Saturday, 25 November 2017

د پاکستان رښتونې څهره

Written by  Published in لیدلورئ Friday, 04 October 2013 15:17
Rate this item
(0 votes)

داليکنه د يوه نامتو کتاب دسترې لوبې سیوري څخه اخېستل شوې چې د هند پر وېش نریندرا سینګ ساریلا کښلی

دی.نوموړی یو هندی کورناستی ډپلوماټ دی چې د هند وایسرای ماونټبېټن سره اداري مرستيال وو.هغه برتانوي ارشيف ته پراخ لاس رسی درلود.په دې کتاب کې هغه د مارچ ۱۹۴۵ د لومړنيو کلونو څرګند  ثبوتونه وړاندې کړې چې کاږي وینسټن چرچل (لومړی وزیر)او د بريتانییا عمومي ادارې پرېکړه وکه چې وېش د دوی ستراتيژیکي دلايلو  لپاره ډېراړين دى .دوی په لوی لاس پاکستان جوړکړی  هغه ځکه چې ممد الی جناه له برتانييا سره د پوځي اسانتیاو ورکولو ژمنه  کړې وه او پنډت جواهر لال نهرو( ورته انکار کړی وو چې هیڅ پوځي مرسته نه شو درسره کولای.

همدا  د پوهاوي هغه ټکی دی چې دا هېواد د یوې  ډېرې سختې ګډوډی په حالت کې دی.دا یو مصنوعي سیاسي وجود لري. برتانییا داسې پنځه توکمیزه ډلې سره یو ځای کړې چې کله هم وړاندې له تاریخي پلوه په یکې یوې سیاسي ادارې کې نه وو سره اوسېدلي.په دغه ملتونو کې تر ټولو ډېر بنګالیان وو.د دوی شمېر تر پنجابیانو ،پښتنو ،بلوڅانو او سنديانو څخه ډېر وو.کله چې په ۱۹۷۱م کال بنګله دېش بېل شو نو څلور  ملتونه پاته شو.

په ۱۹۷۱م کال د بنګله دېش کړکېچ پر مهال چې کله پوځ د خپلواکی غورځنګ  ځپلو او وهلو لپاره وخوځېد نو په دغه شپو کې زه د   بنگله دېش پلازمېنه ډهاکه کې  وم.زما له ‌ذولفقارعلي بوټو سره ډېرې يادګاره خبرې اترې وشوې هغه راته وویل دا به ډېره ښه وي که بنګالیان جلا شي ځکه چې پاتې پاکستان به د دوی پرته په سمه توګه وچلول شي.دده د خبرو مقصد دا وو که له بنګالیانو یې ځان خلاس کړ نو له   پنجابیانو سره په همکاری به د پاکستان چلولو ښه چانس ولري.او همداسې وشو خو بیا وروسته تاسو خبر یاست چې پوځ بوټو هم وو‌ژلی.

له انګرېزانو چې کوم پوځ پاکستان ته وسپارل شو په هغه کې  له لویه سره  پنجابي افسران  او سرتېري برلاسي وو.  چې کله بنگاليان بېل شولو نو بلوڅان،پښتانه او سنديان له يوې ځورونکې تاريخي بدمرغۍ سره مخامخ شو.له پېړيو راهيسې دوى پر خپله خاوره د مغولي ښکېلاک پر وړاندې ډغرې وهلې دي خو اوس يې پر خاوره پنجابيان واکمني کوي هغوى دخپل ځواک مشروع کولو لپاره هغه د مغولانو په څېر برم او جا وجلال ساتل غواړي.

 بلوڅانو کله هم  نه غوښت چې د پاکستان برخه شي.دوى په1948 م کال د پاکستاني ښکېلاگر پوځ لخوا په زوره يو ځاى کړل شول.پوځ او س هم د بلوچستان په لروبر کې چاوڼيانې لري چې  پېر په پېر پاڅونکي وځپي خوهغوى  بيا ژر سر راپورته کړي.

بلوڅان په بيا بيا  ځپل شوي دي  چې له  کبله يې  کرکه په ميراث  کي پاته ده،او همدغه وجه ده چې په هر بل پاڅون کې  بلوڅ جنگيالي  تر مخکيني هغې زيات توند او له ولولې ډک وي.زه غواړم دلته د ۱۹۷۴ م کال او ۱۹۷۸ م کال په مېنځنيو  کې د راټوکېدلې  جگړې بېلگه په ياد کړم چې ولې بلوڅان نن دومره زيات له ولولې ډک او هڅونکې  دي.څه باندې ٨٠٠٠٠ زره پاکستاني پوځيان د سختې جگړې پر مهال  په  سوبه کې يوې بلې خوا ته و خوځېدل.

د١٩٧٤م کال په جولايي کې بلوڅ جنگيالي په دې پياوړي شو چې بلوچستان سوبې ته د نور هېواد  غزېدلې لارې بندې کړې او په دې هم وتوانېدل چې د سيبي –هرنايي رېل گاډۍ  بيا بيا له تلو ودروي.له  بلوڅي سيموڅخه  پنجاب ته د سکرو کاڼو رسولولو لړۍ يې هم وشلوله.د تېلو راېستلو لپاره پر کوهي کيندونکو او پر سروې کونکو يې بريدونه وکړل چې د پاکستان لپاره د تېلو راوېستو يوه اغېزمنه سرچينه بلل کېږي.پر پوځي کېمپونو په غلچکي بريدونو کې د پاکستاني سرتېرو مرگ ژوبله لوړه وخته.

پردې گړۍ د پاکستان هوايي ځواکونه راوبلل شول.هېلي کوپټرې نه يوازې د پوځانو وړلو لپاره وکارول شول بلکه په غرنيو سيمو کې يې پوځي عمليات هم کول.په لومړي سر کې پاکستاني ځواکونو چينوک هېلي کوپټرې وکارولې چې دوى له امريکا څخه د پوځي مرستې په لړ کې ترلاسه کړې وې .له دې  هېلي کوپټرو دوى د جنگي عملياتو کې کار اخيستى وو.خو د ١٩٧٤م کال په نيمايي کې ايران پاکستان ته نزدې دېرش (٣٠)امريکايي هوى کوبرا هېلي کوپټرې واستولې ،په دوى کې ډېرى خپله ايراني پېلوتانو چلولې.هوى کوبرا هېلې کوپترې د وېتنام جگړې کې جوړې شوې چې ډېر پراخ ورانۍ يې رامنځ ته کولى.دې هېلې کوپټرې په يوه منټ کې ٧٥٠ ضربې ډزې کولې.ددې الوتکو په مټ د بلوڅ پاڅونکو زور واېستل شو.

نن هم اى اېس اى پرله پسې د ولسي حکومت سره سره بلوڅان اوسينديان نيسي او دوى ته اجازه نه ورکوي چې ځان ته وکيل ونيسي.تر دا مهاله ٩٠٠ بلوڅان او سيندزيان تري تم دي او هيڅ پته يې نه لگېږي.دا په چيلي کې د  پينوشې واکمنۍ وروسته تر ټولو زياته د خلکو ورکېدنه ده.زه تاسو ته په ټينگار سره وايم چې د بښنې نړيوال سازمان خپر کړى راپور ولولى چې ددغه تري تم کسانو په اړه يې کښلى دى.

بلوڅان له پوځي پلوه ډېر کمزوري دي  خو دوى غواړي چې له سينيانو سره لاس يو کړى چې دغه ډول په ښه توگه راڅرگند شي.ځينې بلوڅ او سيندي مشران دهندله پولې بيا تر ايران غځېدلي د يوه  خپلواک فېدراسيون خبره کوي.

د دوى ددغه ارمان او خوب پر وړاندې گڼ ملتيز ښار کراچي بي له شکه يو خنډ جوړوي چې ددغه ممکنه فېډراسيون په مېنځ کې پروت دى.

خو بلوڅان او سينديان دا په گوته کوي چې کراچۍ د غازو او اوبو نل ليکو باندې تکييه لري چې د دوى  له خاورې ورتېرېږې .

 او بله دا چې داسې هيڅ اړتيا نه پښېږې چې گواکې د بلوڅو او سينديانو خپلواک فېډراسيون دي له امريکايي گټو سره په ټکر کې وي ځکه چې بلوڅان او سينديان دواړه ډېر زيات سېکولر او منځلاري مسلمانان دي.د سينديانو لويه برخه صوفيان دي او خپله ډېرى بلوڅان ذکريان دي.دوى  د اسلام وهابي او ديوبندي ډوله مسلک ردوي چې سپاه صحابه او په پنجاب کې د شييعه گانو ضد اورپکې سني ډلې خپل کړى دى.پنجاب د لشکرې طييبه په څېر د  اورپکو او تندلار ډلو په يوه لوى مرکز اوښتى دى او دغه افراطي جهاديان هلته ډېر پياوړي دي.

پر  پاکستان دتوکميزې ترينگلتيا اغېز  د ناتوانۍ  ټکي کې ښه بيانېږي.توکميزه ترينگلتيا به په پوړ په پوړ پاکستان بې سېکه کړي او ان دا که يو ځاى پاته هم شي.په پاکستان کې توکميزه ترينگلتيا د امريکا له لوري هم ستونزمنه شوه.يانې دا هېواد اوس خپل  مرسته کونکي ته غم جوړ شو.چې په سياسي اصطلاح کې ورته Frankenstein فرېنگکنسټاين ويل کېږي.دده په خبره چې د امريکا تېر ه ٥٠ کلنه پوځي او نور ه مرسته د گټې پر ځاى په تاوان اوښتې ده.

Frankenstein

An agency or creation that slips from the control of and ultimately destroys its creator: "How can we keep the government we create from becoming a Frankenstein that will destroy the very freedom we establish it to protect?"(Milton Friedman).

اوس مونږ له يوبل پړسېدلي پوځي ځواک سره مخامخ يو چې اوس خپله په يوې زورې ډلې اوښتى او په ځواک دپاته کېدو کې يې ډېرې گټې خوندي دي.دوى پپه اسلام اباد کې ولسي حکومت غرغره کوي اود فېډارسيون غښتلي کولو لپاره  د اساسي قانون (ايين) هر ډول سمسمکى يا اصلاحات نه پرېږدي امريکا بايد په پاکستان کې د ولسي مشرتابه  پياوړي کولو لپاره چې وس يې وي هر څه ترسره کړي او ولس ته د واک سپارلو هڅونه وکړي چې که څه هم اوس ډېر ناوخته دي.

Read 1701 times

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes