fbpx
ساهو برلاس کوزه پښتونخوا مقالې

د طالبانو سره خبري

لیکوال ساهو برلاس
اول ځل نه دی چې پاکستان له طالبانو سره خبرو ته اړ شوی. امريکا هم دا لار وهلې ده. د دوو ستر پوځي ځواکونو لخوا طالبانو ته د خبرو دا خواستونه، طالبان د ځان لپاره غيبي مرسته بولي. چې پوهـ دي هغه په دې غيبي مرستو ښه پوهـ دي. د طالبانو په جامه کې امريکائي سرتيري نيول شوي دي، د طالبانو له کورونو څخه امريکن خوراکي مواد تر لاسه شوي دي، د طالبانو څخه ډالر هم موندل شوي دي، د دوها کيسه لا د خلګو هېره نه ده، په سوريا کې د امريکن ګټي لپاره جنګيالي طالبان هم اوس نړۍ پېژندلي دي. خبره بس دومره ده چې وينه څښونکې ځناور د سامراج پکار دي، ځکه يې روزنه کوي. په څه کار به ورشي؟ د پاکستان پکښې څه ګټه ده؟ زما په اند تاريخ ته يې يو برسېرن نظر به ښه وي.
۱. طالبان د ۱۹۹۰ په لسيزه کې پاکستان و روزل، و يې ګمارل. نصيرالله بابر يې پلار، بېنظيره يې مور، کرنل امام يې معنوي پلار ګڼل کېده. بېنظيره او کرنل امام د دوی لخوا په حق و رسېدل.
۲. سعودي او عرب امارات ورته ريال، درهم او تېل برابر کړل چې پاکستان ورته وسلې واخلي، تربيه يې کړي.
۳. د پاکستان پکښې ګټه دا وه چې د مجاهدينو پروژه يې ناکامه شوه. مجاهدين پخپل منځ کې دومره جنګونه وکړل چې د پنجاب د “کابل نيولو او منځني ختيځ ته لاره” خوبونه په پرېوتو شو نو يې د امن د ټينګولو لپاره د طالب په نامه يو وحشي ځواک را منځ ته کړ.
۴. د عربيانو پکښې ګټه دا وه چې په سيمه کې د ايران د نفوذ لاره و نيسي او چې کله يې ضرورت شي د ايران د ګټو په ضد يې و جنګوي.
۵. د امريکا او نوري نړۍ ګټي د شوروي اتحاد له نسکورېدو پس په نړېدلي افغانستان کې پاتې نه شوې نو ځکه يې تر شا ورته وهم نه کتل.
۶. تر ۹/۱۱ پوري طالب او پاکستاني پوځ نړۍ يو ګڼلئ ځکه خو د ۹/۱۱ پس امريکايانوله پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې د طالب ملاتړ بند کړي کنی پايلې به يې ښه نه وي.
۷. پاکستان له دوه مخي کار واخيست. طالبان او خارجي ترهګر يې په منځنۍ پښتونخوا کې ودان کړل. د پښتنو مشران ېي ورباندي ووژل، پښتانه يې ورباندي بې کوره کړل او نړۍ ته ېې دا پيغام ورکړ چې طالبان د دوی له کنټرول څخه وتلي دي او پاکستان ته يې ډېر تاوانونه اړولي دي.
د پاکستان په دې دوه مخي ناټو خبره وه. په هم هغه شپو کې به راپورونه راتلل چې کومي سيمي د برتانوي پوځونو په کنټرول کې دي هلته د طالبانو په ضد عمليات نه کيږي. په وروستی شپو کې خو دا خبره لا ښکاره شوه چې افغان ملي اردو د طالبانو ضد عملياتو کې تر ناټو ښه لاس راوړني کړي او طالبان يې له سترو ماتو سره مخامخ کړي دي.
دې خبري هغه خلګ حيران نه کړل چې د نړۍ په دوه مخي خبر وو.
اوس چې ۲۰۱۴ رانيږدې دۍ، نړيوال سامراج څنګه کولی شي چې واک د افغانستان خلګو ته په لاس ورکړي؟ (په تېرو ټاکنو کې هم دوی خپلي هڅي وکړې). لکه څنګه چې هيله کېده، هم هغسي کيږي. نړيوال سامراج خپل ازمويل شوي لاس پوسي پنجاب ته ونډه ورکول غواړي، طالبانو ته په واک کې برخه غواړي. د دې علتونه څه داسي دي.
۱. امريکا غواړي چې د سيمي هيوادونه تل د طالب او نورو بنسټپالو ډلو په واسطه تر فشار لاندي و ساتي. داهيوادونه د خپلو مجبوريو او بېلا بېلو ګټو له کبله نشي کولی چې په شريکه طالب او عربي وهابي بسټپاله له منځه يوسي.
۲. د امريکا لپاره دا تيار سني بم دی. د دې په واسطه به امريکا هڅه کوي چې يو شيعه بم تيار کړي بيا د جنګونو په دې اور کې خپل لاسونه تاوده کړي.
پاکستان يې ځکه مرسته کوي چې د پاکستان وجود پخپله د مذهبي ليونتوب موتازه دی. که چيرته داسي ډلي نه وي نو ملتپاله ګوندونه، مستعمره خاوري او استثمار شوي اولسونه به د قامونو دا زندان دړي وړي کړي. د پاکستان بله ګټه پکښې دا ده چې طالب د نړۍ د زورورو د پراکسي جنګونو لپاره يوه پانګه ده. په دې به ګټه کوي. د هند سره د چاريکي جنګونو (چې اوس يې امکان کم دی) لپاره ګټور عامل دی.
بله ګټه يې دا ده چې په سيمه او هېواد کې چې څومره حالات کړکېچن وي د پوځ د شتون او زياتي بوديجې خوړلو پلمه به جوړه وي. د بنسټيز انساني حقوق تر پښو لاندي کول به اړين بلل کيږي. خپلواکي غوښتونکي به ترهګر بلل کيږي، په بې رحمی به وژل کيږي او د محکومو قامونو شتمنۍ به لوټل کيږي.
په دې شاليد کې د طالبانو سره د پاکستاني دولت خبري څه معنا لري؟ هغه هم د هغه خلګو په واسطه چې د پاکستان د اولس په ځای د اسټېبلشمنټ دريځ پر مخ بيايي. د دې ډرامې پاکستان ته څه ګټه ده؟
۱. يوه ګټه يې دا ده چې د نړۍ او سيمي بې پلوه هيوادونو ته پيغام ورکړي چې طالب او پاکستاني پوځ سره بېل دي. پاکستاني دولت د دې خلګو روزنه نه کوي. پاکستان د دې ترهګرو په نښه دی.
۲. بله ګټه يې دا ده چې د اولس پام په بله کړي. اولس پوښتنه کوي چې دوی د پوځ او طالب لخوا ولې وژل کيږي؟ طالب او پوځ څله په يوه سنګر کې ولاړ وي؟ او که پوځ او طالب سره بېل دي نو پوځ دا څو زره ترهګر ولې له منځه نشي وړلی؟ په پوځ د دومره بوديجه خرڅولو څه ګټه ده؟
دا جاج پر خپل ځای، که څوک خوشبينه هم شي چې دا خبري په اخلاص کيږي نو څو نوري پوښتني فکر ته راځي:
۱. طالبان به وسله وغورځوي؟ د شريعت غوښتنه به پرېږدي؟ هغه خلګ چې ذهن يې د دې کار لپاره جوړ شوې دی هغه به څه کوي؟ که يې پرېنږدي نو پاکستان به د دوی غوښتني په ځای کړي؟ (هيڅ کله هم نه)
۲. پاکستاني پوځ به دا ستراتيژک اثاثې هم داسي پرېږدي؟ د يوه ترهګر په روزنه يې دومره زيار ايستلی، پيسې يې خرڅي کړي، دا ټول به هېر کړي او ختم به يې کړي؟
۳. که پاکستان د طالب او نور بنسټپالو ترهګرو ډلو ختمولو هڅه کوي د عرب به دريځ څه وي؟ په سيمه کې د طاقت د توازن لپاره به پاکستان څه کوي؟
۴. او تر ټولو مهمه پوښتنه، که افغانستان په سوله کې پرمختګ وکړي، ادارې يې جوړي شي، اقتصاد يې پياوړی شي، ملي اردو يې پرمختللې او په نوې وسله سنبال شي، نو محکومه افغان خاوره به خپلواکي نه تر لاسه کوي؟ پاکستان دا امکان په نظر کې نه دی ساتلی؟