fbpx
مقالې نعیم خان

د خو شحال بچی څنګه او څوک یې تربیه کړې؟

لیکوال نعیم خان
ما ته د خپل شتون احساس لا په زیاتیدو شي چې غلیم مې رانه ځان رابیلوي او بیا په تیره تیره چې وګورم نن د درستې نړۍ زرور باداران چې کله د نړۍ لپاره د یوه نوي سیستم پدیده رامنځته کوي نو لومړی فکر يې دا وي چې دغه سیستم ته د پښتون عکسلامل به څه وي؟ایا پښتون دې وځورول شي او د نړۍ له مخه دې نابود شي او که یا بیا دې ورته لوړ لوړ امتیازات ورکړل شي، ښه تعلیم او تربیه دې شي او په نوي سیستم کښې دې یوه پیاوړی اومخکښ رول ولوبوي؟ پیرنګ او غربي نړۍ لا دا پریکړه نه ده کړي چې د پښتون راتلونکی دې په پورته دوو انتهاوو کښې څه وي خو د پنجاب بادار په ډیره بیړه او عجلت سره د پښتون څیره د خپلې هیندارې او هیلو په اساس داسې جوړه کړه.
څوک ترهګر دې کړې ډالري واخلي
پښتونه ستا نه د هر چا فایدې دي.
د پاکستان هغه ټولنه چې یې هېڅ روزګار نه درلود، نن په سرو او سپینو کښې فقط ځکه لوبې کوي چې د پښتون په بربادۍ کښې په روزګار باندې بوخت دي.دا هېڅکله هم بي ځایه خبره نه ده چې د پاکستان د اقتصاد یوه لویه برخه د پښتون د بیخګونۍ سره تړلي ده. یو پښتون ترهګر دی نو بل ورور ورته مورچه نیولي، یو پښتون کتاب سوځوي، بل ورته کتاب دوست دی، یو پښتون ښځه وژني بل ورته د ښځو د حقونو بیرغ پورته کړی. دا دواړه څیرې که هر څومره د یو بله ضد دي خو په حقیقت کښې د یو بادار لپاره کار کوي.

هوښیاران وايي چې تاریخ هر سل کاله وروسته خپلې تیرې څټۍ ته بیا راستونیږي. خو لکه چې پیرنګ وايي common sense is very much uncommon، هېڅ یوه کس پرې چرت نه وهي، چې تاریخ څنګه په تیره بڼه بیا بیا راځي؟ چې د نن حالاتو ته ځیر شم نو د هغه تیر وخت ورکې کیسې مې مخته شي.
کله چې پیرنګ د زموږ په نیمه وچه واک درلود نو د ملا سره یې پخه دوسته وه ځکه بي له ملاجان خو به ګرانه وه چې په دغه نیمه وچه کښې د پیرنګ باداري وای. پیرنګ به ملاجان ته کلنی ماجب ورکولو او سیمیز ملاګان به په کال کښې یو ځل ملاکنډ ته ورتللو چې خپل او د خپلو نورو هم فکره ملاګانو ماجب تر لاسه کړي. کله کله به ورسره پیرنګ بادار د یوه ترجمان له لارې یوه خبره نیمه هم متره کړه، یا یوه د اړتیا وړ نوي دنده به یې ورپه غاړه کړه. د سپرلیو کمی و او خلک به د لیرې پرتو سیمو نه په پښو ملاکنډ ته راتلل. هم دغسي په یوه موقه یو دوه ملاګان چې د ماجب لپاره ملاکنډ ته راخوشي ول، په لارې کښې سره یو ځای شول. د څیرې نه یې یوبل وپیژندل چې ګنې په یوه موخې سره روان ول. په خبرو خبرو کښې یو له بله وپښوتل چې ملا سیب ته له پیرنګ لپاره څه کار کوي، هغه ورته وویل چې زه په دې دنده یم چې خلکو ته وایم چې په لمانځه کښې امین په جهر سره ویل فرض دي او نه ویل یې کفر ته ورته دي، هغه بل هک بک پاتې شو، ویل یې ماته خو وایي چې خلکو ته ویایه چې په لمانځه کښې امین په زړه کښې ویل فرض دي او په جهر سره ویل یې کفر ته نږدي دي، څه عجه ده چې ماته هم پیسې راکوي او تاته هم . دوی سره وغږیدل چې هم نن به ورسره دا خبره متره کوي.
د ماجب تر ګوتو کولو ورسته یې ترجمان ته کیسه تیره کړه چې د پیرنګ نه یوه پوښتنه لري. ترجمان پیرنګ ته کیسه تیره کړه او پیرنګ پړق پړق په خندا شو، ویل یې، زه خو څه لمونځ نه کوم او نه ورسره څه علاقه لرم چې امین څنکه ووایئ، زه خو بس هم دغه غواړم چې یو امین د بل امین سره په جنګ شي.
نو ریښتیا دي چې تاریخ ځان تکرار کوي، خو خلک نه پرې چرت وهي. نن د تالب یا ترهګر او په ورته نورو نامو پیژندل شوي خلک که د امین پر یوه صف کښې دریږي او د دوی پر ضد د امین پر بل صف کښې د ترهګرۍ پر ضد نارې کوکې ووهونکي ښکاري، خو د دواړومالک یو دی او موخه یې هم. دواړه په جلا جلا جامه کښې د یوه مالک لپاره په دنده بوخت دي.
زما د اوښکو نه تیزاب جوړوي
د هر سړي پرې ښه روزګار روان دی
په سوات کښې چې څه وخت پوځي عملیات پیل سول، نو خلک ورته هک بهک ول چې څوک د چا پر ضد جنګیږي او دا چې څوک د چا په ضد دي. په دغه ورځو کښې د سوات یو څو مخه ور د سوات د پوځي عملیاتو د مشرتابه سره ملاقي شول چې د بادار خوښې ورته مالومه شي. په ثبوت سره بادار ورته وویل چې د زموږ مشن دادی چې د سوات اوسنی نسل کرش (ختم) کړو او ستاسو نوی نسل په خپله لاره تربیه کړو.
نو غواړم چې د خپلو بچو په نوي تربیه درته وغږیږم.
زما بخت د شمې بخت دی
یا به مرم یا به سوځیږم
یا به ویخ ته د دریاب ځم
یا به پاس په چپو ګرځم
د دغه بادار د ستراتژۍ له مخه د پښتون یو بچی به ترهګر وي او بل به د ترهګر په ضد، یو به کتاب سوځوي، بل به د کتاب په سواني مرثیه لیکي. یو به تالب سي او یو به یې ملګری، بل به د تالب له لاسه بي موره او بي پلاره سي. دا دواړه به ډکې ټوپکي شي او دواړه به ډز هلته کوي کوم ځای چې ورته بادار ښایي.
