fbpx
اندېښمن شینوارئ سیمه او افغانستان نړۍ

د داعش په اړه د ایډورډ سنوډن وروستي خپاره شوي اسناد

د سي ائې ای پخوانئ غړې ایډورډ سنوډن د داعش په اړه په خپلو وروستېو خپاره شوو اسنادو کې دا په ډاګه کړېده چې د داعش ډله د سي ائې ای، ایم ائې سیکس او د موساد د څارګرو ادارو یوه ګډه پروژه ده. د سنوډن لخوا خپاره شوي اسنادو کې ښائي چې دغه درې واړو څارګرو ادارو دغه ترهګره او بنسټ پاله پروژه چې د “the hornet’s nest” په نوم یادېږي، ددغو څارګرو ادارو زېږنده ده.
د سنوډن په خپاره شوو اسنادو کې راغلې دي چې ابوبکر بغدادي چې د اسامابن لادن یو نژدې کس ؤ، او نوموړي په ګونتانامو کې بندي هم ؤ، خو بیا په 2004 کال کې بغدادي او د هغه ډیر ملګري سره یو ځای له دغه زندان څخه راخوشې شول. د خوشې کېدو وروسته نوموړې بېرته عراق ته ستون شو او هلته ئې د القاعده په ګروپ کې کار پرمخ وړو مګر په 2006 کال کې ئې د القاعده څخه ځانته د یو نوې ډلګۍ په جوړولو بوخت شو. په اسنادو کې راځي چې له هغه وروسته چې بعدادي له ګونتانامو څخه راخلاص شو نو نوموړي بغدادي د موساد په مټ سخت جنګي تمرینونه د یو کال په موده کې ترسره کړېدي. نوموړې بعدادي د موساد لخوا په سختو اسلامي، دیني او عقیدوي نظریاتو روزل شوې دئ.
اسناد زیاتوي چې د داعش (اسلامي خلافت) په نوم ډله پدې خاطر د سي ائې ای، ایم ائې سیکس او موساد لخوا رامنځته شو چې دوي غواړي چې د نړۍ ټول ترهګر او سخت دریځي اسلامپاله ډلې یوې ځالې ته سره راغونډې کړي نو ځکه دغه پروژې ته د مچېو ډومب نوم ورکړل شوېدئ. خپاره شوي اسناد زیاتوي چې سي ائې ای، ایم ائې سیکس او موساد د اسرائېلو د حفاظت په نوم سره د اسرائیلو سرحد سره نژدې داسې سخت دریځې ډلې ټپلې رامنځته کړي ترڅو امریکا او ټلواله ئې د اسرائېلو او د یهودانو څخه د دفاع په نوم سره هلته خپل عملیات ترسره کړي.
اوس سوال دا راپېدا کېږي چې د سنوډن لخوا خپاره شوي اسنادو خو د داعش له مخ څخه پرده پورته کوي مګر د دغه ډول شخص جوړونې او ترهګر ګروپونو اصلي مرکزونو څخه ئې لاتراوسه پرده نده اوچته کړې.
امریکائي او د امریکائي ټلوالې زندانونه له ګونتانامو څخه رانېولې بیا تر د بګرام تر زندان پورې زندانونه هغه څه دي چې ددې له لارې سي ائې ای او نورې څارګرې ادارې دغه ډول غټ غټ ترهګر زېږوي.
دا چې ابوبکر بعدادي هم د ګوانتانامو د زندان یو زنداني ؤ، مګر له راخلاصېدو ورسته ئې دغه ډول کړنې په هغه څه دلالت کوي چې امریکائي زندانونه د اصلاح مرکزونه نه بلکه د ترهګرې د زېږندې فیکټریانې دي چې هره ورځ یو له بل څخه بدتر ترهګر او ترورستان زېږوي.
پدې وروستېو کې هغه وخت چې کله په افغانستان کې هم د داعش د نفوذ په اړه راپورنه خپاره شول، او ځېنې افغاني او پاکستاني طالبانو ورڅخه خپل ملاتړ هم اعلان کړو، نوموړي کسان هم هغه کسان دي چې دوي پخوا امریکائي زندانونو کې ورځې شپې سبا کړېدي. ملاعبدالروف چې ځان د افغانستان د داعش د ډلې مشر معارفي کوي هغه کس دئ چې څو کاله ئې په ګوانتانامو کې تېر کړېدي او له راخلاصېدو وروسته ئې له داعش څخه خپل ملاتړ اعلان کړو. دا ټول هغه څه دي چې پدې خبرو دلالت کوي چې په امریکائي زندانونو کې زندانیان ترهګرۍ ته هڅول کېږي او ددوي د څارګرو ادارو لخوا ئې روزنه ترسره کېږي.