خبري شننې

ننوتل

افغانستان د نړﺉ تر ټولو اولسواک هیواد دی

د پخوا په څېر چي کومه لویه جرګه نن په کابل کښې راټوله شوې ده هغه یو ځل بیا نړﺉ ته څرګندوي چي افغانان د نړﺉ تر ټولو اولسواک خلک دي.

خو دا چي پخوا انګرېزي، ورپسې روسي او اوس امریکايي نیواک  له یوې خوا او د اسلام په نامه کرغېړن ملایان او تالیبان د بلې خوا د دې سپېڅلي میلت څخه کومه ناوړه ګټه پورته کوي هغه هم په د نړﺉ د ملتونو په تاریخ کښې ساری نه لري.

هرګوره، د اولس زؤر د خدای زؤر دی!

نن هم دا زپلی او نتلی اولس دا توان لري چي په نړﺉ او په تېره بیا د جهاني پولیس، امریکې، باندي خپلې ازادي او خپلواکي ومني. ځکه خو زموږ هغه ګاونډیان لکه پاکستان او ایران، چېرته چي د اولسواکﺉ دود نه کوم تاریخ لري او نه کوم بنسټ، خورا وارختا ښکاریږي.

اولسمشر کرزی به د افغانستان په تاریخ کښې د ملي ښاغلیو په کتار کښې یاد شي. ځکه چي هغه په غلا او پټه له نیواکګر سره سودا و نه کوله. بلکې دا پرېکړه یې د میلت مخې ته واچوله. موږ هغه ته مننه وایو چي لویې جرګې ته یې وویل، (افغانستان او امریکه به د دوؤ خپلواکو هیوادونو په څېر له یوه بل سره تړون کوي). د هغه په وینا کښې دا تر ټولو لویه خبره وه.

موږ باور لرو چي نن لویې جرګې ته راغلي د میلت استازي به هم په جهاني پولیس امریکې باندي خپل شرتونه ومني، او هم به د میلت هیلې پوره کي.

له بلې خوا تور تالیب او ملا نن هم د تور پنجاب په نغوته او د امریکې د شومو موخو لپاره جنګ ته زؤر ورکړړی دی او د جرګې د ګډونوالو پرچپه یې د جنګ ډنډورې د خپلو انډیوالانو لوېدیځو جنګي رسنیو له لارې خپرې کړې دي. اوس ټول میلت په دې پوهیږي چي د تالیب جنګ د امریکایانو پرچپه نه، بلکې د هغو د کومک لپاره دی چي افغان میلت د امنییت او ګواښ تر سوري لاندي یرغمل وساتي او امریکایانو ته یې دومره کمزوری او اړ کړي چي امریکه ورباندي په ډېره اسانﺉ خپله خبره ومني. د تالیبانو دا توره څېره نن هم اولس پېژندلې ده، او په تاریخ کښې به هم په ډېر کرکجن نامه یاد شي.

 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube