fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

د امریکایانؤ بېخي نه شتون تر ټؤلؤ ښه لاره ده

لیکوال افغان جرګه

د پارسي ژبې یو متل دی وايي، “خس کم جهان پاک”

امریکایانؤ ویلي دي چي پر “Zero Option” یا بېخي نه شتون باندي هم کېدای شي چي چورت ووهي او پرېکړه پر وکوي. که داسي وشي نؤ ډېر به ښه شي. هم به شین سترګي وژونکي ورک شي، هم به یې ږیروه او سڼېور ترهګر یاران ورسره الونیا شي او هم د پنجابی د کرایې چوکیدار له موږ سره نېغ په نېغه مخامخ شي. هاله به ګز او میدان دواړه وکچل شي.

خو دا د امریکایانؤ یوه بله لومه ده. هغوی کله هم نه غواړي چي دا د اسیا په زړه کې د افغان د غرونؤ هسکې څوکې او پراخ میدانونه دومره په اسانئ پرېږدي. د دې لپاره خو یې نیمه پېړئ لا هم پخوا دامونه او لومې غوړولې وې. او له تېرؤ 17 کالؤ لګیا دئ افغانان له یوې خوا په ترهګرؤ تالیبانؤ او له بلې خوا په تؤر پنجاب وېروي، او دې ته یې اړباسي چي که دلته د امریکې لنګرکؤټ جؤړولؤ ته تاسي تیار نه شئ او له خپلې خپلواکئ لاس پرسر نه شئ نو موږ به تاسي پر شوی ډګر پرېږدو. ستاسي هیواد به دړې وړې شي، بیا به تالیبان پر تاسي واکمني کوي او پنجاب به مو بادار وي.

کله چي افغان سرکار او لؤیه جرګه ورته ووايي چي هؤ سمه ده، لنګرکؤټ دي جؤړ که خو زموږ د خاورې او ځپلواکئ او ورسره ورسره د سیال هیواد او کام په تؤګه د پاته کېدؤ ډاډ دي هم راکړه، نؤ بیا کله یوه او کله بله بهانه رامخې ته کي. او نن یې دا ده بیا دا پله کش کړې ده چي موږ پر Zero Option” باندي هم غور کولای شو.

خو نن نه ۲۰۰۰ کال دئ، نه په جهان کې تنها امریکه زبرځواک دئ او نه بین لادین او نه ملااومر دلته شته او نه افغانان دومره ناخبره دي. که امریکه پر Zero Option” غوره کولای شي نؤ افغانیستان خو بېخي ورته تیار دئ.