fbpx
ژباړې سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا نړۍ

د اوسني حالاتو دام: افراسیاب خټک

لیکوال جلال بازوان
هغه پوښتنه چې د پاکستان د جوړېدو د اولې ورځې څخه راولاړېږي هغه دا ده چې ایا دا هېواد (پاکستان) د اسلام لپاره جوړ شوې او که د مسلمانانو لپاره؟
د مسلم لیګ د اکثرا مشرانو له نظره دغه هېواد د مسلمانانو لپاره جوړ شو ترڅو مسلمانان په دې هېواد کې خپل ژوند پرته له کوم وېرې او ترس څخه تېر کړي.
د پاکستان د اساس او بنسټ نظریي هغه مهال بدلون وموند کله چې فیوډالانو او بیورکراټانو د دغه هېواد واګې په لاس کې واخیستې او د ولسواکۍ غوښتونکو پرضد يي د عقیدوي/مذهبي کارت څخه استفاده وکړله. د پاکستان بنسټ ایښودونکو لپاره تر د پېژندګلوی زیاته مهمه صوبايي خودمختاري او خپلواکي وه. کچېرې د آل اینډیا ملي ګانګریس د بریتاناوي راج د کابینې ماموریتي پلان (Cabinet Mission Plan) کوم چې يي په کال ۱۹۴۶ کې وړاندې کړی ؤ چې هند به د استعمار له ختمېدو وروستو یو کنفیډریشن (یووالې) رامنځته کوي منلې او تائید کړی وای نو مسلم لیګ به د هند د ویش/تجزېې څخه په کال ۱۹۴۷ کې لاس په سر شوې ؤ. د نوي هېواد (پاکستان) د زېږېدو سره سم د لویدیځې نړۍ پوځي تړونونو (SEATO, CENTO) سره یوځای د کمونیزم په ماتولو کې لاس یو کړو.
د یادولو وړ ده چې د لویدیځې پانګوالې نړۍ سټراټیجسټانو او د نظر خاوندان معشوش نه ول. د هغوي لپاره پراخ نفوسه د اسیا او افریقا په وچو د شینجیانګ/سینکیانګ څخه رانیولې تر مارکشه پورې اباد مسلمانان د یو بلقوه چاودیدونکې وسلې پر څېر د شوروي او کمونیزم پر وړاندې کارول ول. د مرکزي اسیا کمربند کوم چې د شوروي اتحاد نرمه خېټه بلل کېدله، هلته هم د مذهبي اغیز او نفوذ امکانات موجود ول. د هغه څه چې لویدیځه نړۍ د کمونیزم ضد پروژه کې په تلاش کې وه هغه د مذهبي افراط ګېرۍ فیوز ؤ چې دغه چاودنه ممکنه کړي. له همدې امله لویدیځې نړۍ پاکستان په دې راضي کړو چې نوموړې رول ولوبوي. د پاکستان پوځ د لومړیو ورځو څخه د غرب/لویدیځې نړۍ په قطار کې ولاړ ؤ، چې وروستو د ذوالفقارعلي بهټو «نوی پاکستان» چې په بهرنۍ تګلاره کې يي‌له لویدیځ څخه واټن پیدا کړی ؤ هم ونه توانېدلو چې د بهرنیانو لاسوهنه د پاکستان په کورنۍ چارو کې ونیسي او دغه پخوانې دود مات کړي. دغه بهیر د افراطیت تر پوړو رسول او تقریباً بېرته خپل لومړي حالت ته د نه راګرځېدو وجه ټول د جنرال ضیا مارشل لا ده.
دا به په سختۍ سره یو تصادف وګڼل شي چې ګواکې لویدیځې نړۍ د شوروي اتحاد پرضد جګړه د پاکستان له لارې وکړله، او په ورته وخت کې پاکستان هم د اسلامي کېدلو په لوري رهي شو. د پاکستان اسلامي کېدل د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو د کلونو خبره ده کله چې په پاکستان کې وهابیزم، سلفیزم او تکفیریزم سر راوچت کړو چې پاکستان د یو هېواد په توګه په یو راډیکال حکومت او ټولنه بدل شو. د دغه هېواد د ملي امنیت سیاست تمرکز یواځې ددې هېواد تر پولو محدود پاتې نشو، بلکه د پاکستان په نړېوال جهادي پروژه کې برخه اخېستلو دغه هېواد په یو خطرناک هېواد بدل او د دغه هېواد ماجراپالنه د هغه ګاونډيانو پورې محدوده پاتې نه شوه، البته تر بوسنیا او د نړۍ تر نورو برخو هم ورسېدله.
د کمونسټي بلاک د رانسکورېدو وروسته لویدیځو قدرتونو نور د پاکستان خدمتونو ته اړتیا نه درلوده چې په ورته وخت کې د لویدیځ سټرټیجیک اتحاد هم له پاکستان پای ته ورسېدو. دا اړیکې نن په دښمنۍ بدلې شوې یانې د پرون ورځ مجاهد د نن ورځ په ترهګر بدل شو. مذهبي افراطیت، تاوتریخوالی او ترهګري نن هغه څه دي چې د پاکستان خپل راتلونکی د پوښتنې لاندې راولي. پس له ډېرو کلونو د انکار څخه اوس پاکستان د ستونزو نتیجې ته رسېدلې دی چې د همدغه هېواد شپیته زره وګړي د تروریستانو په لاس ووژل شول.
خود تېرو دوو کلونو تجربې داسې ښايي چې دغه هېواد اوس هم د دغه مسلې حل کولو ته تیار نه دی. د پاکستان پوځي او امنیتي ادارو طالبانو، لشکر طیبه، جیش محمدي او نورې ترهګرې شبکې چې له نړېوالو تروریستي شبکو سره نژدې اړیکي پالي د هغوي لپاره خوندي ځایونو په برابرولو ټینګار هغه څه دي چې دغه هېواد د وسله والو ساتل اوس هم سټرټیجیکه شتمني ګڼي او ددغه هېواد پخوانې تګلاره لاتراوسه بدله شوې نه ده. په حقیقت کې د پاکستان له روسیې سره وروستې جوړجاړی ښيي چې دغه هېواد د ساتل شوو وسله والو ډلو لپاره د نوي بازار موندلو په لټه کې دی.
د ګوتو په شمېر د یو څو کسانو د خولې خبرو پرته نور هېڅ داسې شواهد نشته چې وښايي د پاکستان حکومت هېواد ته د ورپېښوستونزو او ګواښ اصلي وجه تروریزم او مذهبي افراطیت ګڼي. له یوې خوا مذهبي فرقه پرستۍ دغه هېواد ټوټه کېدو حالت ته رارسولې دی نو په ورته وخت کې نااصلاح شوې دیني مدرسې په لویه کچه مغز وینځل شوي کسان تولیدوي چې د هغوي پالنه او روزنه د مطلق فرقه پرستۍ په بنیاد باندې کېږي. په دې وروستیو کې، کله چې سترې محکمې لخوا د ټاکل شوي قضايي کمیسیون د کوټې د وروستي خونړۍ برید پړه د هېواد د مذهبي افراطیت پرضد د ناکامه تګلارې باندې واچوله نو د دغه هېواد د کورنېو چارو وزیر دغه راپور نه یواځې وغاندلو بلکه په قضايي کمیسیون يي لفظي برید هم وکړو. د همدې سره په ورته وخت کې د ترهګرو بند شوي ګروپ لشکر طیبه مشر حافظ سعید د سترې محکمې لخوا د وړاندې شوي تجویز په مخالفت کې په کوټه کې راښکاره شو. په پنجاب کې د وژل شوي پخواني والي سلمان تاثیر د قاتل په حق کې د خلکو مظاهرات د حکومت د تروریزم پرضد پالېسیو او تګلارو څخه پرده اوچتوي.
ستونزه یواځې د دولت د امنیتي تګلارې پورې نه ده محدوده، بلکه په دولت کې د نخبه ګانو لخوا د اوږدو کلونو څخه په بشري پرمختیا کې د پانګونې نه کولو شرایط تروریزم او توندلاریتوب ته برابر کړې دي. همدارنګه په عامه ښوونیز او روزنیز سیستم او روغتیايي خدمتونو سقوط کې ناوړه ټولنیز عواقب وجود لري. په ښوونیز او روزنیز سیستم کې د جدي ستونزو شتون نتیجه دا شوه چې انساني جوهر او تومنه يي تحریف کړه. د دیني مدرسو د شمېر په زیاتېدو سره ماشومان له مکتبونو څخه پاتې شول. د نفوسو زیاتوالې، د ټولنیز ویش چاغښت، بحراني چاپېریال او د قضايي سیستم ناکامي هغه څه دي‌چې له افراطیت او توندلاریتوب د خپرېدو سره مرسته کوي. دواړه ملکي او نظامي واکمن نخبه ګان د سیستم په وژلو کې مصروف دی. ټولې سیاسې لوبې د واک لاسته راوړلو لپاره دی، برعکس بدلون او تبدیلي یواځې یو شعار پاتې دی او د سمون په خاطر هیڅ کومه اجنډا نه تر سترګو کېږي. د پاکستان اوسني شرايط داسې شوې دي چې دلته به هم زر عربي سپرلې شروع شي. د پام وړ خبره لا دا ده چې ځینې ترکي سیاسیون د ترکېي د پاکستانیتوب په ماتم مصروف دي. پوښتنه دا ده چې ایا د اوسني حالت څخه د راوتلو کومه لاره چاره شته؟