fbpx
پښتانه شخصیتونه سالار یوسفزی مقالې

پیرروښان

دپېرروښان نوم سیراج الدین بایذیدوو،په ۹۳۱ هجری یعنې ۱۵۲۴‌ءکښې په جالندهرهندوستان کښې پېداشو،په دغه وخت کښې دلودهی پښتنوبادشاهی په هند کښې پائې ته رسېدلې وه اودپښتنوپه سیمه دظهرالدین بابرچپاؤنه پېل شوی وو.پیرروښان دکورنی اوملکی نامساعده حالاتوله وجې دعلم لار نیمګړې پرېښوده اوتصوف پرې غالب شوے وو.روښانی تحریک په اصل کښې مسلکی مذهبی تحریک وو.اودپاتې اثارونه یې هم دابرېښي.حالانکې اکثرومفکرینودافکرڅرګندکړے دے چې روښانی غورځنګ په مذهبی کالوکښې نغښتے سوچه دپښتنوتحریک ووخودغه تشه تېروتنه ده.

دبایذیدتحریک ورځ ترورځ ځوانېدو،بابرچې ددې تحریک مخ په وړاندې تګ ولیدونوویرې واخستواوددغه تحریک دچقولوپخه اراده یې وکړه.ځپل خورئے سېدعلی يې پېرجوړکړوچې نسلی دپلاردوینې ترکے اودمورله نسبه مغل دے.دهغه دمرستې لپاره يې یوبل ترکے اخون دروېزه چې دزمانې نه دپښتنوپه سیمه کښې میشته وو،ددغه میشته والی له وجې دپښتوژبې اوپښتون مزاج نه باخبرهم وومرستیال مقررکړو.بایذیدروښان په څلوروژبوکښې یعنې پښتو،عربۍ،پارسۍ اوهندۍ ژبوکښې دلیکلواووئیلوتوان درلود.دهغه په پاتې شونی لسواثاروکښې دغوروړکتاب دپښتورسم الخط نه علاوه خېرالبیان دے چې ډېرپه سړه سینه،دلائیلو،اواستقامت لیکلے شوے کتاب دے.ددې په ضداوردکښې دهغه مخالفینوداخون دروېزه په مشرئ کښې دهندسرکاراوبابربادشاه دخاص دلچسپئ اومشورې سره مخزن الاسلام اوتذکرة الابراروالاشرارولیکل چې دواهیاتو،کنځلواوسپکوسپورواوبې سره دلائیلو انبارونه دي.خودې مخالفت اوضدپښتوژبې اوادب ته یونوے ژوند ورکړو.ګرچې بایذید روښان اودهغه مذهبی تحریک په ډېرظلم اوزیاتی په ‌ډېره ګرانه په مذهب وچقولے شو.

پسې بيا