خبري شننې

ننوتل

د ډاکټر نجيب الله سياسي مفکوره او موجوده چېلنجز

د ډاکټر نجيب الله سياسي مفکوره او موجوده چېلنجز  د نړۍ ژوندي قامونه يو اړخه که خپله ماضي نه هېره وي مګر بل اړخ ته خپل حال هم له لاسه نه ورکوي. د خپل وخت پر نبض (The Spirit of Time) باندي لاس شولو وروسته بيا د دوی دپاره د ژو ند په بېلا بېلو څانګو کښي بدلون خپلول اسانه شي. دا ډول د دواړو په شريکو هڅو يعني د خپلي ماضي د تجربې او د حال د پوهني او ټيکنالوجي په مرسته د خپل غوره سباوون لاري چاري سنجوي. دا خبره څرګنده ده چي له ماضي څخه د حال او له حال څخه د روښان مستقبل په لوري شعوري يون کولو کښي د قامي قيادت ډېر ستر کردار وي . نو که چيري د قام مخور او مخکشه خلګ په خپل قامي اهدافو باندي خبر وي، قامي او نړۍ واله حالات واقعات يې په نظر کښي وي، په جديد علمي جهان بيني خپل ذهنونه ورسره منور کړي. او د هغو ملي ګټو لاس ته راوړلو دپاره له تنظيمي پليټ فارم څخه سنجيده او مخلصانه مبارزه وکړي. نو بيا به هرومرو  هر ملي ارمان او مرام سر ته رسېږي. دا بيا د قيادت غړ غشه جوړېږي چي څنګه دوی قامي وګړي د قبوليت پر ځای د قابليت پر بنياد په خپلو خپلو دندو وګماري د

درست قام د سيالۍ او سو کالۍ لپاره څنګه د هغو له صلاحيتونو څخه کار واخلي، او څنګه هر بچی د قام بچی ثابت کولو لپاره One for all and all for oneولوله راوپاروي. د قامي سياست په هکله يوه خبره بايد په ډانګ پيلې وشي چي قام د معاشي اسودګي او خپلواکه ژوند څښتن جوړلو په وخت به د قامي جنګ سره څنګ پر څنګ طبقاتي جنګ هم جاري ساتې. که چيري په قامي سياست کښي طبقاتي مبارزه له پامه وغورځول شي بيا به ټوله قام د اغيار په شکنجو کښي شکېل شي، قامي سياست او معيشيت به تر چند زردار او زور دارو پوري محدوده پاته شي. او سياسي سازمانونه به د نواب،ملا،پير،خان او سردار په اجاره داري او ټهيکيداري بدل شي.

نه منم نه منم مرګ انجام د هستی نه دی

خلاصېدل شراب په جام کښي اختيتام د مستۍ نه دی

      ويل کيږي چي زمری که هر څومره کمزوری او ټپي شي بيا هم دګيدړ په مينځ غوټ پرېکولو توان پکښي موجوده وي.  موږ ټينګ باور لرو چي د افغان خلکي قائدينو دپارون په نظريه او مبارزه کښي نن هم دومره توان او قوت شته چي اوسني پښتون افغان ته ورڅرمه چيلنجز مخ نيوی وکړي. او دغه د خلقي قائدين د لوی والي دليل او د ويښ زلميانو ژوندی نخښه ده. د افغان وطن لومړنی سياسي، علمي، او ادبي سازمان ويش زلميان او د تاريخي افغان خلقي تحريک پر دغه اړخ باندي که ژوند ملګرتيا راسره وکړه. به بل وخت جلا اسه ليکم مګر نن به يواځي د ستر شهيد د باغ و بهار شخصيت، سياسي مفکوره او د ده د قامي روغي جوړي د بهير څو اړخونه راوشنو چي زيردست او ايسار شوي پښتون افغان ته د خلاصون لاره ښکاره شي.

وائی لاره د ختو نشته و اسمان ته

زه به لار درته پيدا کړم په هنر

      د قامي قيادت د غټو نشانيو په اړوند انقلابي ليډر نيلسن منډيلا خپل کوټلی احساس په داسي انداز څرګنده وي چي "ليډر به نډر وي" په دې هکله ډاکټر نجيب الله يو ډېر زړه ور، خوله ور او سترګه ور ملي لارښود او ستر زيرمه خور وو. ده د اميد او د بدلون ډېوې يه له پيل څخه در پای پوري بلي وساتلې. د ده دغه زړور تيا او ډاډ ګېرنه د خلقي حکومت او د افغان ملت دپاره يوه لويه اثاثه ثابت شوه. چي کله ډاکټر نجيب الله د سوويت يونين پخوانی صدر مېخايل ګورباچوف او د کې جي بي د واکدارانو په مخ کښي دا خبره واضح کړه چي موږ يعني افغان او افغانستان ځان په خپله ساتلی او ژغورلی شو. د نجيب په خپل وجود او ملت باندي ټينګ باور په هغه ورځ دی د افغانستان رئيس جوړ کړو. بلي خواته روجعت پسند قوتو، امريکه او د هغه بغل بچې په هغه وخت کښي دا پروپېګنډه پيل کړه چي افغان او افغانستان وس يتيمان پاته شو او د کابل فتح کول يې ګر سره مسخره وګڼله. واقعتاً هغه وخت يو اړخ ته څلوښت پنځه څلوېښت کاله شاهي نظام، خانداني حاکميت او جنګ ځپلی افغانستان او بل اړخ ته تر افغان او افغانستان په جديد اسلحه او سرمايه کښي زر واره زوره ور سامراجي جنګي جرنيلان او رجعتي شاماران موجوده وو. د اميد په مسته اسپه سپور د ډاکټر نجيب الله غوندي باغ و بهار شخصيت خدای پاک افغانانو ته ورپه نصيب کړو . د خپل ملت او سربازانو ته دومره اميد، ډاډګېرنه او زړه ورکړو چي نتيجه يې انساني تاريخ د جلال اباد په تاريخي جنګ کښي خوندي ساتلې ده چي نن هم نه يواځي د دوی د پزي پېزوان جوړ سوی دی. بلکې هغه جنګي جرنيلان، مجاهدين او د القايده قومندانان په بيانولو يې نن هم شرميږي.

      د دهشت ، وحيشت او بربريت په دې رجعتي تورتم کښي دا زموږ قامي او سياسي غړغشه جوړېږي چي د پښتون افغان د هري څانګي مخور اومخکښه خلق د ډاکټر نجيب الله په شان خپل ځپلي او کړېدلی اولس ته اميد، روڼا، دلاسه، او ډاډ ورکړي، د دوی تر منځ مينه خورلو او کرکي ختمولو مزي ټينګي کړي ځکه چي سامراجي او رجعتي قوتونه نن سره تيتر بيتر شوی دي. په بله مانا په خپل منځ کښي سره شکر په شکر ولاړ دي نو ډاکټر نجيب الله چي څومره يوازي د سوويت يونين په اخلاقي سپورټ خلقي حکومت او قامي کاروان مخ په وړاندي بوتلی په کار د چي په پاکستان، افغانستان کښي ميښت د پښتون افغان موجوده قيادت د اقوام متحده او نيټو ممالک څخه پوره کار واخلي چي هغه هر قيسمه هوائي او زميني مدد او تعاون ته تيار دي.

                  يار مي نادان ده نه پوهيږي

                  زه به د غولي سګي څو وروپاشمه

      نن که له شرق څخه نيولې بيا تر غربه پوري ټوله نړۍ او په زياته مينځني اسيا او پښتونخوا وطن له دهشت ګردۍ، مذهبي جنونيت او انتهاپسندۍ څخه سر ټکوي، پښتونخوا له مکان څخه نيولې بيا تر دوکان پوري، له جنازې څخه نيولې بيا تر جرګې پوري او له سکوله څخه نيولې بيا تر جوماته پوري هيڅ هم له ځانمرګه بريدو او حملو څخه محفوظ نه دي. کاڼي او بوټي د انسانو په وينو سره دي، د شرم او حيا پيکر د افغان وطن سر توري بي بي ګاني د بل و ټوک ته مجبوره دي. د يتيمانو او کونډو په تعداد کښي څو چنده اضافه شوې ده. د دا ټول مالي او جاني نقصاناتو غټه پيلامه د انګريز سامراج او د هغه بغل بچې عرب، پاکستان، ايران او چائنه وغيره افغان دښمنه پاليسي او ناروا استحصالي عزائم دي. له غازي امان الله خان څخه نيولې بيا تر ډاکټر نجيب پوري ټوله روښن فکر او ترقي پسنداهل علم او سياست ناکامول او بدنامولو لپاره دوی هر ډول حربې او دسيسې په کار راوستلې دي، مقدس مقامات لکه خانقا، مدرسې، تبليغي مرکزونه او مذهبي تنظيمونه يې د افغان ضد او مخالف يې استعمال کړي دي. د ځيني قوتو لخوا دا لړۍ اوس هم دوام لري. د لکهونو بې ګناه انسانانو مرګ ، ژوبله، د وطن ورانېده او حاتکه د ډاکټر نجيب الله د شهادت زمه واره هم اقوام متحده پخپله ده. دا د سامراج خر مستي او رجعت پسندو قوتو مشتعله ميلې وې چي دا خطه يې تر دې ځايه په اوور او وينو کښي را رسولې ده. دوی به اوس زموږ وطن هم جوړه وي. جنونيت او رجعت پسندۍ څخه د خلاصون لپاره زموږ د ژوند د ټولو څانګو مترقي خلګو پوره پوره کومک به کوي .

      د پښتنو اسلام د نړۍ د 57 اسلامي هېوادو څخه با لکل  بېل اسلام دی. پښتانه يې په مذهبي او روحاني بينادو باندي په بېلا بېلو ډلو کښي ويښلي دي. نن په پښتونخوا وطن کښي د اسلام د 73 سره فرقو چلولو لپاره ساده پښتانه روزل شوي دي. دغه ساده پښتانه تر خپل مذهبي پېش رو مخ کښي هر ډول قربانۍ ته بغير تنخواه چمتو ولاړ دي. دوی هر ډول مذهبي جنګ د پښتنو په وينو، چندو، او غوښو تود ساتلی دی. د پښتانه په خيرات او زکوات اخستل شوې چاړه باندي بېرته پښتانه حلاليږي. په دې کښي شک نشته چي پښتانه ساده او مخلصه خلګ دي مګر په صحيح مانا خوند مذهبيانو، شيخانو او چوهدريانو واخيست. بدبختانه د پښتانه وطن  ملايان او پيران نن هم  د عرب کلچر او اسلامي کلچر فرق نه شي کولی.له خپلي سادګۍ څخه دوی عرب تاريخ، مسلم تاريخ او اسلامي تاريخ يو بولي. وس نو مجاهدين او ملايان خپل ذهني پسماندګي په ډنډه او فتوهـ باندي پټوي جبکه پيران او شاه پرستان خپل نااهليت او استحصال ته په درباري تاريخ او فرسوده شجره نسب باندي دوام ورکوي. او هم د استحقلال او خلقي تحريک سره تړلي خلک په کردار او عمل تر ټولي لوړ او پاک دي.

      ډاکټر نجيب الله خپل درست قام ته جنونيت او رجعت پسندۍ درې غټي سر چينې وهابيت، خمنيت او اخوانيت په دومره ژور انداز نشاندهي وکړه چي مورخين او محققين يې په ځان حيران کړو. د يادوني وړ ده چي د مکار ضيا اينډ کمپنۍ څخه نيولې بيا تر ملعون سلمان رشدي پوري ملت او امت ته يې په لومړي وار بربنډه او رسوا کړل. دا بيا بېله خبره ده چي مذهبي ګوندنو هغه مکار او قاتل ته د امير المومنين خطاب وکړو او هغه د لکهونو بې ګناه افغانانو قاتل يې د پاکستان تر ټولو په غټ جومات کښي ښخ کړو.

      که نن هم د ډاکټر نجيب الله د هغه نشاندهي په روڼا کښي په ملګرو ملتو او انسان دوست قوتو باندي زور واچول شي چي رياض، تهران او قاهره بمعه Invester and Trainer ته لاس په خوله کښي ورکړل شي. نو مسلمان نړۍ او خاص کر له دريا امو څخه نيولې بيا د مارګلې تر کنډو پوري به ډېر زر له جنونيت او دهشتګردۍ څخه ارام او سکون ومومي.دا په ياد ساتۍ چي د پاکستان د مذهبي پارټيو په قيادت کښي د دو نسلو وروسته هم يو شهيد يا غازي نه شو پيدا. په کومو شيانو چي دوی پارون فتوې جاري کړې او کومو کارو ته يې فتنه او فساد اويل نن دوی او د د وی خپل اولادونه په هغه اخته دي . دوی ته د حمزه خان شنواري په ژبه دا درس ورکول په کار دی چي:

دا    شريکه   دنيا       واړه    ځان    ته       غواړې

ځکه داسي په دنيا کښي ځان په ځان شې

د    مذهب    نامه    دي    پرېشوه     سړی خوره

ستا   مذهب   خو تاته   وايي چي    انسان شې

      پښتون افغان د سياست او قبائلي اتحادو په هکله هم په 73 ډلو کښي ويشل شوی دی بلکه نن هم چي څوک نوی سياسي يا مذهبي پارټۍ جوړه ول غواړي نو لومړنی شموليت به د پانډي او چوکيدار په حيث پښتون لاله په پکښي کوي. د دښمن په جاسوي ايجنسيو کښي پخپله پښتانه نن له څو څو باډي ګارډز سره ښکاره ګرځي. دغه قامي خاينانو ته په پروګرامو او سيمينارو کښي باقاعده بلني هم ورکول کيږي.

د     غټانو په     لمسون سره   اخته يو

موږ خوارانو څه دي وړي يو له بله

      لکه څه رنګه چي ډاکټر نجيب الله د بيروني دښمنانو په موجودګي کښي د خلق او پرچم تر مينځ شديد اختلافاتو باوجود يې په يو سياسي پليټ فارم راغونډ کړو ټول قام دوست او  ترقي پسند خلګ يې له بيلتون څخه د پيوستون په لور د وطن ګوند په نامه روان کړو دا د ډاکټر نجيب الله شهيد سياسي بصارت او بصيرت دی. په کار دی چي موجوده خلقيان، پرچميان او وطن دوست قوتونه تر ځاني غرض اومفاد بالا تر د ډاکټر د ميني او يوالي پېغام په نيوي انداز راپورته کړي. هسي هم که وهابي، تبليغي، اخواني ، خميني ، مودودي ، ديوبندي او بريلوي وغيره د ټولو عقيدوي، نظرياتي او شخصي اختلافات او په يو بل باندي د کفر فتوی جاري کولو باوجود دوی د افغان په دښمني يو کيدلای شي. نو بيا خلق او پرچم چي هيڅ نظرياتي اختلافات هم نه لري څله د افغان دوستی پر بنياد نه شي يو کيدلای؟

      وس لږ له پخواني خول څخه راوتل په کار دی له جديدو تقاضو او ټيکنالوجي څخه هم اهنګي پکار ده. په دې بېړني حلاتو کښي خپل ائيډيل سوچه ثابت کولو وخت نه دی بلکې د ملت د جوړل او Unity in Diversity  پيدا کولو وخت راغلی دی.  د دې سره سره د ډاکټر نجيب الله يو دېرينه خواهش او کوشش هم دا وو چي په پاکستان کي ميښت د ټولو پښتنو يو مشترکه سياسي تنظيم جوړ شي او دوی له نورو محکوم قامونه لکه بلوچان ، سينديان وغيره سره ژور ربط او تعلق وي.

      د ډاکټر نجيب الله د افغانستان رئيس جوړيدو فوراً وروسته ځيني انقلابي ګامونه اوچت کړو چي هغه د ده سياسي سربراه ببرک کارمل هم نه وکړو. ډاکټر نجيب الله د عام معافي اعلان وکړی، ګڼ شمېر سياسي بنديان يې له بند څخه راخلاص کړو خلق او پرچم يې د نيوي مشترک سياسي تنظيم وطن ګوند تر بېرغ لاندي راغونډ کړل، په قامي سطح يې د روغي جوړي The National Reconciliation بهير يې پيل کړی د ملي روغي جوړي په بهير کښي يې د خپل سر دښمنان جهادي ګروپوته هم دعوت ورکړی، 7جون1988 کښي يې د اقوام متحده په جنرل اسمبلی کښي خطاب وکړی او د نړۍ څخه يې په افغانستان کښي د جنګ بندي، اسلحه ټوله ولو او امن او صلح راوستلو اپيل وکړی.د  سوويت يونين د فوج واپسي وروسته جينوا معاهده باندي  لا س ليک وکری تر څو چي ډکټر بر سر اقتدار وو تر هغو پوري په پاکستان کښي ميښت پښتون قام پرته سيندهي او بلوڅ لپاره هم پايتخت کابل Safe Heavenوو.

      څرګنده دي وي د تېرو 12 کلو څخه د افغان خلقي تحريک سياسي او فوجي ماهرين په هر حواله نظر اندازه کړل شوي دي. په سياسي پروسيس کښي دوی نه دي شامل کړل شوی. د دوی په مقابله کښي خزانه رسيده پاڼي هفت ګانه او هشت ګانه جنوني قاتلانو ته خصوصي مراعات ورکړل شوي دي. دا رنګه خو په شاهي دور کښي هم درباري ملايان او پيران يې راټول کړي وو. څو څو سوه جريبه مځکي يې هم د شاه او شاه پرستانو لخوا ورته الاټ کړې، ملا شور بازار ته يې د عدل او انصاف وفاقي وزارت يې هم ورکړی وو چي سزا يې نن هم ټول ملت ته رسېږي. دا خبره دي واضح وي چي خلقيان نظرياتي سياسي خلګ دي په کردار او شخصيت د رشوت، سود او کرپشن تور داغ نه لري. د دوی د علم او تجربې څخه بايد کار واخيستل شي په ټول سياسي پروسيس داخله او خارجه پاليسي جوړولو کښي دي شامل کړل شي. هسي هم تر دوی رښتنی سياسي او ملي خلګ په افغانستان کښي نشته. که چيري د خلقيانو سره دغه امتيازي او ناروا سلوک ته دپای ټکی نه کښې شودل شي. بيا به هغه پخوانۍ سوړ جنګ Cold Warيو ځل بيا تود شي او خلقي ترانې به يو ځل بيا په نوي انداز کښي زمزمه شي:

په    اويا      کښي     غلې غلې     زمزمه    شوه

را روان   دی     نازمين    کاروان     د      خلقو

کار ګران او بزګران به يې سر په دار کړي

څوک  چي    نه    مني    دا   سور نښان د خلقو

      د ډاکټر نجيب الله شهيد په سياسي مفکوره کښي ملي او طبقاتي دواړه رنګونه موجوده دي په کار ده چي موږ په اوسني وخت کښي په نيوي انداز د دوی د سياسي فکر و نظر څخه پوره ګټه تر لاسه کړو.د دوی وينه نن هم زموږ څخه د ملوث قاتلانو ته سزا ورکولو تقاضه کوي. د ډاکټر صاحب په ملي او سياسي خدمات او کارنامو باندي په ټولو مرکزو کښي سيمينارونه دي جوړ کړل شي .په پای تخت کابل کښي تعليمي ادارې او سرکاري ودانۍ دي د ده په نوم ونومول شي،له هندوستيانو  شرم دی وس خو بايد د ډاکټر صاحب کورنۍ ته دي په ځانګړې توګه په خصوصي مراعات په کابل کښي ورکول شي، د فريد طوفان انټريو چي روزنامه پاکستان سنډې ميګزين کښي راغلې وه چي د ډاکټر نجيب الله د شهادت په ورځ د يو پښتون سياسي مشر موجودګي پلټنه دي وکړل شي د ده ځاني ليکل شوې ډائري او ژباړل شوی کتا ب دي په ريکارډ راوړل شي. په اخر کښي صرف دا وايم چي رښتيا هم په يو ګل نه پسرلی کيږي مګر د نجيب غوندي نايابه ګل بيا موږ په تېر يونيم درجن پسرليو کښي نه وليدی.

 

د غفلت له خوبه پاڅيږه زلميه!

چي جهان دي د جلوې په انتظار دی

 

ليک:پائندخان خروټی

چېرمين: خلق ريسرچ اينډ انفارمېشن فورم

This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.

 

 

 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube