ولسمشر غني سره هم وشو ځکه چې ولسمشر غني ټولې هګۍ د امریکا د چرګې لاندې کېښودلې او نن هماغه څه پېښېږي چې نه یوازی دا چې امریکا ولسمشرغني ته کوم اهمیت ورنه کړو بلکه برعکس دوي اوس د طالبانو سره خپله پخوانۍ یارانه پالي. که چېرې ولسمشر غني په ۲۰۱۴م کال کې د امنیتي تړون پروخت سمې چڼې وهلی وای نو شاید ننی دا حالت به نه ؤ پیښ شوی.

Leave a Comment