Thursday, 23 November 2017

ګریوی ټیشنل ویوز (لومړۍ برخه)

Written by  ډاکټر الماس خان Published in ژباړې او څېړنې Friday, 19 February 2016 18:16
Rate this item
(0 votes)

د روان کال د فرورۍ په یوولسمه ساینس پوهانو د ګریوي ټیشنل ویوز ( د ګریوټي چپې) د زمکې څخه د تېرېدو په پخلې وکړو. دا چپې چې د نن ن کابو ۱.۳ بیلینه کاله پخوا د دوو بلیک هولونو د یو بل سره د ټکر په او یو کېدو په نتیجه کې رامنځته شوې وې دا دې تېر کال په ۲۰۱۵ کې زمونږ استوکنځي (ځمکې) ته راورسېدې.

دا دوه بلیک هولونه چېرته جنګېدلي ول؟

دا بلیک هولونه د ځمکې څخه په دومره لرې واټن کې ټکر شوي ول چې که د ځمکې نه د رڼا په رفتار روان شي نو په ۱.۳ بیلینه کاله کې هغه ځای ته ورسېږي. د ګریوټي چپې د رڼا په رفتار ځي نو ښکاره خبره ده چې دا ټکر ۱.۳ بیلینه کاله پخوا رامنځته شوې ؤ، ځکه خو زمونږ ساینس پوهانو ته يي نن پته ولګېدله. ددې  مطلب دا کېږي چې کله دا ټکر رامنځته کېدلو نو زمونږ ګلې زمکه هغه مهال د ۳ بیلیونو کالو پیغله وه، ځکه چې زمکه اوس د ۴ بیلینو کالو ده، او هغه مهال چې کله دا ټکر رامنځته کېدو نو هغه وخت د ځمکې په سر لا چا سترګې نه وې پرانیستې. دغه ټکر او یا هم د دې دوو بلیک هولونو له یو بل سره ډغرې چپو دومره اوږد وخت واخیستو چې په زمکه ژوند ساه هم واخیسته او په انساني بڼه خپل زلمیتوت ته هم ورسېدو. د ژوندون په دغه زلمیتوب دور کې انسټائین هم پیدا شو او ددغسې چپو وړاندوینه  يي وکړه، له هغه را وروسته بیا نور انسان لاس په کار شول او د یو ماشین په اختراع (لاییګو) سره يي دا چپې هم ثبت کړې.   

Read 589 times Last modified on Friday, 19 February 2016 18:19

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes