fbpx
پښتانه شخصیتونه سالار یوسفزی مقالې

خوشحال خان خټک(په تېر پسې)

دغه دیوسفزودسرټیټولومنصب اوژمنه خوشحال خان خټک ته هم وسپارلے شوه.خوشحال خان چونکې دمغلوخاندانی میراثی منصب داروونودیوسفزودهغه نه کرکه یقینی وه،هغه که هرڅومره په خوږه پسته اودلاسه داکارمخ په وړاندې بوتله غوښتوخودیوسفزوباوریې ترلاسه نه کړو.اودغه دناکامئ اسبابواودرباری شازشونومغل حکمران دخوشحال خان نه بدظن کړو.هغه يې ونیواوبندی یې کړو.دخوشحال خان خټک دغه قېدوبنددپښتنواوپښتوادب په ګټه تمام شو.چې کله دجېل نه خوشے کړے شو،دپښتنویووالی ته یې فکررسېدلے وو،دهغې لپاره يې انفرادی طورکارهم وکړو.ددې ځائے نه داسې برېښي چې دپښتنوپه ټول تاریخ کښې په وړمبی ځل خوشحال خان خټک دپښتنودقامی وحدت احساس وکړو.خودغه انفرادی هسې وې یا دمخالفینودخلې شخصی هوډووچې هغه دتحریک بڼه وانغستے شوه یاورله دتحریک بڼه ورنه کړے شوه.دخوشحال خان دقېدنه دخلاصېدووروستوچې دهغه نوے سوچ،ولوله اونوے فکرمغلوولېد نووارخطائي پرې راغله اودخوشحال خان خټک دمخنیوی لپاره یې هره حربه په کارواچوله،دهغه اولادیې دهغه په مخالفت کښې تیارکړو.ددې نیک کارژمنه دخوشحال خان خټک خپل مشرځوی اشرف خان هجری په غاړه واخسته دابیله خبره ده چې بدنام دهغه بل ځوے بهرام خان کړے شو.یعنې ملک خراړووران کړوبدنام کارغان شو.اشرف خان هم دخپل پلارخوشحال خان خټک په مخه نیولوکښې بریالے نشواودناکامئ په صورت کښې جیل ته ولېږلے شو.

خوشحال بابا اول په خټکوکښې دپښتنوداتحاداواتفاق اومغلوخلاف دصف بندئ پېلامه وکړه خودخټکوخانان ده مغلودپېرؤ څټلونه نه وو وزګارنودخوشحال خان مرسته به یې څه کړے وے.ددغه ځایه مایوسه شونوددې مقصدلپاره یې یوسفزوطرفته مخه وکړه خویوسفزوپرې هم اعتبارونه کړواومرسته یې ورنه کړه،داهغه وخت اوکیفیت ووچې خوشحال خان دډیره سوخته چغه کړه

هرڅوکه خټک بدترترسپودي

دخټکوسپي بهترتریوسفزودي

خوهغه ددې احساس لاندې چې بله لاره لېدے نه شی پدامینځ کښې یا مغل دمینځه ورک یا پښتون خوار دافغان په ننګ توره تړلې وه.هغه چې پښتوادب اوژبې ته کوم څه ورکړي دي،دیوتحريک،انسائیکلوپیډیا،یا بل هراجتماعی،تخلیقی عمل نه بلهاډېردي.هغه پښتوژبه اوادب په لیک لوست،علم اوفکرپه هېړشته کړې ده.اوکه داووایم چې دپښتوادب ټول تاریخ له یواړخه اودخوشحال خان تخلیقات اوزیارله بل اړخه نودخوشحال خان خواته تله نن هم درنه ده.په هغه که پښتانه څومره هم ویاړی کم به وي که هرڅویې تعریف وتوصیف وکړي حق یې نه شی پوره کولے.فکرکوم دعلامه اقبال داشعردخوشحال خان لپاره ډېرمناسب دے

هزاروسال نرګس اپنی بے خودی په روتی هے

بهت مشکل سے هوتا هے چمن مین دیداورپېدا

پسې بيا