Monday, 18 December 2017
ژباړې او څېړنې

ژباړې او څېړنې

لیک: افراسیاب خټک

هغه پوښتنه چې د پاکستان د جوړېدو د اولې ورځې څخه راولاړېږي هغه دا ده چې ایا دا هېواد (پاکستان) د اسلام لپاره جوړ شوې او که د مسلمانانو لپاره؟

د مسلم لیګ د اکثرا مشرانو له نظره دغه هېواد د مسلمانانو لپاره جوړ شو ترڅو مسلمانان په دې هېواد کې خپل ژوند پرته له کوم وېرې او ترس څخه تېر کړي.

شه (Shi/势):

د چینايي کتلور د هر اړخیزه فکر او د بدلون د فلسفې بنیاد دا دی چې دوي کله هم په نړېواله ستراتیژۍ غور کوي نو د شه (Shi/势) په پام کې نیول د دوي مرکزي نقطه وي. چین چې کله هم د کوم ځانګړي حالت او د هغه د ذاتي وړتیا په اړه سوچ کوي نو دوي تر بل هرڅه زیات په «لوي انځور» زیات ټینګار لري. لکه څرنګه چې مو په نورو بحثونو کې هم ولیدل، تر هغه چې نړیوالو اړیکو خبره کېږي نو شه (Shi/势) د نړیوال وضعیت ته په کتو سره له دوه مهمو نقطو څخه بحث کوي (۱) ټاکل شوې ځانګړنې (۲) د نړیوال واک جوړښت

د ټاکل شوو ځانګړنو سم درک او پېژندنه زمونږ موضوع ښه پسې روښانه کوي یانې دا په ګوته کوي چې د چینایانو نړۍ لید څرنګه دی.  چین د ۱۹۷۹م کال نه را پدېخوا د خپلو ټاکل شوو ځانګړنو له امله په نړیواله ټولنه کې کومه غټه حصه او برخه نه ده اخیستې، بلکه یوه داسې تګلاره يي غوره کړې ده چې نورو انقلابونو او جنګونو ته ضرورت نشته دی، البته یواځې سوله او پرمختګ ته ضرورت دی.

د تحلیل چوکاټ پر بنسټ درې مفهومونه

د چین د بهرني سیاست او تګلارې په اړه نړېوال تحلیلونه او بحثونه له درې کلیدي نقطو څخه بحث کوي چې هغه عبارت دي له :  (۱) شه (Shi،势) (۲) پېژندګلوي (۳) ستراتیژي.

 شه (Shi،势) یوه چینايي اصطلاح ده کوم چې د واک په عمومي جوړښت، او له  ټولو هغو هڅو، لارو چارو او جریاناتو د بدلون څخه بحث کوي چې په هغه کې نړېوال لوبغاړي څرنګه او په څه ډول معامله کوي. شه (Shi،势) یوه چینايي لرغونی مفهوم دی چې په نورو ژبو کې دې ته ورته کومه معادله اصطلاح وجود نه لري، خو په ډېرو ژبو کې دغه اصطلاح په مختلفو ډولونو سره ژباړل شوې ده لکه: اختیارات، د شیانو تمایل، حالات، ځواک یا بالقوه او همداسې له ښایست څخه نیولې بیا تر نظامي ستراتېژۍ او سیاستمدارې په ګڼو برخو کې ترې ماناوې اخیستل کېدای شي. چینایان په دې اند دی چې یو فیصله باید د شه (Shi،势) په پام کې نیولو سره ترسره شي، چې د فیصلې کولو دغه جریان د نړېوال جوړښت/نظام (国际格局) په پام کې نیولو سره په یو ټاکل شوي وخت او په لویه کچه سره د معاصرې نړۍ تمایلات تشخیصولو په صورت کېدلاې شي.

د چین د پرمختګ په اړه د بحثونو لومړی دور په کال ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کالونو ترمنځ شروع کېږي، دا هغه مهال ؤ چې کلتوري انقلاب ایله پای ته رسېدلی ؤ. چینایان په دغه موده کې لا د ماویزم د ایډیالوجۍ «Two Whatevers» څخه لا پوره نه ؤ ازاد شوي. د «Two Whatevers» ایډیالوجي د ماوڅه دونګ لخوا په داسې اصولو سره جوړه شوې وه چې هرڅه ماوڅه دونګ وویل هغه باید په پټو سترګو ومنل شي او په هغه کې نورو پوښتنو او ګېروېږنو ته ضرورت نشته. دغه مناظرې او بحثونه په دې اړه ول چې په څه ډول حقیقي معیارونه وضع کړل شي. ددغو مناظرو خاص تمرکز په دې ؤ چې نظریات باید وازمایل شي او هغه ته څرنګه د عمل جامه ور وغوندل شي. دنګ شیاوپینګ «邓小平Deng Xiao Ping» په ځانګړي ډول د «Two Whatevers» نظريي سخت مخالف ؤ، هغه مشورې کولې او په دې لټه کې ؤ چې حقیقت باید له تجربه شوو فکتورونو څخه په لاس راوړل شي. د دنګ شیاوپینګ دغه کار هغه څه ول چې ټولو چینایانو ته يي ذهني ازادي وروبخښله. ددغو

وروستۍ څېړنې او په لویه پیمانه اکاډیمیک مرکزونه، تینک-تینکس جورنالونه او رسنۍ په دې مصروف دي چې چینايي ټولنه وڅېړي. هغه څه چې مونږ ترې ناخبره یو هغه دا دي چې دغه څېړنې او پلټنې به دچین په بهرني سیاست څومره اغیزه ولري؟ یانې دا چې مونږ او تاسې په تیاره کې ساتل کېږو چې د چین حکومت ته به د عام خلکو نظریات او رائې څومره د ارزښت وړ وي او دا به د دوي بهرني سیاست په جوړښت کې څومره مهم رول لري.

 د دوستانو دغه ګټګوري هم د «د یو بل لپاره سر ورکوونکي دوستان 生死之交» ته ورته دي. سرخندونکي دوستان هغه دي چې د یو بل لپاره د ژوند تر اخري سلګۍ پورې ولاړ وي. د دوستانو د غه ډله د  « د جنرال او وزیر د پخلاینې 将相和» او د یو مشهورې فولکلوري سندرې (اوپرا 京剧 ) د «د عاجزانه بخښنې غوښتنه 负荆请罪» څخه سرچینه نیسې. وايي چې لي ان پوا (廉颇) او لين شیانګ رو (蔺相如) دوه حکومتي چارواکي ول. لي ان پوا یو پوځي جنرال ؤ او په پوځي هنرونو (مارشل ارټس) کې يي ساری نه درلود، برعکس لین شیانګ رو یو عالم او لیکوال سړی ؤ چې له پوځي هنرونو څخه برخمن نه ؤ. یوه ورځ لي ان پوا د لین شیانګ رو ته ددې لپاره چې کمزورې ؤ نو هغه ته يي په سپک نظر وکتل، مګر لین شیانګ رو چې د قلم خاوند ؤ نو د لي ان پوا په مقابل کې يي هیڅ عکس العمل ښکاره نه کړو. د لین شیانګ رو دغه رد عمل نه ښکاره کولو لي ان پوا ډېر شرمنده کړو. لي ان پوا د شرمندګې له امله خپل کمیس وویستلو او پر شا يي د ګلاب اغزنې څانګې وتړلې او د لین شیانګ رو کور ته ورغلو. لي ان پوا له لین شیانګ رو څخه د خپل سپک عمل چې هغه ته يي په ټیټه سترګه کتلي ول د سزا غوښتلو غوښتنه وکړه، مګر لین شیانګ رو چې یو صبرناک او د زغم وړ کس ؤ هغه يي وبخښلو او له هغه وروستو دواړه د ژوند تر اخره سلګۍ یو له بل سره کلک دوستان پاتې شول او د هغه وخت بادشاه جاو «赵王» په خدمت کې يي اوږه په اوږه کار وکړو.

۵. د عمر په توپیر سره دوستان (忘年交):

د ملګرتوب دغه ډول د عمر، کورنۍ، حیثیت او وغیره څيزونوڅخه صرف نظر کوي، او دواړه خواوې د یو بل سره د صمیمیت اړیکې او یو پر بل ګران وي او ددوي ترمنځ هیڅ کوم راز د یو بل څخه خوندي نه وي. د دوستۍ د دغه ډول په اړه یو خورا مشهوره کیسه شته دی. وايي چې د هان کورنۍ د اقتدار په وخت کې هر خوا ته وسله وال ډلې وې او په هېواد کې نامني خپل اوج ته رسېدلې وه.«کونګ رونګ» او «مي خنګ» دوه دوستان ول چې دواړو په ادب کې ډېر لیاقت درلود.  «کونګ رونګ» چې عمر يي په پنځوسو کې ؤ او «مي خنګ» چې عمر يي د شلو ته رسېدلې ول خورا صمیمي دوستان ول او هر ځای کې به يي د یو بل ستاینه کوله.

د ګرییویټي چپې د انسټائین د تیورۍ یوه وړاندوینه (prediction) ده. دې تيورۍ ته عمومي نسبیت (General Relativity) وايي.

انسټائین دغه تیوري په کال ۱۹۱۵ کې پوره کړه او او په کال ۱۹۱۶ کې يي د دې تیورې پر مټ د دې چپو وړاندوینه وکړه. د نوموړې تیورۍ سره د زمان ومکان (سپیس-ټیم) انساني تصور بیخي بدل شو. د انسټائین ترمخه د زمان ومکان دواړه مطلق او حتمي(Absolute) ګڼل کېدل. مانا دا چې وخت د هر چا  او د هرڅه لپاره یو شان تېرېږي،  او مکان یو داسې اډانه ده چې څیزونه پکې پراته دي خو د وخت په تېرېدو سره پکې پیښې خو کېږي مګر په مکان کې بدلون نه راځي. د مکان(سپیس) مثال  د یو سټیج ؤ چې د کردارونو په بدلیدو سره پکې بدلون نه راتلو، او وخت یو داسې بهیدونکې ویاله وه چې په هر چا یو شان تېرېدو. مګر انسټائین بیا دا نظریه ورکړه چې وخت په هر هغه چا په کراره تېرېږي څوک چې د ګریویټۍ دننه ژوند کوي، او څوک چې د ګریویټۍ نه بهر وي په هغوي وخت زر زر تېرېږي. یانې مطلب دا چې څیزونه زمکې ته ځکه راغورځېږي چې هر یو څیز غواړي چې پخپله خوښه هغه ځای ته ولاړ شي چېرته چې وخت په کرار تېرېږي، دا چې زمکې ته نژدې ګریویټي زیاته ده نو ځکه هر څیز غواړي چې زمکې ته نژدې پاتې شي چې دې ته په وخت/ټایم کې ګږلیچ/خم وايي. همدارنګه انسټائین به ویل چې مکان د درنو څيزونو په موجودګۍ کې  راغونډېږي (جول کوي) چې دې ته بیا په مکان(سپیس) کې کږلیچ وايي چې دغه دول انسټائین د ګریویټۍ په تعبیر سره په زمان او مکان (سپیس-ټایم) کې د کږلیچ په ژبه کې وکړو.

د ګرېوي ټي چپې/موجونه د څه چپې/موجونه دي؟

د ګرېوي ټي چپې/موجونه د په زمان و مکان (سپیس-ټایم) کې چپې دي. د بیلګې په توګه: په سمندر کې موجود موجونه د اوبو موجونه دي، لکه څنګه چې د رباب ترنګ، د هارون باچا یا قربان! او د زرڅانګې خوږ غږ په هوا کې د اوازونو چپې دي، لکه څنګه چې د رڼا رنګونه او پلوشې په بریښنايي میدان (الیکټریک فیلډ) کې چپې او موجونه دي. نو همدغه ډول کله چې په زمان او مکان په غوړیدلي څادر کې کله هم چپې پیدا شي نو هغې ته د ګرېوي ټي چپې وايي:

د روان کال د فرورۍ په یوولسمه ساینس پوهانو د ګریوي ټیشنل ویوز ( د ګریوټي چپې) د زمکې څخه د تېرېدو په پخلې وکړو. دا چپې چې د نن ن کابو ۱.۳ بیلینه کاله پخوا د دوو بلیک هولونو د یو بل سره د ټکر په او یو کېدو په نتیجه کې رامنځته شوې وې دا دې تېر کال په ۲۰۱۵ کې زمونږ استوکنځي (ځمکې) ته راورسېدې.

۴. د یو بل لپاره سر ورکوونکي دوستان (生死之交):

د «دري اتلانو ناول» چې د چینايي ژبې د کلاسیکو ناولونو له جملې څخه دی د دغه ډول دوستۍ یو غوره مثال دی. «لیوبې»، «ګوان یو» او «جانګ فې» په نوموړي ناول کې درې اتلان یاد شوې دی چا چې ډېر لوړې ارزوګانې درلودې. وايي چې دې درې واړو د شفتالانو په یو باغ کې سره ولیدل، که څه هم دغه درې په مختلفو ورځو، میاشتو او کالونو کې زېږېدلي ول مګر بیا يي هم سوګند پورته کړو چې که مونږ مرو نو واړه به په یو ورځ مرو. دا د ډېرو چینایانو ځانګړنه ده چې ملګرتوب په هرڅه پورته ګڼي خصوصاً په هغه وخت کې چې کله په ورولۍ سوګند کوي. د دې مطلب بلکل د الیکس زنډر ډومس هغه خبرې ته ورته دی چې په «درې ټوپکوال»ناول کې يي کړې ده «ټول د یو لپاره، او یو د ټولو لپاره 人人为我,我为人人».

۳. د شریفو خلکو دوستي

د تانګ کورنۍ شاهي دوره کې یو کس ؤ چې «شوئ رن ګوې» نومېدلو. «شوئ رن ګوې» او د هغه ښځې د غربت ډېرې بدې ورځې شپې تېرولې. یو وخت «شوئ رن ګوې» په پوځ کې برتي شولو، په یو جنګ کې د بهادرۍ له امله ورته بادشاه لخوا د جنرالۍ رتبه ورکړل شوه. د جنرالۍ د رتبې له اخیستو وروستو نوموړی کس په خپل ښار کې د یو لوړ مقام او منزلت خاوند شو. د جنرالۍ د رتبۍ له اخیستو وروستو کله چې خپل کلي ته راستون شولو نو ټول د لويو خاندانونو او مقام خلکو هغه ته تخفې ډالۍ کړې مګر هغه د ټولو ډالۍ رد کړلې او یواځې د یو کس تخفه يي قبوله کړه چې هغه یو عام ښاري وګړې «وانګ ماؤشنګ» نومېدلو. د وانګ لخوا ډالۍ شوې تخفه د لیانګ تان وائین (یو ډول شراب) ول. کله چې «شوئ رن ګوې» د شرابو بوتل خلاص کړو نو پته ورته ولګېده چې په په هغه شرابو بوتل کې د لیانګ تان شراب نه بلکه د څښاک اوبه وې، خلکو فکر وکړو چې وانګ په دغه کار سره د «شوئ رن ګوې» بې اخترامي وکړه مګر «شوئ رن ګوې» بیا هم له دغه بوتل څخه درې جامه وڅښل. وانګ ماؤشنګ که څه هم په غربت کې ؤ مګر په هغه غربت کې يي د «شوئ رن ګوې» د کورنۍ سره ډېر وارې مرستې کړې وې، او دغه وخت د وانګ په وس کې یواځې سپینې اوبه وې چې «شوئ رن ګوې» ته يي په تخفې کې وړاندې کړي. کله چې خلک له دغه خبرو څخه خبر شول نو ټولو ډېر تعجب وکړو او وانګ يي ډېر زیات وستائېلو.

1. تصادفي (萍水之交): چینایان په تقدیر او قسمت کلکه عقیده لري، تصادفي ملګري پیدا کول هم دوي په قسمت او تقدیر پورې تړي. همدا چې تصادفي سره مخامخ شي نو دوستي يي هم له همدې ځایه شروع شي چې همدا د تصادف اساس ګڼل کېږي. 
هره ورځ خلک له لس ګونه خلکو سره مخامخ کېږي، ډېر شمېر یو تر بل د مخه تېرېږي، او دوي همېش لپاره د یو بل سره نابلده پاتې کېږي او شاید چې هېڅکله هم د یو بل سر اشنايي پېدا نه کړي، خو یو کم شمېر بیا د یو بل په ژوند کې پاتې کېږي، چې دا پاتې کېدل يي بیا تقدیر ګڼل کېږي. شاید یو کس چې یو موده مخکې تاسې سره په بل ځای کې مخ شوې ؤ، کېدای شي راتلونکي وخت په یو بل ځای کې له تاسې سره بیا مخامخ شي. همدغه یو له بل سره تصادفي مخامخ کېده په کرار یو د بل سره د پېژندګلوې لاره هواروي او یو د بل ښه دوست جوړېږي. 

څلور ډوله خلک

1.             نیک خویه خلک (君子): چینايان نیک خویه خلک د بانکس له ونې او یا هم د نیلوفر له ګل سره مشابه کوي. دوي فکر کوي چې نیک خویه خلک له استعداد لرونکو خلکو څخه غوره دي ځکه چې نیک خویه خلک مهذب، نیک او هوښیار وي. دغه ډله خلک نه یواځې دا چې اخلاقي وي بلکه ددې برسېره حیاناک، منظم او د ډیسپلین ساتوونکي دي. له دغه ډول خلکو سره دوستي کول به واقعي چې د ښه نصیب والا کس وي.
نوټ: علمي او اکاډیمیک خلک هم په دغه ډله خلکو کې شمېرل کېږي.

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes