Thursday, 23 November 2017

ګریویټي چپې درییمه برخه

Written by  Published in ژباړې او څېړنې Tuesday, 23 February 2016 07:49
Rate this item
(0 votes)

د ګرییویټي چپې د انسټائین د تیورۍ یوه وړاندوینه (prediction) ده. دې تيورۍ ته عمومي نسبیت (General Relativity) وايي.

انسټائین دغه تیوري په کال ۱۹۱۵ کې پوره کړه او او په کال ۱۹۱۶ کې يي د دې تیورې پر مټ د دې چپو وړاندوینه وکړه. د نوموړې تیورۍ سره د زمان ومکان (سپیس-ټیم) انساني تصور بیخي بدل شو. د انسټائین ترمخه د زمان ومکان دواړه مطلق او حتمي(Absolute) ګڼل کېدل. مانا دا چې وخت د هر چا  او د هرڅه لپاره یو شان تېرېږي،  او مکان یو داسې اډانه ده چې څیزونه پکې پراته دي خو د وخت په تېرېدو سره پکې پیښې خو کېږي مګر په مکان کې بدلون نه راځي. د مکان(سپیس) مثال  د یو سټیج ؤ چې د کردارونو په بدلیدو سره پکې بدلون نه راتلو، او وخت یو داسې بهیدونکې ویاله وه چې په هر چا یو شان تېرېدو. مګر انسټائین بیا دا نظریه ورکړه چې وخت په هر هغه چا په کراره تېرېږي څوک چې د ګریویټۍ دننه ژوند کوي، او څوک چې د ګریویټۍ نه بهر وي په هغوي وخت زر زر تېرېږي. یانې مطلب دا چې څیزونه زمکې ته ځکه راغورځېږي چې هر یو څیز غواړي چې پخپله خوښه هغه ځای ته ولاړ شي چېرته چې وخت په کرار تېرېږي، دا چې زمکې ته نژدې ګریویټي زیاته ده نو ځکه هر څیز غواړي چې زمکې ته نژدې پاتې شي چې دې ته په وخت/ټایم کې ګږلیچ/خم وايي. همدارنګه انسټائین به ویل چې مکان د درنو څيزونو په موجودګۍ کې  راغونډېږي (جول کوي) چې دې ته بیا په مکان(سپیس) کې کږلیچ وايي چې دغه دول انسټائین د ګریویټۍ په تعبیر سره په زمان او مکان (سپیس-ټایم) کې د کږلیچ په ژبه کې وکړو.

 

د ګریویټي ویوز ته ساینس پوهان ولې ډېر خوشحاله دي؟

سانیس پوهان ځکه دې ته خوښ دي چې د ګریویټي چپې د کائېناتو د رازونو په مالومولو کې تر ټول موثره وسیله په توګه کارېدلې شي.

هغه څنګه؟

هغه داسې چې د ګریویټي چپې د هر څیز نه تېرېدای شي. تراوسه پورې چې کائېنات د لرې پرتو ستورو او سیارو په باره کې کوم مالومات ترلاسه شوې دي نو هغه د رڼا د چپو څخه په لاس راغلې دي. د رڼا چپې د مادي څیزونو څخه نه تېرېږي. د ګریویټي چپې په ماده نه ایسارېږي، نو همدا چې په څه نه را ایسارېږي دا به مونږ ددې جوګه کړي چې د کائېنات د هغه ځایونو په باره کې مالومات ترلاسه کړو د کومو ځایونو نه چې د رڼا چپې مونږ ته نه رارسېږي. دوهمه خبره دا ده چې په کائېنات کې د ټولو نه غټه پېښه پخپله بګ بینګ ده. د بګ بینګ په هکله زمونږ زیاتره مالومات د هاغه رڼا نه ترلاسه شوې دي کومه رڼا چې د بګ بینګ نه سل زره کاله وروسته پیدا شوې ده او انګازه يي په ټول کائېنات کې موجوده ده. دې رڼا ته سي ایم بي (Cosmic microwave background) وايي. اوس زمونږ په دې خبره تنده ماتېدلاې شي چې د بګ بینګ په وخت به خامخا ډېر زورور د ګریویټي چپې هم پیدا شوې وې او انګازه به يي خامخا په کائېنات کې شتون لري. که چېرې مونږ ددغو چپو په رانیولو وتوانېدلو نو دا به مونږ ته د بګ بینګ د لومړۍ ثانيې په اړه مالومات راکړي. ستاسې څه خیال دی چې د کائینات د جوړېدو د وړومبۍ ثانیې ننداره به څرنګه وي؟

لرې نه ده چې پښتانه به له خېره ساینس پوهان شي او دوي به د کائېنات له ښایستونو څخه پلو په خوند خوند لرې کوي او دا غزل به زمزمه کوي:

لرې که پلو د مخې چې ننداره کم

همدارنګه د کائېنات هر یو راز به ورته په مکیز، ناز او ادا سره وايي:

هلکه بلۍ مه نړوه لېدې مې نشئ.

Read 785 times

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes