fbpx
سالار یوسفزی مقالې

پښتوژبه

څه رنګ چې مخکښې مختصرڅېړلے شوېده چې پښتانه داریائي ټبرونوڅخه یوټبردے هم دغسې پښتوژبه دپښتنوله تاریخی اوجغرافیاله پلوه یوه لرغونې تاریخی ژبه ده.ساکان چې داریائي پینځګونوټبرونونه یوټبردے،خواوشا درې زره کاله پخوا له شماله سوېل ته راوکوچېدل،په اوسنی افغانستان کښې يې غټې اووړې نوابۍ جوړې کړې اووروستوترکشمیر،سنده اوهند پورې ورسېدل،پښتوژبه هم دساکی ژبې نمسۍ یاده شوېده.دپښتوژبې اوادب لرغونتیادمیلاده هم پهلوی دویداوستا مهابهارت نه هم ډېره پخوانۍ ښکاری.سیتارام پنډت وائي دملینده پڼهواصلي نسخه په زړه پښتوکښې لیکل شوې وه،دزړې پښتونه دلته مقصد دپښتوزوړساکی رسم الخط دے،دمورملیندراوبودائي حکیم ناګه سینامعاریضې اومناظرې په پښتوکښې شویدي ددې نه دامعلومېږي چې پښتوژبې دبده مذهب نه لا پخوا دا توان لرلوچې پکښې کتابونه ولیکلے شي.خوله بده مرغه دپښتنودعربی کلتور دمذهب په بڼه کښې دخپلولوسره دپښتون په ژوندژواک اوپښتوژبه پسې راواخستے شوه اوزیاتره هغوي خپل کلتورله لاسه ورکړو،عربی کلتوریې خپل کړودپښتوژبې زاړه اثار،لیک دوده اوتاریخ واړه هرڅه په ډېرهنرمسخ کړے شول.پښتون قام دنابودۍ یوتیاره غارته ورټېل وهلے شو.ددوی دوددستور، دخپلواتلانودکارنامو،ژوندژواک،حکایتونواوتاريخ په ځائے داسرائیلو،فرعون،نمرود،لیلامجنون قیصواودعربوکلتورته پیاوړتیاورکړے شوه.دپېښوراوکابل کوڅو اوددغه کوڅومیشته خلقوارزښت له لاسه ورکړواودهغوی په ځائے دحجاز،یثرب اومکې کوڅو اودهغوی استوګنومشریکینواوصالیحینوته تقدس اواولیت ورکړے شو.هم په دغه سازکړی هنردپښتنوکلتورډېرپه چټکتیااوخرپ له مینځه وېوړل شو،خوژبه يې شکردے دپیرروښان مسلکی تحریک (روښانی تحریک) په عربی رسم الخط کښې دوباره ژوندئ کړه.هسې خووئیل کېږي چې دپښتوژبې تنظیم اورغوڼه دنوې سره شېخ ملی دخپل دفترسره کړې وه خودغه دفترتروسه ناپیددے نوځکه پیرروښان ته مونږدپښتوژبې پلاروئیلے شو.

پسې بيا