د سوات مځکه د لندن، ټوکیو او مسکو د مځکې نه یواځې دا چې په بیه قیمتي ده خو د قدرت د ټولو خزانو مور ده. د حرمت یې دا حال وو چې د بوهد مت پیروکارو به پرې له پیزاره سره پښه نه کیښودله نو بلې خواته په هکایاتو کښې راځي چې د اسلام پاک پیغمبر محمود غرنوي ته په خوب کښې د دې مځکې د فتحې مبارکي ورکړې وه او سوات یې د جنت په نامه ورپیژندلی وو. او که په نني اقتصادي او علمي تناظر کښې ورته وګورو نو د سوات نه فقط په دوزره اووم او دوزره اتم کال کښې د لسو میلیارده ډالرو لرګی او زمرود پنجاب ته غلا شوي دي.په علمي او ساینسي میدان کښې سوات د پاکستان د هرې ضلي څخه زیات سکولان او تعلمي ادارې لرلي او ۹۰ فصده کوچنیان یې ښوونځیو ته تلل. خو بس په هن پن کښې سوات دنړۍ د ترهګرو ګړ وګرځیدو، بیا دلته ټول د کتاب دښمنان شول، د ښځو وژونکي شول، د پاکستان تر ټولو نه زیاته هر اړخیزه زرخیزه سیمه او باسواده خلک تالبان او ترهګر شول؟؟ پوښتنه راپورته کیږي چې د پاکستان واکمنو د دغه نړیوالې لوبې لپاره د سوات د ښایسته درې انتخاب ایا د غرب په لمسه وکړو او یا دا یې خپله خوښي وه چې د سوات له زړه راښکونکي ښکلا سره سره د سوات د منابعو نه هم برخمن شي؟
که څه هم تالب جان نن د نړۍ په ناکاره ټولنو کښې یوه ټوله ده خو د پاکستان واکمنانوته یې د سوات د ښایسته درې د فتحه کولو نه یوازې زیری ورکړو خو زمینه یې ورته هم برابره کړه لکه څنګه چې د غرب نازولي اوسامه بن لادن امریکا ته د افغانستان د راتګ لاره وښودله.
په نوي نړیوال سیستم کښې ترهګر او تالب جان ته د دریمې درجې ځای ورکړل شوی دی، په دویمه درجې کښې د نړیوال سیاست چلوونکي چې ورته بین المللي چارواکیت(INTERNATIONAL ESTABLISHMENT)وایي ، پراته دي او په لومړنۍ سر کښې د ګو تو په شمیر هغه یو څو نړیوال سودګران دي چې د خپلې نالیدلي خونې نه په درسته جهان حکومت کوي. دا هغه ټوله ده چې نړۍ ته د خپل یوه دوکان په سترګه ګوري او کوم زرور حکمرانان چې موږ ته ښکاري، دوی فقط د دې سوداګرانو لپاره کارکوونکي او په دې دوکان کښې د دوی نوکران دي. په دې لوبه کښې د امریکا او اروپا د اولس مشرانو رول د دوکان د یوه هغه نوکر او کارکوونکي دی چې د ضمانت په توګه د خپلې دندې او روزګار لپاره ضمانتي قرارداد هم ورته نه ورکول کیږي خو کله چې دغه سوداګر وغواړي دوی له کاره ګوښه کوي.
په نوي نړیوال سیستم کښې په لومړي سر کښې نړۍ په دوو برخو ښکارکوونکو او ښکارکیدوونکو (PREDDITOR AND PREY ) او په دویم پړاو کښې ژوندي پاتي( SURVIVORS AND RESCUVORS ) باندې ویشل کیږي. هیره دې نه وي چې د نړۍ اصل مالکان چې د ګو تو په شمیر یو څو سوداګران دي، ددې ټولې لوبېهر یوه کړۍ په خپلو ګوتو کښې لري، دوی په فقط د دې لوبې ګټه پورته کوونکي(BENFICIRIES) دي. دا نړيوال سوداګران نړۍ په یوه داسې دوکان اړول غواړي چې په کښې انسانان او روبټان په یوه لاس کار کوي او څنګه چې یوه روبټ بي له انرژۍ بل کوم شي ته اړتیا نه لري هم دغه رنګه انسانان دې بي له ډوډۍ بل یو شي ته اړتیا ونه لري.دا به هغه دوران وي چې له روسیه انقلاب وړاندې وو.(PRE-RESSUAIN REVOLUTION ERA) اوس اصل پو ښتنه داده چې د دغه نوي نړیوال سیستم اصل قربانیان څوک دي؟ د روسیه له انقلاب ورسته د اروپا حکمرانانو په خپلو خپلو هېوادونو کښې احصلات(REFOMATIONS ) پیل کړل او هغه په دا وجه نه چې ګونتې د اروپا پاچایانو دا خوښه وه چې خپلو وګړو ته ازادي ورکړي خو هغو په دې ویره کښې ول چې کمیونیزم او سوشلیزم چیرې د دوی په هېوادونو ورمات نه شي، نو د دغه ویرې په اساس دوی په مات زړه د اولس د ازادۍ غورځنګونو ته لاره ورکړه. دا بیخي سمه خبره نه ده چې د جمهوریت سر لیک د میګنا کارټا (MEGNA CARTA ) څخه پیلیږي، دا خو داسې قرارداد وو چې د پاچا په خوا کښې د یو بل دوهم لړ خلکو چې اشرافیه(NOBLE CLASS) نومیږي، د هغو حقونه خوندې کړي. د روسیه د انقلاب د مخې په اروپا کښې نه خو د انساني حقونو څه پیژګلو وه او نه د عامه خلکو د جمهوري واکمنۍ څه تصور موجود وو او ان چې په نني دور کښې برتانیا چې د انساني حقونو د خوندي کور په نوم شهرت لري، دا د اروپا لومړی هېواد دی چې په تیره میاشت کښې یې د نړيوال بشري حقونو (Universal Declaration of Human Rights) د نوملړ نه د وتلو ږغ کړی. غرب غواړي هغه ټول امتیازات او حقونه چې د روسیه له انقلاب له ویرې یې خپلو وګړو ته ورکړي ول هغه ترې اوس بیرته د تالب او ترهګر د ویرې په پلمه واپس واخلي. خو خبره دلته ونه دریده ، د عراق ،افغانستان،لیبیا او مصر تجربو د تالب او ترهګر بیه لا لوړه کړه. تالب او ترهګر اوس د غرب د ترحو او پالسیو تر ټولو مهم ټکی دی. د دوی لپاره تالب او ترهګر د اوتمي وسلو زیات ارزښتناک دی، دا هغه وسله ده چې نه یې پرې یوازې د روسیه بت مات کړ، خو اوس چې غواړي په کوم هېواد تیری وکوي، لومړی ورته تالب او ترهګر وروشړي او یا یې پیدا یې په کښې،تالب او ترهګر د غرب د لښکر لومړی صف (Cavalry )دی. هغه جګړه چې د تهذیبونو جنګ(Clash of Civilizations)نومي کتاب کښې یې ذکر شوی، هغه جګړه غرب بي له څه جنګه د تالب او ترهګر پر مټو وګټله او دې امکان ته یې هم زمینه برابره کړې چې درسته نړۍ د یوه دوکاندار له چهترۍ لاندې راشي. دغه تالب او ترهګر چې نن په بمي چاودنو او ځان وژونکو پیښو کښې په کار ګومارل شوی، سبا به هم دغه تالب د کیمیایي موادو او ژوند وژونکي وایروسو په کارولو کښې هم په کار وچول شي. دا به د دې جګړې هغه پړاو وي چې نه به څوک د جمهور خبره کوي، نه به جمهوریت وي، نه عدالت نه به انصاف وي او نه به څوک د بشري حقونو ډولکی وهي، هرې خواته به بس یوه ناره وي٬ موږ له امن راکړئ٬. دا د دغه نړیوال سیستم سیمي فاینل دی. په اخیرني پړاو کښې ټول جهان د امن په خاطر د یو قدرت لاندې د ابدي غلامۍ په ژوند مجبور شي.په دې پړاو کښې به د دې سیستم مالک هغه خلک له دې جهانه د سپي په مرګ وباسي کومو خلکو چې د دې سیستم په راوستلو کښې د دغه دوکاندار مرسته کړي وه. دا هغه خلک دی دا چا په هکله چې هټلر ویلي ول.”They are the worst people who helped me to attack their country”.
او دا هغه خلک دي چې نن غرب ته د نړیوالي ترهګرۍ په خورولو کښې مرسته ورکوي.
په دغه ماشین کښې د غلام ابن غلام ابن غلام نوکر اوس په دې توانیدلای چې د پښتون بچی تربیه کړي.پښتون باید پوه شي چې په کتاب کښې څه لیکل شوي دي.