خبري شننې

ننوتل

کتونکي

  • Visitors : 9906
  • Articles : 841
  • Articles View Hits : 1869933

د سوات غمیزه به بل قوم څنگه یادوله؟

پښتانه که په لر دي او که په بر، د بهرنیانو له لاسه له تېرو درو لسیزو راهیسې ډیر کړېدلي دي، هر کنډي کپر کلی او ښار د بهرنیو د وحشت یو ژوندی مثال دی، که څه هم د کورنۍ ناپوهه او پلورل شوې ډلې ټپلې د وطن په دغه ورانۍ کې پوره لاس لري.

په پښتانه وطن کې د ظلم او وحشت له قیصو څخه هغه څه چې په سوات کې د پاکستان جاسوسي ادارو د خپلو تالب ملیشو په مرسته وکړو، هیڅ  بل مثال نه لري.

د هر کلي، کور او ښار قیصې چې څنگه تالبانو ورباندي ملنډی ووهلې، له کورونو یې وایستل، د خلکو عزت یې په خاورو ولاړو، ښځې یې په زور ترې یووړې، تنکي ځوانان یې په زور د جنگ ډگر ته مجبور کړل، واړه ماشومان یې د ځانمرگو بریدونو لپاره و کاره ول، زرگونه ځوانان، پوهان او مشران چې ددغه وحشت خلاف یې غږ اوچت کړی و، یې په گولیو سورې بوري کړل، سرونه یې ترې غوڅ کړل او بیا یې د ښار په چوکونو کې را ځوړند کړل، د یهودانو خلاف د نازیانو له ظلم څخه کمې نه دي.

لکه چې دا ظلم بس نه وو، د پاکستان پوځ بې له دې چې د سوات خلکو ته کومه خبرتیا ورکړي او یا د مرستو لار ورته برابره کړي په کلو او ښارونو د هوا او زمکې له لارې په ړندو سترگو بمبارونه پیل کړل، زرگونه بې گناه انسانان یې ووژل، او شا او خوا څلور ملیونه خلک یې دې ته اړ کړل چې نورو سیمو ته کډې وکړي.

په ظاهره د پوځ موخه دا وه چې تالبان ووژني، خو دا ټولې نړۍ ته څرگنده ده چې د کلونو له پوځي علمیاتو او جگړو وروسته د پاکستان پوځ یو تالب مشر یا قومندان هم و نه واژو او نه یې کوم مشر ونیو. د هر کس، کورنۍ او کلي خلاف د پاکستان د پوځ، څارگرو ادارو، د پوځ او د دوی د تالب ملیشو په ظلم او وحشت یو کتاب لیکل کېدای شي، یو فلم جوړېدای شي، خو افسوس چې په پښتنو کې د راتلونکي نسل د یاد لپاره د خپل تاریخ ساتلو نه پوهه شته او نه واک. یاد ساتل خو پریږده پښتون له ویرې د خپل دښمن نوم هم په وازه خوله نه شي اخیستی.

له بلې خوا چې سوات د شا او خوا کلیو او ښارونو پښتنو څنگه له سوات څخه بې کوره شوي ملیونونه خلک په خپلو کورونو کې د ملیمنو په توگه وساتل دا هم د نړۍ د بې کوره شوو خلکو په تاریخ کې یو بې مثاله کوربه توب دی.

د نړۍ هیڅ قوم دومره لوی شمیر بې کوره شوي خلک په خپلو کورونو کې نه دي ساتلي، خو د میلمه پالنې دا ژوندی مثال به هم د پښتنو د تاریخ برخه نه وي، ځکه چې که دا پیښې په کوم بل قول تیرې شوي وای، هغوی به هره ورځ او هره شیبه په انځورونو، ویډیوگانو، لیکنو، کې خوندي کړې وای، د وحشت قیصې به یې را ټولې کړې وای، ورځپاڼې به یې خوندي ساتلې وای، د سترگو لیدلی حال به یې ثبت کړی وای، سندرې به یې ورباندی ویلې وایي، د ملا فضل الله له راډیو څخه نیولې بیا د پاکستان د پوځ د توپونو او ټاتکونو ټوټې به یې لاسته راوړې وایي او هغه به یې په خپل ملي میوزیم کې خوندي کړې وايي.

دا به نه یواځي د هغوی د راتلونکو نسلونو لپاره یو سبق وایی، د خلکو په مینځ کې به د یووالي سبب گرځېدلای، د خپل قوم خوږې او ترخې به یې باندې یادولای، بلکه نورې نړۍ ته به هم د دغه قوم د تاریخ یو انځور وای. خو په ځای ددې چې پښتون دغه کار په خپله وکړي، ددوی قاتلان، د پاکستان جاسوسي ادارې، تالبان او د پاکستان پوځ دغه تاریخ په خپله خوښه گټه لیکي او بیا به یې زمونږ ماشومانو ته په ښوونځیو کې ور ښايي.

د پښتنو راتلونکي نسلونه به په خپلو کتابونو کې بس دا لولي چې د سوات په پښتنو یو دومره لویه غمیزه راغلې وه او هم دا د پاکستان پوځ وو چې دوی یې ترې وژغورل. 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube