Saturday, 25 November 2017

افغانستان ته ترهګر له کومه ځایه راځي او څوک یې رالیږي؟

Written by  Published in لیدلورئ Friday, 04 October 2013 15:31
Rate this item
(0 votes)

د کابل وروستیو بریدونو یو ځل بیا زبات کړه چي پاکستان زموږ هغه سوګند خوړلی دوښمن دی چي هیڅکله به دا و نه

زغمي چي افغانستان دي یو ځل بیا په خپلو پښو ودریږي. په لوی سر کښې د پاکستان دې هم نه دی تیار چي افغانستان د یوه ملي دولت په توګه ومني، بلکې په دې باور دی چي افغانان دي دولت نه لري، خپل دولت دي ړنګ کي او یوه قبایلي ټولنه دي جوړه کي. داسي یوه ټولنه لکه له نن سل کاله پخوا چي انګرېز د افغانستان یوه برخه ولکه کړه او بیا ورڅخه قبایلي سیمه جوړه کړه. پنجاب هغه ګیدړ دی چي له زمریانو پاتې شوې مړزګې باندي ګوزاره کوي. پنجاب وايي چي پښتانه دي یو دولت نه لري. څومره ښاري پرمختګ چي یې کړی دی له هغه دي بېرته په شا ستون شي. هغه په دې ښه پوهیږي چي د افغان پرمختګ د پاکستاني دولت لپاره د مرګ پیغام دی.

اوس چي په افغانستان کښې د ملت او هیواد رغېدنې یو بهیر ګړندی شوی دی، ټاکنې تر سره شوې دي، موږ یو پارلیمان لرو، پوځ مو په جوړېدلو دی ، پولیس مو په سمبالېدلو دي ، د پوهنې ، لوبو او نورو ډګرونو کښې افغاني زلمیان ستر ستر ګامونه اوچتوي. مګر پنجاب خپله ترهګرۍ ته لا زیات زور ورکوي او ورځ تر ابله په نوي نوي ډول د مرګ او تباهۍ بازار ګرم ساتل غواړي.

پنجاب زموږ ښکاره سوګند خوړلی دوښمن دی. دوښمن به خپله دوښمني کوي. مګر زموږ پوښتنه له هغو دوستانو څخه ده چي افغانستان ته په دې پسې راغلي دي چي دلته ترهګرو ځالې جوړې کړې وې. مګر پاکستان له تېرو ۸ کلو راهیسې د خپلې ناولې او کرغېړنو جاسوسي ادارې د لېونیو سپو په شان زموږ په پاکه خاوره او سپېڅلي اولس راښکارلي دي. خو زموږ نړۍوال دوستان، په سر کښې امریکه او ملګري ملتونه ولي خاموش دي؟ کله چي یو کال پخوا په بمبۍ باندي پنجابي ترهګرو برید وکړؤ، هغه برید لا روان و امریکې او دوستانو یې پاکستان ته وویل چي ترهګر ستا له خاورې راغلي دي. هند د جنګ نغارې غږولې او نړۍ په پاکستان باندي دومره زورنه واچوله چي لا تر اوسه هم اسلام باد په زاریو دی. او سل ځله یې توبه هم ایستلې ده.

مګر کله چي په کابل کښې برید وشو نو ښاغلي هالبروک بس دومره وویل:

«په کابل کې د ملگرو ملتونو استازي دفتر يونما هم د شويو بريدونو غندنه کړې او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې ويلي دي چې تېر کال د ورته بريدونو له کبله ١٠٠٠ کسه ولسي وگړي وژل شوي دي»

ورسره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بیا بس دومره وویل:

«په کابل کې د ملگرو ملتونو استازي دفتر يونما هم د شويو بريدونو غندنه کړې او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې ويلي دي چې تېر کال د ورته بريدونو له کبله ١٠٠٠ کسه ولسي وگړي وژل شوي دي»

د افغان اولس ترسله غندنې او خواخوږۍ په ویناوو نه کیږي. موږ په کلکه غواړو چي زموږ نړۍوال دوستان دي لومړی افغان اولس ته بیا ټولو نړۍ ته ووايي چي پاکستان یو ترهګر دولت دی او افغانستان د دې دولتي ترهګرۍ بلهاري دی. له هغه وروسته دي په نړۍواله کچه په ځانګړې توګه په ملګرو ملتونو کښې پاکستان په دستوري توګه راوغوښتل شي او ورڅخه دي د خپلو ټولو ترهګرو کړنو پلپوټ او ګوېږنه وشي او هم دي افغانستان ته تاوان ورکي.

نړۍوال دي نور خبره ګونګه نه تېروي او نه دي افغان وینه دومره ارزانه شمېري. موږ ته دي خپل دوښمن را په ګوته کي او هغه ځاي دي جوت کي چرته چي د ترهګرۍ اډې دي، د هغو جاسوسي ادارو نومونه دي واخلي چي د ترهګرۍ روزنه کوي.

Read 1575 times Last modified on Saturday, 05 October 2013 02:54

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes