خبري شننې

ننوتل

سوات ملاله څنگه پیدا کړله ؟ شپږمه برخه

سوات ملاله څنگه پیدا کړله ؟ شپږمه برخه

د ٢٠٠٦ په اخیره کې د فضل الله په راډیو د قران پاک تلاوت او د خپلې خوښې حدیث بیانول ډیر کم شول، کال ٢۰٠٧ وو چي په یو ساعت بیان کې به ٥٠ دقیقی د ښځو په تعلیم او د هغې په منفي اغیزو بحث وو.د ښځو په جامو ، ناسته پاسته ، کړه وړه ، هر هغه څه وو چی د ملای سیب اعتراضات به پرې د ختمیدو نه وو 
د ٢٠٠٧ کال د لال مسجد پیښې هر څه په بله واړول. دلته په سوات کې د تعلیم په ضد یو کمپاین روان وو او په اسلام اباد کې د لال مسجد کیسه کیږي ، هم هغه وختونه وو چي فضل الله د جهاد اعلان کوي د پرویز مشرف او امریکا نه بدل اخلي ، او د هغې بدلې لپاره د سوات د سړو سرونه په وینو لمبوي.
د اسلام اباد په پیښه کې هم ډیری ماشومانې جینکۍ د یوی سترې لوبې د پیل کولو لپاره قربانۍ شوې
ملا یا خو په خپله چاړه راواخلي ، په مسلمان د کافر تور ولگوي او بیا ي حلال کړي او یا هغه مسلمانان د ځان سره ملگري کړي او په نورو ي حلال کړی

د پاکستان پوځ د ١٩٥٣ د احمدیانو د ١٩٧١ کال د بنگله دیش د مسلمانانو دوژنې نه ورسته په وینو څښکلو اموخته شوي وو. هغوي د پښتنو د وینې په بیه پوهه وو ، په دی سیمه کې د افغان وینه هغوي په ډیره لوړه بیه خرصولې شوه.
د ٢٠٠٧ م کال د جولاي په میاشت کې د پاکستان یو مشهور ټيلیوژنې چینل ای ار واي ، د ملا فضل یوه مرکه خپره کړه ، چی په هغې کې فضل الله خپل دریځ په مکمله توگه باندي وولس ته وړاندې کړو. دا هغه مرکه وه چي د هغه ملاتړ کونکي ادارو هغه ټولې نړۍ ته د یو خطرناک ترهگر په توگه معرفي کړو
چی کله فضل الله په نړیوال کچه پیژندگلو ترلاسه کړه . د هغې نه وروسته به هغه په خپله د ماښام په اته بجې په بیان ډیر کوم راتللو ، او د هغه مرستیالان لکه ، شاه دوران به په ټول ټول ساعت په راډیو خبری کولې. شاه دوران د منگورې ښار ته نژدی د قمبر کلې اوسیدونکې وو. د هغه گاونډیان واي چي به ي په سایکل باندی د ماشومانو د لبو شیان خرصول، او یو وخت داسی وو چي ډیر په نیستۍ کې ي تیر کړې. اوس د فضلالله ښې لاس شولو
د شاه دوران پشان ډیر داسي نور شته دې چي هغوي د نیستۍ د لاسه د پیسو لپاره ، د فضل لله ملاتړ او په راډیو ټوله ورځ ناست د دین کاروبار کولو. د فضل الله ایف ایم راډیو لکه د مرگ په قیدیانو پهره دار وو، د سوات خلک د مرگ په سزا بندی او د بی دینه، ناپوهه فضل الله ، نا پوهه شاگردانو هره شپه د یو یو تن نوم د اعدام لپاره اعلانوو 

په کور کې ناستی پیغلې هم خوندې نه وې. د غیرتې قوم د لونړو ، پیغلو نومونه په دغه راډیو خلکو واوریدل. په ٢٠٠٨م کال کې یو ځلې شاه دوران واي ، د سیدو کالونۍ پلوشه که چیرې د سبا نه ښونځای ته لاړه نو د گرین چوک بازار کې به ي سر خلک ووینې. په سبا له د پلوشې ټوله کډه روانه شوه، د سوات نه ووتل ، د خپل بابا د خاورې نه ملا وویستل. ځکه چي دا زمکه د خدای وه او د خدی په زمکه د هغه خلکو ځای نشته چي څوک د لوی خداي احکامات و نه مني. فضل خدای شوې وو. 
د لوي خداي احکامات وو او که د ملا د خپلو بادارانو احکامات وو. د ملا باداران چی د پښتنو په زمکه د پښتنو د ضعیفه کولو لپاره د ملا مرستې ته اړ وو ، په خپله به هله راغلو چي په قام پښتون ملا به د خپل ورو ښپی لاسونه پری ( غوڅ) کړي وو 

د ٢٠٠٦ نه واخله تر ٢٠٠٨ پورې د سوات په کور کور کې و یره خپره شوي وه. کله چي به هغه مشر چي د ټولو خلکو لپاره به ي خبره کوله د هغه په ډیر زلم او تشدد سره بیل کړی شوی سر به په یو کوڅه کې وموندل شو. دا تر ټولو لویه د ویرې خبره وه. او بیا عادي خلک هم خوندي نه وو
ملگرو ، همځولی به راغونډ شو پخوانۍ کیسې به ي کوالې چی څنگه به سوات یو څو کلونه مخکښې د امن ښکلا کور وو. څنگه به د شپی ملگري د موسیقۍ په محفلو کې یو ځای سره ناست وو. د سوات د امن قدر په دې وختونو کې سواتیانو ډیر ډیر وکړو. پخوا به خلکو د ژوند سره ملگري په نورو مسلو لکه روزگار او داسی نورو شیانو ژړل اوس خلکو خپل خپلوانو په مړو ژړاگانې پیل کړي وې 
په کیسه هیڅ څوک نه دی پوهه ، څه روان دي، د یو عادي سواتي نه تپوس وکړه واي چي د امریکی او هندوستان په گډه دوسیه ، سازش دې

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube