Thursday, 23 November 2017

د چین د پرمختګ او بهرنۍ تګلارې په اړه بحثونه

Written by  Published in ژباړې او څېړنې Sunday, 12 June 2016 15:59
Rate this item
(0 votes)

شه (Shi/势):

د چینايي کتلور د هر اړخیزه فکر او د بدلون د فلسفې بنیاد دا دی چې دوي کله هم په نړېواله ستراتیژۍ غور کوي نو د شه (Shi/势) په پام کې نیول د دوي مرکزي نقطه وي. چین چې کله هم د کوم ځانګړي حالت او د هغه د ذاتي وړتیا په اړه سوچ کوي نو دوي تر بل هرڅه زیات په «لوي انځور» زیات ټینګار لري. لکه څرنګه چې مو په نورو بحثونو کې هم ولیدل، تر هغه چې نړیوالو اړیکو خبره کېږي نو شه (Shi/势) د نړیوال وضعیت ته په کتو سره له دوه مهمو نقطو څخه بحث کوي (۱) ټاکل شوې ځانګړنې (۲) د نړیوال واک جوړښت

د ټاکل شوو ځانګړنو سم درک او پېژندنه زمونږ موضوع ښه پسې روښانه کوي یانې دا په ګوته کوي چې د چینایانو نړۍ لید څرنګه دی.  چین د ۱۹۷۹م کال نه را پدېخوا د خپلو ټاکل شوو ځانګړنو له امله په نړیواله ټولنه کې کومه غټه حصه او برخه نه ده اخیستې، بلکه یوه داسې تګلاره يي غوره کړې ده چې نورو انقلابونو او جنګونو ته ضرورت نشته دی، البته یواځې سوله او پرمختګ ته ضرورت دی.

 

د چینايي سیاسي شنونکو او بهرني سیاست وضع کوونکو لخوا په ننې دور کې د چین ټاکل شوي ځانګړنې په ګوته کول او پېژندنه يي یو خورا مهمه مسله ده. په چین کې د بهرني سیاست په اړه ټول بحثونه په دې راڅرخي چې د اوسني نړیوال نظام ماهیت څه ډول دی او په ځانګړي توګه د چین او د اوسني نړیوال سیستم ترمینځ د اړیکو بهیر په څه ډول دی؟  ټاکل شوې/مشخص شوې ځانګړنې هغه څه دي چې مونږ سره د چین د بهرني سیاست کې د تغیر او بدلون او د چینایانو لخوا د نړیوال سیستم په درک کولو کې مرسته کولاې شي.

ګواجي ګه جیو (国际格局) یا نړیوال سیستم جوړښت د چینایانو د نړیوال واک په جوړښت د ارزونې په اړه بحث کوي. دا یوه بله مهمه موضوع ده چې د چینايي شننونکي نړیوال وضعیت ته په کتو سره د چین بهرنې سیاست ترتیبوي. د نوولسمې پېړۍ په منځنیو کې چین په ختیځه اسیا کې د خپل نرم قدرت (سافټ پاور) له لارې د خپل سیاسي نفوذ لاندې راوستلې وه او دغه سیمه کې دوي مرکزي رول لوباوه، مګر  په کال ۱۸۴۰م کې لویديځۍ نړۍ د ملکونو سره  د مقابلې  او د هغوي د لاسوهنې په نتیجه کې دوي دغه مرکزي رول له لاسه ورکړو.

چین د ۱۰۰ کلونو اوږدو کړاوونو او اوږدې مستعمرې وروستو د خاورې حاکمیت ته په ستر ارزښت قایل دي. دوي د اوږدې مبارزې څخه زده کړه وکړه چې «د وروستو پاتې قومونه همېش د زورورو د استعمار ښکار ګرځي»، د د ټولو ترخو تجربو څخه د زده کړې په نتیجه کې چین د سافټ پاور څخه د هارډ پاور په لور رهي شو. د چین بهرنۍ پالیسي د نړیوال واک د جوړښت په اړه ډېر حساس دی. د چین بهرنۍ پالیسي د اوسني نړیوال قدرتونو باندې راڅرخي او چینايي شنونکي دغه موضوع د څیړني لاندې نیولې ده.

شه (Shi/势) مفهوم په اصل کې د نړۍ د نظم په اړه د چین د تشویش انعکاس کوي، همدا وجه ده چې چین شه (Shi/势) په رڼا کې خپلې واړه لنډ مهالې او اوږد مهالې پالیسۍ ترتیبوي. هغه مهمې نقطې چې چین يي د نړیوالې پالیسۍ د جوړولو پر وخت د شه (Shi/势) په رڼا کې کوي عبارت دي له: استعماري قدرت څوک دی؟ ایا اوسنې نړیوال واک جوړښت خو به د چین د ګټو په مخ کې خنډ نه اچوي؟ ایا دوي کولاې شي چې نړیوال امنیت او ثبات ټینګ کړي؟ د پراخو ګټو او پرمختیا بهیر څه دی؟

د دغو پوښتنو سمه ارزونه او د دې په رڼا کې سم قضاوت د نړۍ په روان حالت کې کولاې شي چې یو هېواد د پراخ نفوذ درلودونکی شي. د شه (Shi/势) په مفهوم کې یو بل مهم نظر د (顺势而为) شامل دی یانې مطلب دا چې «عمومي تمایلات او هڅې په پام کې نیول او د هغه مطابق کارونه پرمخ وړل»

د بحثونو دغه لړۍ په شه (Shi/势) راڅرخي چې چین نړیوال واک ویش ته په کوم نظر ګوري، په ځانګړي ډول امریکا، اروپا او په سیمه کې د نوو راټوکېدونکو قدرتونو ته.

نور بیا.........

 

Read 3784 times

Leave a comment

  • JamesGlorm
    JamesGlorm
    Friday, 10 November 2017 14:10

    activation key for autocad 2017 64 bit
    autocad
    autocad software for pc
    autocad 2016
    autocad descargar gratis 2017

    Report
  • Sokowamelia
    Sokowamelia
    Friday, 10 November 2017 06:26

    where can i order viagra

    http://viagragenericvas.com/ - buy generic viagra

    buy generic viagra

    rezeptfrei viagra apothek

    Report
  • KennethHeall
    KennethHeall
    Friday, 10 November 2017 02:44

    2017 autocad product key
    autodesk autocad
    cursos de autocad costa rica
    autocad
    student autocad software

    Report
  • JamesGlorm
    JamesGlorm
    Friday, 10 November 2017 01:07

    autocad 2013 direct download
    autocad
    autocad 2011 student version download
    autocad 2015
    autocad 2011 installer download

    Report
  • JamesGlorm
    JamesGlorm
    Thursday, 09 November 2017 23:18

    autocad 2000 lt download
    autocad 2014 gratis
    bloques puertas y ventanas autocad
    autocad free
    autodesk autocad 2017 student download

    Report
  • Nahlayep
    Nahlayep
    Thursday, 09 November 2017 18:44

    bad credit personal loans pa
    bank of america personal loans
    personal loan requirements
    loans personal loans

    Report
  • kneerty
    kneerty
    Thursday, 09 November 2017 17:59

    payday loans in arizona
    fast loan
    payday advance bad credit
    fast loan

    Report
  • nulpcupt
    nulpcupt
    Thursday, 09 November 2017 17:42

    5000 loan
    personal
    personal loan compare
    unsecured personal loans

    Report
  • Nahlayep
    Nahlayep
    Thursday, 09 November 2017 17:26

    american payday loan
    unsecured personal loans
    loans company
    fast loan

    Report
  • Wadimmelia
    Wadimmelia
    Thursday, 09 November 2017 17:01

    algo similar al viagra

    http://viagralkp.com/ - buy viagra online

    buy generic viagra

    viagra keep getting you hard

    Report

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes