خبري شننې

ننوتل

د لوې لوبې لوبغاړي (شاه شجاع)

څېړونکې او تحقیق کوونکې؛ صفیه حلیم

شجاع د  ۱۷۹۸ م نه تر ۱۸۰۱ م پورې د هرات او د پيښور والي و. په ۱۷۹۹ م کې د کندهار سرداران يو ځاې شول او شاه شجاع يې د افغانستان نوې امير اعلان کړو. زمان شاه دا ټول سرداران د بغاوت په جرم يا ووژل او يا يې بندي کړل. په ۱۸۰۰ م کې کله چې زمان شاه پنجاب ته د خپلوسيمو د رانيولو لپاره لښکر اوړې و نودځينو نورو سردارانو په ملاتړ دده وروڼو بغاوت وکړواو شاه محمود يې باچا اعلان کړو. زمان شاه بيرته کابل ته وگرځيدو او د جلال اباد سره ونيول شو. دشاه محمودپه امر د هغه د سترگو ړندولو نه وروسته يې بندي کړو.

 شاه شجاع هم په دې وخت کې خپل ځان د افغانستان قانوني باچا په توگه اعلان کړو. دوه کاله وروسته ددې جوگه شو چې د کابل پر تخت کيني.  په ۱۸۰۹ م کې په هند د نپولين او د روس د ممکن حملې پر ضد شاه شجاع اعلان وکړو چې افغانستان به د انگريز سلطنت سره ملگرتيا وکړي. خو په هغه کال دده ميرني ورور شاه محمود ورته په نمله (ننگرهار) کې ماتې ورکړه نو دې څه موده په پيښورکې پاتې شو.

د انگلستان لومړې استاځې ايلفينسټون کله چې پيښور ته ورسيدو نو په بالا حصارکې يې شاه شجاع وليدو.  دده د دربار حال يې وروسته په تفصيل يو کتاب " د کابل سلطنت " کې بيان کړي دي. د نورو خبرو سربيره ليکي چې شاه شجاع  " هغه نامتوکوه نور الماس پخپل مټ تړلې و"

اخر چې دې په پيښورکې هم تر فشار لاندې راغلونوپنجاب ته يې د وتلو هوډ وکړو. هلته  په ۱۸۱۱ کې د اباسين ته نږدې جهان داد باميزي له خوا ونيول شواو په اټک کلا کې بندي شو.  له هغه ځايه د عطا محمد خان له خوا کشمير ته يوړل شو.  په بل کال شاه محمود او وزير فتح خان د مهاراجه رنجيت سنگه د پوځ په ملاتړ په کشمير حمله وکړه.  شجاع سيکانو ته ځان تسليم کړو او ددوي د پوځ په بدرگه لاهور ته راوستل شو. دې يوکال په لاهورکې د رنجيت سنگهه تر نظارت لاندې پاتې شو او اخر د سرو زرو او د جواهراتو په ورکولو چې دکوه نور الماس هم پکې و رنجيت سنگهه ته يې په ورکولو ځان خلاص کړو او په لوديانه کې د خپل ورور شاه زمان سره د انگريزانو د پينشني په توگه ميشت شو. کوه نور يې د پينځو زرو روپو په بدل کی رنجيت سنگه له ورکړو او هغه ورسره لوز کړی و چې دده سلطنت په بحال کولو کی به ورسره مرسته وکړي. خو ددی پر ځاې نوره خزانه يې تری ورو ورو بوت کړه. د شجاع کورنۍ لوديانې ته تللې وه او شاه شجاع اوس د سيکانو د منگولو نه د ځان ايستلو په تکل کې شو.

د هغه وخت د حالاتو په اړه تاريخ ليکي چې سيکانو د شاه شجاع گير چاپيره محافظان زيات کړل . دده چاپيره د محافظانو۷ کړۍ وې او وسله وال به د څراغونو سره دده کټ چاپيره ولاړ و. خو هغوي ته يې د رشوت په ورکولو دی د بې شميرو ديوالونو او يو ټونل د تيريدو وروسته د لاهورد لوې بد رفت نه په خوسا اوبو کی تير شو. کله چې خوندي بلې غاړې ته ووتلو نو په خټواو مرداريو لړلې و. دی له هغه ځايه يوی غرنۍ سيمې چې "وړوکې تبت" نوميږي ولاړواو بيا د غرونو نه د لوديانې ښار ته ورسيدو .

په ۱۸۲۶ م کې افغانستان د بارکزولاس ته ورغلو چې سرداران يې د درانيانووزيران و. سردار پاينده خان چې په ۱۷۹۹ کې د شاه زمان له خوا وژل شوې و، يولسم زوې دوست محمد خان د کابل پر تخت کيناستو.

په ۱۸۳۳ م کې ده درنجيت سنگهه سره دا تړون وکړو چې که دده پوځ ته له پنجاب د تيريدو اجازه ورکړي نو پيښور به هغوي ته وسپاري. په بل کال شجاع دخپلوپت منوپه ډاډ کندهار ته روان شواو سيکانو د پوځ سره چې هري سنگهه نالوه يې مشر و، په پيښور حمله وکړه. په کندهار کې د شجاع مقابله د دوست محمد خواک وکړه او ده جنگ وبايللو خو سيکانو پخپل زور پيښور ونيولوچې د افغانستان د خاورې يوه مهمه جغرافياي برخه او په سياسي توگه ددې د ملا تيرو.  شاه شجاع د افغانستان ټوله خزانه له ځانه سره اوړی وه خو بيا يې هم هر وختې د پيسود کمي نه سر ټکوو. ده دکابل تخت بيرته اخستو لپاره پوځ ته اړتيا لرله اوپه لوديانه کې د انگريزانواستاځي کلاډوېد ورته ډاډ ورکړې چې دوي به ورله پيسې ورکړي.  خو دوي ورته په سخته ويلي و چې په دی معامله کی به انگريز بی طرفه وي.  هغوي پوهيدل چې د شجاع په پرتله بارکزو په افغانستان کې ښه نوم لرلو. شجاع غوښتل چې د انگريزانو په پيسو په افغانستان کې د دوست محمد خان په ملاتړو کې گډ وډي جوړه کړي او خپل ځواک قوي کړي. خو کلاډ ويډدده په صلاحيتونو شک من واوکمپنۍ ته يې دا پيغام ورکړې وچې شجاع کمزورې شخصيت لري اود خپل سلطنت د بيرته اخستوتوان پکې نشته.

خو انگريز د مسلمانانو او په تيره بيا په ډېلي کې د مغل باچانه هم انديښمن و چې هسې نه د افغانانو سره اړيکې جوړې کړي.  له دې ويرې انگريزانو په لوديانه کې د شاه شجاع د ماڼۍ په دروازه خپل گارډ کينولي وچې جاسوسان هم پکې و. کلاډ وېډته به هره ورځ د باچا د فعاليتونو راپور ورکړې کيدو چې دده ليدو ته څوک څوک راغلي و او څوک تللي و.  د باچا کور ته هره ورځ دموسيقۍ اود نڅا گرو ډلې ورتلې چې وړاندی نه به انگريزانو ورته پيسې ورکړې وې او د دننه حال به يې هم راوړو.

په لوديانه کی د شاه شجاع مشر وزير ملا شکور نوميدو چې غوږونه يې پريکړي و.  د باچا په دربارکی زيات خلک عېبي و، د چا غوږ پری شوی او د چا پوزه نه وه.  دا ټول د باچا د قهر او غضب ښکار شوي و.  ملا شکور چې پخپله سزا يافته و له نورو يې ډير په بې رحمۍ غوږونه پريکول.  د شاهي حرم نگهبان يو افريقاي مسلمان خواجه سرا ( هيجړا)  و چې خواجه مېکا ( مکه) نوميدو. دده غوږونه يې په دی پريکړي و چې يوه ورځ په بڼ کی د ميلې پر وخت د حرم د ميرمنو د تمبو ( خيمه)  يوه پرده بادو والوزوله.   د غوږ پريکونکي زړه پری وسو او د ټول غوږ په ځاې ښکته برخه يې ورله پری کړه.  خواجه په دې سزا د احتجاج په توگه خپل سر خريلې و چې پری شوي غوږونه يې ټول وويني. ددې برعکس ملا شکور لوې اوږدې څڼې پريښې وې چې غوږونه پکې پټ کړي.

شجاع د لوديانې په دې استوگنځي کی دکابل د باغونو په ډول يو باغ جوړکړی و چې دری سوه ميټراوږد و. په دې کې د بالا حصار په شان يوه گل خانه هم وه چې پکی به يې د شطرنج لوبه کوله. کوم ميلمانه چې د شاه شجاع ليدو ته ورتلل، د هغوي رايه دا وه چې دې  مغروراوبی زړه سړې و چې عيش او ارام يې خوښ و. د شاه شجاع وو نکاح کړې ميرمنې وې چې يوه د فتح خا ن توخي لور وه، بله وفا بيگم نوميده، دريمه د بخارا د امير سيدحيدر خان لوروه، څلورمه دخان بهادر خان ملک دين خيل لور وه، پينځمه د سردار حاجي رحمت الله خان سدوزي چې دده وزير و لور وه، شپږمه سرور بيگم نوميده او وومه د هندوستان بي بي مستان وه. ددې نه علاوه په سوونومينځې يې لرلې چې ځينې يې هر ځاې له ځانه سره اوړلې. 

شجاع په جلاوطنۍ کې د خپل يو پوځ د جوړولو لپاره انگريزانو ته وړانديزوکړوچې په کابل حمله وکړي.  خوهغوي ورته دا سپينه کړه چې که دی په کابل کی بريالې نشواو خپل تخت يې تر لاسه نکړو نو بيرته هند ته نشو راتلې. ده تر هغه د خپل پوځ د جوړولو لپاره يو کس هم نه وگومارولې. 

اخر په ۱۸۳۸ م کې ده د انگريزانوملا تړ تر لاسه کړو، د پينخو زرو پوځيانو يوه دله يې جوړه کړه او د سيکانو او انگريزانو د گد پوخ په مرسته پيښور ته او له هغه ځايه کابل ته ورسيدو. د هغه وخت يو مسلمان ترجمان، شهامت علي چې د شاه شجاع د مشر زوې شهزاده تيمورسره بدرگه کابل ته تللې و، د هری پيښې او ځاې په اړه روزنامچه ليکله چې وروسته په کتابي شکل کی چاپ شوه.  په دی ډله کی پينځه سوه غورچيهره، يو بټالين د نجيبانو او دوه توپې د سيکانووې چې يويې د کسور يوافغان پير دولت خان په کومانده کی او بله د جارج تهامس د زوې په کومانده کی وه.  دوي دواړو سره خپل سل سپاره و.  دوه کمپنۍ ( شل يا ديرش) د پلوپوځيانوو چې مهمو ځايونو کی يې شهزاده تيمور ته گارډ آف انر وړاندی کوو.  د انگريز د هندي عسکرو دوه کمپنۍ او پنځوس پوځيان د رنجيت سنگه له خوا وچې د کرنل ويډ چاپيره تاويدل. ددی نه علاوه ۴۳ غير منظم سپاره او ۵۳ ټوپک بردار ورسر مله و چې د هند( مغلو)  د حکومت له خوا ورسره بدرگه و.  د خيمو اوړونکي، اشپزان، سايس او نوربې شميره خلک هم په دی ډله کی شامل و."

شاه شجاع  ديرش کاله وروسته يو وار بيا د کابل پر تخت  کيناستواو د لومړي افغان انگريز جنگ لپاره حالات جوړ شول. شاه شجاع د هند نه خپل ځان سره د هنر مندانو ډلې کابل ته اوړې وې چې لومړې په بالا حصار کې و او وروسته ورته د غره نه ښکته يو محلت ورکړې شوه چې تر اوسه د خراباتو د کوڅې په نوم پيژندل کيږي.

شهامت علي په کابل کې د شاه شجاع د حکومت او د انتظام عېني شاهد و او هر څه به يې ليکل.  هلته د نورو کيسو سره سره يوه پيېښه ليکي چې يو سړي خپله ميرمنه په دی شک وژلې وه چې د بل چا سره يې غير مشروع تعلق ساتلي و.  په ده د غرغری امر وووشو او ډير خلک په يو ميدان کی راټول شول چې ددی ننداره وکړي.   هلته ډيرخلک په دی نظر و چې هغه سړی ملامت نه واو سم کار يې کړی و.  ځينو په زوره ددی ناانصافۍ پر ضد ناره پورته کړه او د شاه شجاع مخې ته ولاړل چې هغه وخت له دی ځايه تيريدو.  باچا چې خبر شو نو خلکو ته يې وويل چې سړی دی غرغره شي ځکه هغه د قتل جرم کړی و.  ښاي دغسی فيصلوداولس په منځ کی د هغه درناوې کم کړوچې  پخپلو رواياتوټينگ ولاړو.

داسې ښاي چې ديرش کاله په پردي ملک کې د پاتې کيدو نه وروسته ريښتيا چې شاه شجاع د خپل اولس په روحيه نه پوهيدواو ورستۍ غلطي يې داوکړه چې په بالا حصارکې ميشت انگريز پوځ ته د وتلو امر وکړو. دليل يې دا ورکړو چې خلک داسې فکر ونکړي چې گوندې انگريزان واکمن دي.  په ۵ اپريل، ۱۸۴۲ م کې کله چې په کابل کې د انگريزانو پر ضد پاڅون ووشو نودده د ژغورنې لپاره څوک نه و اوپخپلې ماڼۍ کې ووژل شو.

 

 

 

 

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube