fbpx
کوزه پښتونخوا مقالې

خاوری به پښتانه پرمختګ اوکړي.: ایمل جدون

لیکوال افغان جرګه
زمونږ نه ګير چاپيره د فتوو شپولونه تړلې شوې دي.
که خق وايو نو پښه مو دوزخ ته کشوي.
دا چې مونږ مسلمانان يو ددې نه چا انکار نه دې کړې خو دلته مذهب نه بيماري يعنې ناروغتيا جوړه شوې ده.
اول خو دې ماته څوک دا ثبوت راکړي چې په تيرو څو پيړو کې مسلمانانو څومره ايجادات کړې دي څومره يې د انسانيت د ښيګړې له پاره څه کړې دي؟
خير دا بحث پريږدو د پښتنو ستونزو ته راګرځم.
زه به تاسو ته د خپلې سيمې په اړه لنډ شان مالومات درکړم.
ګدون اکثره غريزه علاقه ده چې لا اوس هم پکې داسې کلي شتې چې بريښنا او سړک نلري
روغتون نلري او د مکتبونو دا حال دې چې
که شتې نو استازان پکې اکثره پوره نه وي
داسې کلي شتې چې ماشومان دری او څلور کلوميټره نه هم زيات په غرونو ښکته بره مزلې کوي او ښونځي ته ځي.
يعنې زدکړو ته تږي دي خو مکتبونه يا خو لږ دي يا بې معلمه او يا وران ويجاړ پراته دي.
اوس د څه مودې راهيسې دلته هم د مدرسو ناسور راګډ شوې دې
خلک په سعودي دوبئ کې مزدورئ اوکړي
چې کلو ته راشي مدرسو ته خيراتي چندې ورکوي ځمکه ورکوي.
يعنې جنت ته د تللو له پاره خدائ پاک له اول بډې ورکړي چې ما جنت ته بوځه.
تر اوسه دې علاقه کې د مدرسو کلتور نه وو
خلک سم دم وو
خو اوس ددې وايرس راګډ شوې دې.
مکتب ته ځائ نه ورکوي
نه د مکتب ويجاړ ديوالونه سمه وي
نه لور خور تعليم ته پريږدي.
او دا حال نن سبا د ټولو پښتنو سيمو دې.
تير کال په يو کلي تيريدم څه ګورم يو سړي کچه سخوندر خلاله کړې ده او څرمن ترې اوباسي وايي راځه نن مونږ سره په ختم کې شريک شه د سمې نه به نن عالمان راځي
زما د ځوي د ترجمې ختم دې.
اوس که خيري علم له به اکوړي ته ځي.
مايل ځوانه مبارک شه
زه څه کار لرم اوبخښه تاسو سره نشم شريکې دې
خو چې کله عالمان راشي نو دا تپوس ترې هرو مرو اوکړه چې زما ځوې د اکوړي نه فارغ شي نو کوم کار او دندا به کوي ?
هغه ځواب ماته بيا اووايه.
د بچي
د تعليم
دپاره يو کاسيره نه خرڅ کول او په عالمانو سخوندرې خورول.
د جابر نه خپل خق نه غواړې او خدائ ته وايې
ماله جنت راکړه.
د ټولې پښتونخوا دا حال دې.
او د خانانو او غټانو يې دا حال دې چې خرامې به اوګټي خپل بچي به انګلستان او لاهورونو ته ليږي چې ښه تعليم اوکړي
او مدرسو ته به د غوړو او اوړو بندوبست کوي.
که دا په رښتيا د قام خير خوا وي نو د غريبانانو ماشومانو دپاره دې د دنيائي تعليم بندوبست هم اوکړي مدد دې يې اوکړي.
خو دوي جنت هم په پيسو اغستل غواړي.
چرته چا يو هنري سنټر جوړ نه کړو
د مکتب ديوال يې جوړ نه کړو.
نو بس الله مو د مل شي.
چې د ټولو پښتنو بچي د مدرسو نه فارغ
عالمان راووځي نو په دنيا کې خو ځائ نيشتې
خو بره به يې ليږي.