Thursday, 23 November 2017

د اوسني حالاتو دام

Written by  ژباړه: ج.بازوان Published in ژباړې او څېړنې Saturday, 14 January 2017 03:21
Rate this item
(0 votes)

لیک: افراسیاب خټک

هغه پوښتنه چې د پاکستان د جوړېدو د اولې ورځې څخه راولاړېږي هغه دا ده چې ایا دا هېواد (پاکستان) د اسلام لپاره جوړ شوې او که د مسلمانانو لپاره؟

د مسلم لیګ د اکثرا مشرانو له نظره دغه هېواد د مسلمانانو لپاره جوړ شو ترڅو مسلمانان په دې هېواد کې خپل ژوند پرته له کوم وېرې او ترس څخه تېر کړي.

 د پاکستان د اساس او بنسټ نظریي هغه مهال بدلون وموند کله چې فیوډالانو او بیورکراټانو د دغه هېواد واګې په لاس کې واخیستې او د ولسواکۍ غوښتونکو پرضد يي د عقیدوي/مذهبي کارت څخه استفاده وکړله. د پاکستان بنسټ ایښودونکو لپاره تر د پېژندګلوی زیاته مهمه صوبايي خودمختاري او خپلواکي وه. کچېرې د آل اینډیا ملي ګانګریس د بریتاناوي راج د کابینې ماموریتي پلان (Cabinet Mission Plan) کوم چې يي په کال ۱۹۴۶ کې وړاندې کړی ؤ چې هند به د استعمار له ختمېدو وروستو یو کنفیډریشن (یووالې) رامنځته کوي منلې او تائید کړی وای نو مسلم لیګ به د هند د ویش/تجزېې څخه په کال ۱۹۴۷ کې لاس په سر شوې ؤ. د نوي هېواد (پاکستان) د زېږېدو سره سم د لویدیځې نړۍ پوځي تړونونو (SEATO, CENTO) سره یوځای د کمونیزم په ماتولو کې لاس یو کړو.

د یادولو وړ ده چې د لویدیځې پانګوالې نړۍ سټراټیجسټانو او د نظر خاوندان معشوش نه ول. د هغوي لپاره پراخ نفوسه د اسیا او افریقا په وچو د شینجیانګ/سینکیانګ څخه رانیولې تر مارکشه پورې اباد مسلمانان د یو بلقوه چاودیدونکې وسلې پر څېر د شوروي او کمونیزم پر وړاندې کارول ول. د مرکزي اسیا کمربند کوم چې د شوروي اتحاد نرمه خېټه بلل کېدله، هلته هم د مذهبي اغیز او نفوذ امکانات موجود ول. د هغه څه چې لویدیځه نړۍ د کمونیزم ضد پروژه کې په تلاش کې وه هغه د مذهبي افراط ګېرۍ فیوز ؤ چې دغه چاودنه ممکنه کړي. له همدې امله لویدیځې نړۍ پاکستان په دې راضي کړو چې نوموړې رول ولوبوي. د پاکستان پوځ د لومړیو ورځو څخه د غرب/لویدیځې نړۍ په قطار کې ولاړ ؤ، چې وروستو د ذوالفقارعلي بهټو «نوی پاکستان» چې په بهرنۍ تګلاره کې يي‌ له لویدیځ څخه واټن پیدا کړی ؤ هم ونه توانېدلو چې د بهرنیانو لاسوهنه د پاکستان په کورنۍ چارو کې ونیسي او دغه پخوانې دود مات کړي. دغه بهیر د افراطیت تر پوړو رسول او تقریباً بېرته خپل لومړي حالت ته د نه راګرځېدو وجه ټول د جنرال ضیا مارشل لا ده.  

دا به په سختۍ سره یو تصادف وګڼل شي چې ګواکې لویدیځې نړۍ د شوروي اتحاد پرضد جګړه د پاکستان له لارې وکړله، او په ورته وخت کې پاکستان هم د اسلامي کېدلو په لوري رهي شو. د پاکستان اسلامي کېدل د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو د کلونو خبره ده کله چې په پاکستان کې وهابیزم، سلفیزم او تکفیریزم سر راوچت کړو چې پاکستان د یو هېواد په توګه په یو راډیکال حکومت او ټولنه بدل شو. د دغه هېواد د ملي امنیت سیاست تمرکز یواځې ددې هېواد تر پولو محدود پاتې نشو، بلکه د پاکستان په نړېوال جهادي پروژه کې برخه اخېستلو دغه هېواد په یو خطرناک هېواد بدل او د دغه هېواد ماجراپالنه د هغه ګاونډيانو پورې محدوده پاتې نه شوه، البته تر بوسنیا او د نړۍ تر نورو برخو هم ورسېدله.

د کمونسټي بلاک د رانسکورېدو وروسته لویدیځو قدرتونو نور د پاکستان خدمتونو ته اړتیا نه درلوده چې په ورته وخت کې د لویدیځ سټرټیجیک اتحاد هم له پاکستان پای ته ورسېدو. دا اړیکې نن په دښمنۍ بدلې شوې یانې د پرون ورځ مجاهد د نن ورځ په ترهګر بدل شو. مذهبي افراطیت، تاوتریخوالی او ترهګري نن هغه څه دي چې د پاکستان خپل راتلونکی د پوښتنې لاندې راولي. پس له ډېرو کلونو د انکار څخه اوس پاکستان د ستونزو نتیجې ته رسېدلې دی چې د همدغه هېواد شپیته زره وګړي د تروریستانو په لاس ووژل شول.

خود تېرو دوو کلونو تجربې داسې ښايي چې دغه هېواد اوس هم د دغه مسلې حل کولو ته تیار نه دی. د پاکستان پوځي او امنیتي ادارو طالبانو، لشکر طیبه، جیش محمدي او نورې ترهګرې شبکې چې له نړېوالو تروریستي شبکو سره نژدې اړیکي پالي د هغوي لپاره خوندي ځایونو په برابرولو ټینګار هغه څه دي چې دغه هېواد د وسله والو ساتل اوس هم سټرټیجیکه شتمني ګڼي او ددغه هېواد پخوانې تګلاره لاتراوسه بدله شوې نه ده. په حقیقت کې د پاکستان له روسیې سره وروستې جوړجاړی ښيي چې دغه هېواد د ساتل شوو وسله والو ډلو لپاره د نوي بازار موندلو په لټه کې دی.

د ګوتو په شمېر د یو څو کسانو د خولې خبرو پرته نور هېڅ داسې شواهد نشته چې وښايي د پاکستان حکومت هېواد ته د ورپېښوستونزو او ګواښ اصلي وجه تروریزم او مذهبي افراطیت ګڼي. له یوې خوا مذهبي فرقه پرستۍ دغه هېواد ټوټه کېدو حالت ته رارسولې دی نو په ورته وخت کې نااصلاح شوې دیني مدرسې په لویه کچه مغز وینځل شوي کسان تولیدوي چې د هغوي پالنه او روزنه د مطلق فرقه پرستۍ په بنیاد باندې کېږي. په دې وروستیو کې، کله چې سترې محکمې لخوا د ټاکل شوي قضايي کمیسیون د کوټې د وروستي خونړۍ برید پړه د هېواد د مذهبي افراطیت پرضد د ناکامه تګلارې باندې واچوله نو د دغه هېواد د کورنېو چارو وزیر دغه راپور نه یواځې وغاندلو بلکه په قضايي کمیسیون يي لفظي برید هم وکړو. د همدې سره په ورته وخت کې د ترهګرو بند شوي ګروپ لشکر طیبه مشر حافظ سعید د سترې محکمې لخوا د وړاندې شوي تجویز په مخالفت کې په کوټه کې راښکاره شو. په پنجاب کې د وژل شوي پخواني والي سلمان تاثیر د قاتل په حق کې د خلکو مظاهرات د حکومت د تروریزم پرضد پالېسیو او تګلارو څخه پرده اوچتوي.

ستونزه یواځې د دولت د امنیتي تګلارې پورې نه ده محدوده، بلکه په دولت کې د نخبه ګانو لخوا د اوږدو کلونو څخه په بشري پرمختیا کې د پانګونې نه کولو شرایط تروریزم او توندلاریتوب ته برابر کړې دي. همدارنګه په عامه ښوونیز او روزنیز سیستم او روغتیايي خدمتونو سقوط کې ناوړه ټولنیز عواقب وجود لري. په ښوونیز او روزنیز سیستم کې د جدي ستونزو شتون نتیجه دا شوه چې انساني جوهر او تومنه يي تحریف کړه. د دیني مدرسو د شمېر په زیاتېدو سره ماشومان له مکتبونو څخه پاتې شول. د نفوسو زیاتوالې، د ټولنیز ویش چاغښت، بحراني چاپېریال او د قضايي سیستم ناکامي هغه څه دي‌ چې له افراطیت او توندلاریتوب د خپرېدو سره مرسته کوي. دواړه ملکي او نظامي واکمن نخبه ګان د سیستم په وژلو کې مصروف دی. ټولې سیاسې لوبې د واک لاسته راوړلو لپاره دی، برعکس بدلون او تبدیلي یواځې یو شعار پاتې دی او د سمون په خاطر هیڅ کومه اجنډا نه تر سترګو کېږي. د پاکستان اوسني شرايط داسې شوې دي چې دلته به هم زر عربي سپرلې شروع شي. د پام وړ خبره لا دا ده چې ځینې ترکي سیاسیون د ترکېي د پاکستانیتوب په ماتم مصروف دي. پوښتنه دا ده چې ایا د اوسني حالت څخه د راوتلو کومه لاره چاره شته؟

  نوټ: د ملي مشر افراسیاب خټک انګلیسي لیکنه ده چې پښتو ته مو راژباړلې ده. 

Read 3893 times Last modified on Saturday, 14 January 2017 03:34

Leave a comment

  • LindsaySig
    LindsaySig
    Tuesday, 21 November 2017 17:25

    http://handbagdeals.us/ Bererolozend What is generic Klonopin?

    Report
  • BerthaEmody
    BerthaEmody
    Tuesday, 21 November 2017 16:04

    loans online
    fastcash com
    direct lender payday loans
    need a loan
    payday loans in md
    how to get a personal loan with no credit
    what are good credit scores

    Report
  • Richardrip
    Richardrip
    Tuesday, 21 November 2017 14:36

    how to buy cialis from canada
    cialis cost
    cialis c20 pills
    cheap cialis
    cheapest cialis in canada

    Report
  • Richardrip
    Richardrip
    Tuesday, 21 November 2017 12:18

    legal buy generic cialis
    cheap cialis online
    buy cialis with online prescription
    cialis cheap
    can you buy cialis in hong kong

    Report
  • Leonardbloof
    Leonardbloof
    Tuesday, 21 November 2017 11:34

    best place buy generic cialis online
    cialis price
    order cialis online prescription
    cheap cialis online
    buy cialis online canadian no prescription

    Report
  • FeltonJourn
    FeltonJourn
    Tuesday, 21 November 2017 07:17

    http://kitchendeals.us/ Bererolozend What is generic Valium?

    Report
  • BobbyAlago
    BobbyAlago
    Tuesday, 21 November 2017 01:49

    cialis pills look like
    cheap cialis online
    buy cialis in belgium
    cheap cialis
    cheap/discount cialis

    Report
  • ErickWhowl
    ErickWhowl
    Tuesday, 21 November 2017 01:16

    can you buy cialis over the counter in canada
    cialis price
    buy cialis online usa
    cialis cheap
    cheap cialis here

    Report
  • DavidHauro
    DavidHauro
    Monday, 20 November 2017 23:01

    buy cheap viagra cialis
    cialis prices
    cheap cialis canada pharmacy
    cialis prices
    buy cialis australia

    Report
  • DavidHauro
    DavidHauro
    Monday, 20 November 2017 18:51

    cialis sale toronto
    cialis price
    cialis online cheapest
    cialis cheap
    taking two cialis pills

    Report

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes