fbpx
ساهو برلاس سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

تورتم او د وير چم

لیکوال ساهو برلاس
“There are ships sailing to many ports, but not a single one goes where life is not painful.” ― Fernando Pessoa

اباسين وئيلې “اوس چي کوم طرف ته ځې زړه به دي ٰلويږي”. په دې پاکستان کي چي هم کومي خوا ته روان شې (بې له پنجابه) يوې ستونزي ته به مخامخ شې. په بله مزکه به انسانيت دومره نه يې زورېدلې لکه دې خاوره کښي. انسانيت ته خو دومره بلا رنځونه دي چي اوس يې روستۍ سلګۍ دي. او که ډېره هم ساه راکاږي نو ګوره چي تر کومه؟
 
بيا ناپوهـه طبيبان.. دارو له “حکيم الامت” راوستې. حکيم الامت بيا که رنځ د زړه وي نو دارو ګوره چي د سر که د پښو ورله ورکوي. 
 
په تعليمي ادارو کښي د دې ستر فلسفي (ګوره چي لا څومره فلسفي وو) تعليماتو داسي روزنه د نوي نسل وکړه چي د نيل په ساحل که سپې مري نو دوئ له غمه دلته کښي مړه شي. او که په چم ګاونډ کښي خلګ مړه شو، کډوال شو، کورونه تالا شو، عزتونه ليلام شو نو د دوی يې پرې څه. اسلام کښي خو هسي هم قوم پرستي نشته.
 
عجيبه خلګ په کي اوسيږي. په يوه ليري هېواد کښي يو کس سهار راپورته شي، زړه يې وغواړي چي پاکستان ته ولاړ شي نو ټکټ واخلي او راشي. بيا نو دولت ته، ادارو ته، ټول واک ته… چي څه ته يې زړه غواړي ستر ګواښونه جوړ کړي. په زرها خلګ يې مقتديان شي، زرها ورسره اختلاف کيږدي او په کروړنو ورته خپړي ټکوي. لوبه روانه شي او مېډيا ورته رېفري شي. بيا د خلګو زړونه شاد شي. د هوټلونو مجلسونه تازه شي. بيا هر څه ختم شي. ټوله دنيا پيکه غوندي شي، بيا ورته مېډيا بله ډرامه جوړه کړي .. نطشے ښه وئيل “دا ورځينی ژورنالزم د دانش قحبه ګري ده” په پښتو کښي ورله ډېر بد ټکې کارول کيږي.
 
“د اسلاف کارنامو” نومي کتابونو ورله داسي د شاه دولا موږکان جوړ کړل چي ځوانان ټول په انظار ناست دي چي مهدي آخر زمان راشي. په ټوله نړئ اسلام غالب شي او پاکستان (په بله معنٰي پنجاب) يې امير المؤمنين شي. (په ډول ډول کښي حمزه خانه — کور ته دي راغلم مور دي لنګ وهلې وؤنه).
 
ددې ټولنيز ليونتوب (Collective Madness) به څه دارو هم وي خو اوسني چپيريال کښي به ورسره هوښياران هم د لېنتوب اوبه چښي (څکي) ګني ليوني به ورپوري خندا کړي. دا هم ښه وو که د لېونو په لاسونو کښي کاڼي نه ول. کاڼي هم دومره نه وؤ تاواني خو دا ځانمرګي جيکټان…
 
چي څه حادثه وشي، پل به يې ارومرو د کلي د خان کور ته ځي. د کلي خان بيا په لار کښي داسي سپي ساتلي چي د پل زن لاري وهي. په انګولا، غپا آسمان په سر واخلي. پل زن په منډه شي. ورپسې شاته د ايمان پلورونکي، وطن پلورونکي او ګوره کوم کوم تورونو نارې وهي. 
 
په دې ټوله کيسه کښي پښتون هم ساقي دې، هم شراب هم پيمانه دې. شراب هم ده جوړ کړي، ده جوړ کړې دا محراب. کله په سجده شي، کله اوڅکي شراب. په ځان د کفر فتوٰی پخپله ورکوي. پخپله ملا، قاضي شي. چي سنګسار شي او په دار شي هغه منصور هم دی دې. په غولي کښي يې غلو غوبل جوړ کړې  او د قسم کړې چي تر زر کاله له مخه به له دې درانه خوبه نه پاسيږي. چي په اومه خوب کښي دي هغوته سوري، دېوالونه که غرونه ښکاري او چي ويښ دي هغه غلي ناست دي چي هسي نه د غلو ورته پام شي.
 
د کلي منځ کښي لوئ بازار لګېدلې. غله ورپکښي د پښتون عزتونه، تاريخونه او کلتورونه ليلاموي. اخستونکي يې هم غله دي، پلورونکي يې هم غله دي، د غلو چوکېداري له پښتانه ولاړ وي. 
 
تاسو دا کېسه دلته کښي پرېږدئ، زر کاله تاسو هم اوده شئ. چي بيرته راويښ شئ هم دغه کيسه به روانه وي