fbpx
پښتانه شخصیتونه سالار یوسفزی مقالې

خوشحال خان خټک

خوشحال خان خټک ۱۶۱۳‌‌ء:-دخوشحال خان ورنیکه اکوړخان دجلال الدین اکبرمنصب داروو،دغه منصب اوجاګیرخوشحال خان خټک ته دهغه دنیکه یحیی خان اوبیا پلارشهبازخان نه په میراث کښې پاتې شوے وو.دلته دوه خبرې خوا په خوا راروانې دي،یوه داچې خوشحال خان دشاه جهان منصبداروو،اورنګ زېب دخپل پلارډېردوستان اومنصب دارووژل یا یې ونیول چې خوشحال خان هم په دغه خلقوکښې یووو.دوېمه خبره داده چې دیوسفزیومشرملک سلیمان شاه دسلطان ابوسعید مغل ځوئے میر زا الغ بیګ چې لاماشوم وودماورانهرنه کابل ته راغلے ووپالنه شوروکړه،که څه هم شېخ عثمان ملک سلیمان دداسې کولونه منع کړوخودپښتنوسادګۍ ته ګوره چې بل راولي اوپه خپل ځان يې پخپله بادشاه کوي.ملک سلیمان شاه شېخ عثمان ته جواب ورکړودا شهزاده دے لویوم یې که بادشاه شی نوسلطنت به یې زماشی اوقام به مې پرې عزیزاودرون شی.شېخ عثمان په باربارملک سلیمان دداسې کولونه منع کړوخوهغه دشیخ یوه هم وانه ورېده.په ۱۴۷۰ زېږدیزکال کښې مرزا الغ بیګ ددغه یوسفزوپه ملاتړاومرسته دکابل په تخت کیښناست خو چې ترڅوکمزورے وودیوسفزوملاتړاومرسته یې ترلاسه کوله.چې کله لږمضبوط شودیوسفزومخالفت ته یې لاس واچولو.دپښتنوترمبنځ یې بې اتفاقی پېداکړه،ګګیاڼي پښتانه یې دیوسفزوپه خلاف ولمسول،ددوي ترمینځ خونړۍ جګړې وشوې چې پکښې ګګیانواومیرزا الغ بیګ ماتې وخوړله.

مرزا الغ بېګ پوهه شوچې په جنګ جګړه دیوسفزونه نشی ګټلے نودیوسفزوسره یې دسولې په بهانه یوسفزوته دمېلمستیا بلنه ورکړه سره ددې شرط نه چې یوسفزی به بې وسلې هلته دسولې لپاره ځي یوسفزي په چل پوهه نه شوبې وسلې هلته لاړل اوکه چا څه وسله وړې هم وه هغه ترې په دروازه کښې ټوله کړے شوه. پښتانه یووار بیا خطاشو،ددښمن په چال وغولېدل اواته سوه يوسفزي پښتانه ده مېلمستیا په بهانه مرګ له راغوښتے شوي پټ په پټه اووژلے شو.دمغلوسره دپښتنودغه کرکه ترشاه جهان اواورنګ زېب راروانه وه.مغل همېشه ددوي نه په ویره کښې وواوهمېشه یې دیوسفزو دزورماتولوهسې کولې.

پسې بيا