fbpx
خان زمان کاکړ سیمه او افغانستان مقالې

د امن پلار بودا نړولو د شپاړ سوو کالو تاریخ نسکور کړو: خان زمان کاکړ

لیکوال افغان جرګه
شپاړس کاله مخکې دا ورځ په باميانو کې د امن پلار بودا ونړول شو. د شپاړس سوو کالو تاريخ نسکور کړل شو. د افغانستان پر تاريخ او کلتور دې يرغل دنيا وپوهوله چې د طالبانو نهضت او رژيم مذهبي نه بلکې ددې هيواد خلاف يو استعماري پاڅون او يوه بهرنۍ قبضه وه. يوازې بتان ونه نړول شول، افغان ملت د يو تاريخي شلون له نه جبرانېدونکي زيان سره مخامخ کړل شو. په افغاني ټولنه کې د سيکولر روايت د ماتولو يو ډېر منظم پلان عملي کړل شو چې ډېری خلکو ته يې د عقيدوي تشريحاتو تر څنګ په افغاني ټولنه کې د راپېداکېدونکي فرقه ايز رجحان د تشريح موقع هم په لاس ورکړه. د يو واحد ملت له خپل تاريخ څخه د پرېکون او په خپلو کې د بېلتون تر دې بل موثر سازش څه کېدای شو؟ د دې تاريخ په نړولو سره په افغانستان کې د سېلګرۍ يو تر ټولو مهم سايټ ونړول شو، دا د افغانانو د اقتصادي جهان د تنګولو د پراخ پلان يوه مهمه برخه وه، استعمار غوښتل (او غواړي) چې د افغانانو نسلونه نسلونه پرديو خېراتونو، فقر او مزدوريو ته محتاج وساتي.
په لومړي سر کې د طالبانو د تاريخي شتمينو او آثارو په هکله داسې سوچ نه وو کوم چې يې د باميانو د بتانو د نړولو په وخت د يوې فتوا په بڼه څرګند کړ. دا موضوع څېړنې ته اړتيا لري چې چا او چا، کوم پاکستان او عربستان دوی ته دا کار په حواله کړ؟
پر تاريخ، کلتور او قامي تشخص يرغل راوړل که څه هم د استعماري سياست پخوانی خصلت دی خو په افغانستان کې د طالبانو په لاس د تاريخي شتمنيو د ورانولو او کباړولو په کار “پرمختللې” نړۍ ته دا پېغام ورکول شو چې ستاسو د “تهذيبونو تر منځ د شخړې” مفروضه دروغ نه ده، د اسلام او ‘مغرب’ تر منځ کرښه ډېره ژوره او څرګنده ده. د استعماري مفروضو د رښتيا ثابتولو او استعماري پراختيا غوښتوونکي سياست ته د لارې خلاصولو دپاره د ملتونو تاريخي او کلتوري بنيادونو تباه کړل شول، افغانستان داستعماري سياست يو تر ټولو لوی قرباني شوی ملت دی. هغه دنيا چې په افغانستان کې يې د جهاد او مذهبي خشونت پراخولو ته خپلې ټولې زېرمې او زمينې په کار اچولې، هغې دنيا چې بيا د باميانو د بتانو پر نړولو خواشيني څرګندوله نو په خواشينې کې يې انساني همدردي کمه او رياکاري زياته ښکارېده.
طالبانو د باميانو تاريخي يادګارونو ته د ‘کفر نخښې’ او ‘څو کاڼي’ وئيل، خو زموږ دپاره د ملي تشخص يو جهان وو چې وران شو. د تاريخونو يو ژوندی زېرمتون وو چې تباه کړل شو. دې له ځانه سره لږ تر لږه د دوو زرو کلونو يو تاريخي روايت يووړ، يو داسې تسلسل مات شو چې د بيا مرمت نسخه يې تر اوسه ساينس نه ده پېدا کړې. د باميانو د بتانو د بيا مرمت دعوه د ماتو زړونو د مرمت دعوه ده. زړونه په شان لکه هندارې وي، تاريخونه همداسې وي، طالبانو په باميانو کې څو ډبرې نه وې نړولې، په ډبرو يې هندارې هم نه وې ويشتلې بلکې په بمونو يې هندارې الوځلې وې. د هندوکش په لمن کې يې د تاريخ هندارې په بمونو الوځولې وې. تاريخ د هندارو کور وي، ددې ډېر حساس روزګار وي.
کوم کار چې له تاريخي يادګارونو سره طالبانو په افغانستان کې وکړ، هم هغه کار داعش په عراق کې کوي. دا چې د کوم ذهنيت او کوم سياست نتېجه ده، پر دې غور پکار دی. موږ تر اوسه هم له دې جنګ څخه راوتي نه يو، د داعش لاسونه هم زموږ په ګرېوانونو ښخ دي.
د پاکستان لاهور يوازې د افغانستان د تاريخي آثارو او نوادراتو کباړخانه نه ده پاته شوې بلکې د افغانستان خلاف د اجرتي قاتلانو د تيارولو کارخانه هم پاته شوې ده. مطلبي خبره هم دا ده.