خبري شننې

ننوتل

سوله یوه نړیواله غوښتنه

سوله یوه نړیواله غوښته

د بشریت  او تمدن تاریخ له خپل پیل سره  په وینو لیکل شوی دی. انساني حرث ،  غرور او ډار د دې لامل ګرځیدلی چې انساني ټولنې د یو بل په وړاندې د خونړیو جګړو ګامونه پورته کړي.
په نړۍ کې د لیکل شوی تاریخ له مخې هر هیواد او هرې وچې دا خونړۍ جکړې د یو بل په وړاندی تیرې کړي دي. په هره جګړه کې بې شمېره انسانان وژل شوی ، ښارونه وران شوي او نه یوازی دا بلکه همدغه انساني حرث  دی چې  د صنعتي انقلاب د راتګ سره یې د نړې ځنګلونه تباه کړل ، اوبه یې پلیتې کړې او د نړۍ اقلیم یې له داسې ګواښ سره مخامخ کړی چې د عمومي اقلیم تودوښه دومره لوړه شوې چې د نړۍ او زموږ د ښکلې کرې یعنې زمکې شتون یې له ډیر جدي ګواښ سره مخ کړیدی.
په بشري تاریخ کې شلمه او یوویشتمه پیړۍ تر ټولو خونړی دوران دی. همدا شلمه او یو ویشتمه پیړۍ وه چې په اروپا کې لومړی نړیوال جنګ رامنځ ته شو او میلیونونه انسانان او لسګونه ښارونه پکې وران شول. همدا پیړی وه چې پکې  د نړی سیاست والو  د نظري او اقتصادي پرمختګ کې له یو بل سره د

توپیر په موخه اټومي وسلې جوړې کړې او نړۍ یې د اټومي وسلو د وژونکي ګواښ سره مخ کړه. دویم نړیوال جنک چې دا په اروپا کې پیل شو اغیزې یې د نړۍ هر ګوټ ته ورسیدې او یو ځل بیا د میلیونونو انسانانو او سلګونو ښارونو د تباهۍ سبب وګرځید. د امریکا متحده ایالاتو د لومړي ځل لپاره د اټومي وسلو استعمال هم په همدې پیړی کې وکړ او دا بمونه یې د جاپان په یوریشیما داسې استعمال کړل چې له کبله یې هر ډول ژوندی موجود هلته له منځه ولاړ او تر نن ورځې هلته د ژوند زیږنده له ناروغیو سره مخ ده.
زموږ ګران هیواد افغانستان هم له پیړیو پیړیو راپدې خوا د خونړیو بهرني او کورني جنګونو ښکار دی. زموږ په سوله  مین او ښاغلې ملت له ډیر پخوا د نړۍ د زبرځواکونو د شیتاني او ناوړه لوبو په لومه کې د غم او نیستۍ شپې ورځې سبا کوي. سره له دې چې ټول فلسفي او او اخلاقي استدلالونه د نن او پرون جنګونه غندي او د هر ډول ستونځو او توپیرونو د حل لاره  په دیبلوماسې او د خبرو اترو له لارې روښانه ګوري ، خو بیا هم ځیني شیتاني او ظالم نظامونه خپلې بې مفهومه او غیر انساني اهداف په جنګ کې ګوري. افغان جرګه چې یوه  افغاني او خپلواکه ویب پاڼه ده، د نړۍ ټولو انسانانو او په تیره بیا افغانانو ته د ( سوله یو نړیواله غوښتنه ) په نوم یو بلن لیک لري  هیله ده له موږ سره همکاري وکړی. موږ په نظر کې لرو چې  له همدې لارې خپل افغان ملت ته د سولې د ارزښت او سولې ته د رسیدو په موخه د همدې ویب پاڼې له لارې اړوند ه لیکنې، کتابونه، شعرونه او  څیړنې وړاندې کړو. افغان جرګه له ټولو روښاندویه او ملت پاله افغانانو څخه هیله لري چې موږ په خپل مسلکي او علمي لیکنو ونازوي او د وطن په وړاندې خپله وجداني دنده تر سره کړي.  د یوې تل پاتې سولې په هیله له تاسو څخه مننه

په ډیره درناوۍ

د افغان جرګې اداره

Comments (865)

2500 characters remaining

Cancel or

  • qutzvvyanbz
    JRV5TM qwcadjjtpmsn, haewfiguwmfq, vdbmykbpmoze, http://kzyxewzmwyls.com/
  • qutzvvyanbz
    JRV5TM qwcadjjtpmsn, haewfiguwmfq, vdbmykbpmoze, http://kzyxewzmwyls.com/
  • lvzqpxjns
    r6q1sJ upwoziuxbgil, sppfxxxamawy, qbemiyffklrz, http://gagemrtcpqpe.com/
  • lvzqpxjns
    r6q1sJ upwoziuxbgil, sppfxxxamawy, qbemiyffklrz, http://gagemrtcpqpe.com/
  • lvzqpxjns
    r6q1sJ upwoziuxbgil, sppfxxxamawy, qbemiyffklrz, http://gagemrtcpqpe.com/

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube