خبري شننې

ننوتل

بي بي سي زموږ ارګ ژوندۍ ساتلې ده

(په شرع کې شرم نه وي) وايې يو وخت يو ښځه چې د ماشوم و زېږولو ته نږدې سوه نو کوروالو غوښت چې په يو ټوکر يې پټه کړي. سم دستي خو ټوکر په لاس ور نه غلو خو په څنګ کې يې د ميړه پرتوګ پروت وو يو چا ږغ وکړ چې په دې پرتاګه يې پټه کړئ. دې ناجوړه ښځې نټه وکړه او و يې وويل چې – په دې مي مه پټوئ، ماته راپېښه هم له دې پرتاګه ده –.

په اتيايمه لسېزه کې چې زموږ هيواد د کوم ناورين له کبله لوټې لوټې اوملت خور وور سو په دې کې له نور څه سره سره د لوېديځ د رسنيو (مېډيا) هم غټ لاس وو. دې رسنيو د اشرارو د روحيې د اوچتولو دپاره پخپلو خپرونو کې د دوئ دروغځنې سوبې په اوچت ږغ خپرولې چې

له کبله بې د عام ولس د خپل هيواد له امنيت زړه مات سو، ليا به ګډوال سوه او ليا به د ځان د ژغورنې دپاره د اشرارو ملګري سوه. دوست او دښمن ټولو بي بي سي اورېده او د بي بي سي خپرونې به له بې بنسټه پروپېګېنډو او دروغو ډکې وې. زموږ يو ملګری وايې – چې دښمن زموږ هيواد د لندن د يو کوڅې، د يوې ودانۍ له يوې وړوکې تورې کوټې را لوټې لوټې کړ –.

د ټي وي او انټرنيټ له راتلو سره بي بي سي د خپل شتون د ساتلو دپاره هلې ځلې کوي. په دې تېرو څو کالو کې يې له نورو څانګو سره سره له پښتو څانګې يو زيات شمېر کارکونکي له کاره ګوښه کړي دي. که چېري د بي بي سي پښتو ويبپاڼه له نورو سره پرتله کړل سي نو د دې شېطاني نيمګړتياوې به په رډه ښکاره سي. د نورو ژبو په پاڼو کې چې ساينسي ليکنې او څېړنې، د ساتېري راپورونه، د وګړ پېژندنې او ستاينې راپورونه، ژباړې،  ادبي، کلتوري او تاريخي راپورونه پور کومه کچه خپرېږي په پښتو پاڼه کې به هغه څه بېخي نه سي ښکاره. بلکه د شېطانت او لځ دپاره به داسې راپورونه رابرسېره کېږي چې هغه به زموږ ملي روحيې ته زيان رسوي او د روانې ورانکارۍ په ګټه به وي. د دې باوجود چې نړېواله ټولنه په يوه لاس د افغان دولت مرسته او په بل لاس د تاليب ملا غړي خو بيا هم زموږ پر مختګ د نړۍ پر کچه په لوړو وده کونکيو هيوادو کې راځي. له دې سره سره موږ په دې وياړو چې د ډېرو غمو او ناخوالو باوجود افغانانو د ژوند په هره شعبه کې بې شمېره ستر کارونه کړي دي، خو د بي بي سي په راپورو کې به دا هيڅ ستاسو په پام کې رانسي. دبي بي سي په راپورو کې د تاليبانو د وياند دعوې، که چېرته يو دولتي معمور يو سل افغانۍ له يو چا اخيستې وې ليا يو ځوان عسکر د نړيوالو سامراجي رسنيو د پروپېګېنډو تر تاسير لاندې راغلی وو او يو دوه نړيوال عسکر يې وژلي وو هغه به پر بي بي سي ويبپاڼه د اتل په څېر وړاندې کېږي. زموږ د ملي سود خپرونې د بې بي سي دپاره بې مانا او بې متلبه کار دی.

د دې هرڅه باوجود نه پوهېږم چې زموږ ملي مشران ولې پر دې توره بلا داسې مين دي؟ لومړي خو موږ د ليک لوست کار ډېر لږ کوو، بيا که چېري د ليک لوست وړ يو مشر راکې پيدا سي هغه بيا په دې رنځ اخته وي چې خپله خبره او خپله ليکنه تر خپلو خلګو د بي بي سي له لارې رسول اړين شمېري. يوه ورځ ګورو د بي بي سي پر پاڼه د ولسمشر ليکنه راسي، بله ورځ د ازادې جرګې په ترڅ کې د اوچتو دولتي چارواکيو ازموينې روانې وي، چې ګورو د بي بي سي پر پاڼه د حنيف اتمر ليکنه و ځلېږي، بله ورځ امرالله سالې ليکنې کړې وي بله ورځ د ولسمشر وياند خپل يون ليک خپور کړی وي. دا بيا کومه دنده ده؟؟ د بي بي سي خپل معيار دومره ټيټ دی چې د بې کسۍ له کبله د خپلې ويبپاڼې د خېټې د ډکولو دپاره په خلګو پسې د ليکنو دپاره زنګونه وهي. خو زموږ مشران بيا هم پر مين دي. که د پاڼې و هويت ته په ځير وکتل سي نو دا دعوا به بې ځايه نه وي چې په ټوله پاڼه کې تر ټوله مهيمه جز زموږ د هيواد د لوړپوړيو چارواکيو ليکنې وي، کني د روانو چارو راپورونه خو پر انټرنيټ تر بي بي سي په ښه توګه له نورو پاڼو هم تر لاسه کېدای سي. فکر کوم که زموږ دولتي چارواکی دا ليکنې و نه کړي دا ډېره شونې ده چې د بي بي سي پښتو څانګه او پاڼه به له مينځه ولاړې سي. په دې ورستيو کې بي بي سي ژوندۍ ساتلې زموږ دې مشرانو ده. خو چې بيا د سپکاوي وار راسې بياپر دې پاڼه تر هرچا ډېره سپکه هم د دوئ کېږي. زه نه پوهېږم چې زموږ دولت دا افغان ملي راډيو ټيليوېژن د چا او څه دپاره جوړ کړی دی؟؟؟ که چېرته ملي ټيليويژن ډېر کتونکي نه لري نو د کتونکيو د جوړېدو لاره خو هم دا ده چې لوړپوړي دولتي چارواکي هلته خپلې څرګندونې وکړي. پر ځای د دې چې زموږ ولسمشر بي بي سي ته خپله ليکنه کولای دا به ښه نه وو چې زموږ ملي ټيليويژن يو ويبپاڼه درلودای اوهلته دا ليکنې خپرېدای؟؟  له يو څو کالو ورسته به دا پاڼه ارو مرو دومره پر مخ تللې وه لکه د نورو رسنيو.

ځه چې هر څه دي زموږ د ارګ ماڼۍ، لوړپوړو ناستو او ګوښه سويو دولتي چارواکيو دي کور اباده وي چې بي بي سې يې ژوندۍ ساتلې ده. بلکه زه به دا وړاندېځ هم وکړم چې هسې هم موږ خپل ملي راډيو او ټيليوېژن ته د قدر په نظر نه ګورو نو ښه به دا وي چې له مينځه يووړل سي او کلنۍ بوديجه يې بي بي سي ته ورکړل سي. هسې هم پر موږ هغه پرتوګونه ډېر ګران دي له کومو چې راپېښه ده.        

Comments (1)

2500 characters remaining

Cancel or

  • Sahoo Barlas
    ژوند ژوند. څومره ښکلې ليکنه ده. قلم دي نور هم بريالی شه

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube