fbpx
سیمه او افغانستان مقالې ناشنا شینوارئ

د افغانستان جنګ خبرونو څخه د لوڅو فلمو کتل ډیر خوند کوي

د افغانستان جنګ خبرونو څخه د لوڅو فلمو کتل ډیر خوند کوي
د یو ملګري څخه مې پوښتنه وکړله چې څه خبرونه دي؟
ځواب: زه خو اوس د افغانستان خبرونه نه ګورم.
سوال: څه ګورې؟
ځ: لوڅ فلمونه.
س: ولی؟
ځ: د افغانستان په اړه خبرونه دروغ دي.
س: هغه څنګه؟
ځ: امریکا غږ ، بې بې سي او نورې بهرنی رسنی رښتیا خبرونه نه خپروي.
س: ولی؟
ځ : دا رسنی د افغانستان په زیان دي خپلې ګټې کوي افغانان بربادوي.
س: هغه څنګه؟
ځ: هره ورځ مرګ، ژوبل، برمته، د افغانستان په اړه منفي مالومات، زورونه او ویره.
س: دا خو کیږي په افغانستان کې، بیا ولی؟
ځ: له جنګ او سولې پرته په نورې نړۍ کې له دې څخه هم ډیرې کیږي خو په دومره کچه په خبرو کې نه وي لکه د افغانستان په خبرو کې.
س: د لوڅو فلمو کتل خو هم زیان لري؟
ځ: په دومره کچه زیان نه لري لکه یو انسان د مرګ خبر ناحقه! خو په افغانستان کې مرګونه کیږي او له خبر څخه یې رسنی ګټه پورته کوي او رسنی له دې څخه ګټه پورته کوي چې څومره ډیر لیدونکي او اوریدونکې یې وګوري او واوري زه یوازې یو کس ځان کموم چې زما له خواه ورته ګټه ونه رسیږي.
س: په دې اړه څه باید وشي ؟
ځ: افغانان باید خپلې او پردی رسنی وپیژني
س: خبر خو خبر دی که خپلې وي که پردی؟
ځ: انداز یې بیل دی! یو خبر دې بدل ته هڅوي بل خبر دې سولې ته، دا خبرونه یوازې جنګ ته افغانان هڅوي.
س: نو څه باید وشي؟
ځ: دا رسنی دې مه ګوري ددې پر ځای دې لوڅ فلمونه ګوري