Saturday, 25 November 2017

په افغانستان کښې د وړو بندونو اړتیا

Written by  Published in لیدلورئ Friday, 04 October 2013 15:29
Rate this item
(0 votes)

افغانستان یو داسي هیواد دی چي هرکال په اوړي کښې له وچکلۍ سره مخامخ وي او په پسرلي کښې بیا سیلابونه

راځي چي هم بسیا کلي تبا کوي او و سمسورې کروندې لاهو کوي. دغه دواړه ستونزه یوه هواری لري  او هغه د بندونو رغونه.

واړه او لوی بندونه کولای شي په پسرلي کښې د سیلاب مخه ونیسي او بل پلو ته دومره اوبه زېرمه کي چي په اوړي کښې کله چي د اوبَخور او د کروندو د خړوب لپاره اوبو ته سخت اړتیا وي نو له دغو اوبو څخه دي کار واخیستل شي.

د بهرنیو کارپوهانو له خولې افغانستان د اوبو ستونزه د نېستۍ ستونزه بېخي نه لري. په دې هیواد کښې ستونزه د اوبو د سمې تګلارې، مهارولؤ او زېرمه کولو ستونزه ده چي بیا بیا هم د سیلابونو او هم د وچکلیو لامل ګرځي.

په هیواد کښې د اوبو پر پرېمانۍ سربېره بل د دې غرونو، خوړونو، وتونو او تنګیو هغه جوړشت د ی چي په نړۍ کښې یې ډېر کم هیوادونه لري. دا هیواد ټول ناوې ناوې او درې درې دی. پاس له غرونوسیندونه، نیزونه او خوړونه رابهیږي او لاندي پستې هوارې او ښېرازې مځکې پرتې دي. په هیواد کښې داسي زرګونه ځایونه چرته چي د غرونه وتونه او غاښي په داسي ډول جوړ شوي دي چي په بېخي کمو پیسو او اینساني زیار بندونه رغېدلای شي.

پخپله د افغانستان دولت که غټ بندونه نه شي جوړولای نو واړه بندونه خو په لویه کچه رغولای شي. په لومړي سر کښې همدا واړو بندونو ته زیاته اړتیا ده. ځکه واړه بندونه به د افغانستان هغه په زرګونو کارېزونه بیا زېمدي کړي چي په دې وروستیو کښې د وچکلیو له لاسه وچ شوي دي. او لا نور پاته هم ورپسې روان دي وچيږي . اوس خلک باوړیو ته اړ شوي دي چي په تېلو چلیږي. باوړۍ هم د تېلو ډېر زیات لګښت ته اړتیا لري ، هم چاپېریال چټلوي او تر ټولو لوی تاوان یې تر مځکې لاندي د اوبو زېرمو او کارېزونو ته رسیږي. چرته چي باوړۍ ولګیږي ډېر ژر د سیمې کارېزونه وچ شي او وروسته تر مځکې لاندي اوبه ډېر په چټکۍ لاندي لوېږي.

زموږ د کرنې، اوبو او ځنګلاتو وزارتونو ته پکار ده چي د بند جوړونې کار ته یوه بېړنۍ تګلاره جوړه کي چي په هیواد کښې د بیا راتلونکې وچکالۍ، سیلابونو مخه ونیسي او هم ورسره د افغانستان په زرګونو کارېزونه چي په نړۍ کښې یو د اوبخور او خړوب یوه ځانګړې اډاڼه ده ، وژغوري. که موږ نن ورځ بېړنۍ تګلاره جوړه نه کو نو هیڅوک نه شي ویلای چي سږ کال به سیلابونه او وچکالي نه وي. او هم به هر ورځ په زرګونو کارېزونو د وچېدو لړۍ روانه وي.

Read 2692 times

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes