fbpx
پښتانه شخصیتونه سالار یوسفزی مقالې

باچاخان دامن سپاهی

06 Feb 1890-20 Jan 1988
باچا خان د بهرام خان پنځم اود ټولوکشر ځوے په ۶ فرورۍ ۱۸۹۰ کښې وزېږېدو.بهرام خان د اُتمانزو دخوازیخېلو یا ،، شریف خېلو ،، دکورنۍ سره تعلق لرلو.هغه د خپل وخت نومیالے خان رښتونے ، دیانت داراو اذاد طبعه سړے وو. په اول کښې دهغه خپل برطانوی حکمرانان خوښ وو خووروستودخپل ځوی عبدالغفارخان د سماجی اوسیاسی تحریک په نتیجه کښې ترې کرکژن شوے وو اوتر ډېره وخته ژوندے وو.مشر ځوے یې د لندن په یوکالج کښې زیرتعلیم وو دهغه ځایه په فوځ کښې افسربهرتی شواوپه جنګ کښې ښه په نره وجنګېدواوکشر ځوی غفارخان يې په وړمبی نړیوال جنګ کښې د کمیشن وړاندیز رد کړے وو. د باچا خان قد شپږفټه اودرې ګوتې وو. د هغه مور په هغه ډېره مئینه وه اوپه هره خبره کښې به د هغه په ډله وه. بهرام خان غفارخان ته د یوکلی د انتظام زمواری ورپه غاړه کړه او د هغه واده یې د هغه د خوښې د جینۍ سره وکړو.باچا خان د خپل واده تاریخ په خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد کښې ۱۹۱۲ ښودلے دے . د جینۍ پلار یارمحمد د رزړویو نومیالے خان وو اوکورنۍ یې په خان خېلو نومېده.یعنې پلاراوسخردواړه يې د خپل وخت یاد خانان وو.په دیارلسم دسمبر۱۹۱۴ کښې ورله خدائ پاک ځوے ورکړو.چې نوم یې پرې غنی خان کېښود.دباچا خان دغه ټبرۍ په حق ورسېده او درې بچی غنی خان ، ولی خان اویوه لور یې پدې پاتېکېدونکی جهان کښې غفارخان ته پرېښودل.
عبدالغفارخان د خپلومصروفیاتوله وجې خپل ماشومان د خپلې مور د مینې ډکې غېږې ته واچول ځکه چې هغه د خپل ژوند د مقاصدوتعین کړے وو یعنې دا چې پښتانه یوموټے وی ، لوستی لیکلی وی منظم اوتربیت یافته وی اود پښتنوسره یې نیغ په نېغه لیدل کتل شوروکړل چې دهغوی پاملرنه د هغوي بدې ورځې اود تیارونه د ډک ژوند اړخ ته راوګرځوي. او د هغې نه د وتلو کوښښ وکړي. پښتون قام د نړۍ د سیالو سره سیال او د اذادو قامونوسره په صف کښې ودروی.په شوروکښې د هشنغرپه یو لوئې جومات کښې پښتانه راټول شو او عبدالغفارخان ته یې د ، باچا خان ،لقب په اعزازکښې وبخښلوچې تراوسه په هغه نوم پېژندلے کېږی اود قبیلې نوم یې هم په باچا خېلوونومېده.انګرېزانودابرداشت نه کړے شول دهغوی خلاف یې سخته کارروائي وکړه ۶۵ زره روپۍ جرمانه یې پرې ولږوله اوشپېته د پاخه عمرسړی یې د جرمانې ادا کولو پورې د ځان سره بندي وساتل په دغه وخت کښې د بهرام خان عمر پنځه اویا کاله وواوپه یرغمالیانوکښې ملګرے وو.اوددغه پېښې وروستود انګرېزانونه بد خوا شوے وو.ددې پېښې وروستوباچاخان ښه زړورشو.یوسکول یې پرانستلواو د پهټان ریفارمر په نوم یې یوتنظیم جوړکړو.پدې باچاخان ته درې کاله بامشقت سزا واورولے شوه اوونیولے شو دسزا تېرولو وروستو د جېل نه راووتواولږې ورځې پس بیا ونیولے شو.اوچې دې وار له د ذندان نه خوشے کړے شونوخپل وړمبے سیاسی تحریک ،، خدائي خدمت ګار،، یې پېل کړو.
باچا خان په کلی کلی وګرځېدو دخلقوسره یې پخپله پدې حواله خبرې وکړې کله چې دهغه ملګروولیدل چې دهغه سپینې جامې ډېرې زرخیرنیږی نود خپلوجامورنګ کولوپرېکړه یې وکړه یو تن خپلې جامې د څرمنې په کارخانه کښې رنګ کړې چې بادامی سرې شوې اودهغې وروستوسرې جامې د خدائي خدمت ګارو لپاره خوښې کړے شوې اود دغې نه دا تحریک په سرخ پوش تحریک ونومېده.په ۲۳ اپرېل ۱۹۳۰ )satyagrha )کال کښې د رښتونی قوت
په مزاحمت کښې په قیصه خوانۍ کښې خوا وشا ۲۵۰ خدائ خدمت ګار د انګرېز سرکار په بې رحمه ډزوشهیدان کړے شول او باچا خان سره د نوروډېروملګروبندی کړے شو. د زندان نه د راوتلوسره سم په ۱۹۳۱ کښې هغوی ته دکانګرس له خوا د پارټۍ د مشرتابه سمبالولووړاندیز وشو خوهغوی ورته غاړه کېنښوده اووې وئیل زه یو سپاهی یم او د اذادۍ دسپاهی په څېر کارکول غواړم.هم په دغه کال هغه بیا انګرېزانوذندانی کړو او جائیداد یې ورله ضبط کړواوچې بیرته خوشے کړے شو
پدغه وخت یعنې ۱۹۳۷ کښې د برې پښتونخوا پښتنودانګرېزانودظلم اوزیاتی له وجې افغانستان ته د هجرت فېصله وکړه.هم پدغه ورځوکښې په افغانستان کښې د سقا ځوئے یاغی شو باچاخان د افغانستان د لښکر د ډاکټرانو دکمی پوره کولو لپاره د خپل ورور ډاکټرخان صیب په مشرۍ کښې یوطبعی هیئت افغانستان ته راوبللو.د مورچونه د زخمیانوراوړلولپاره اودهغوی د دارو درملو لپاره باچا خان پنځه زره روپۍ او یو غنی خان هم هغې ډلې ته وبخښلو
پسې بیا