Saturday, 25 November 2017

بېخي ساده ساده پوښتنې

Written by  Published in لیدلورئ Tuesday, 29 March 2016 03:29
Rate this item
(0 votes)

ایا تالیبان د پاکستاني پوځي/جاسوسي ملاتړه پرته په یوه ورځ په بنو، لوګر، پکتیا، جلال اباد او کابل کې دومره په چټکﺉ سره بریدونه ترسره کولای شي چي ان د ناټو په شان د یوه زورور پوځي ځواک یو کومندويي چپاو ښکاري؟
ایا ای اېس ای بیا پخپل سر او پرته له اجازې او امر دومره لېونتؤب کولای شي چي پر هغه افغانستان باندي داسي بریدونه ترسره کړي چي د ساتنې کار یې بیا امریکې او ناټو پر غاړه اخیستی دی؟

 

 که چیري پاکستان دا دومره لېونتوب کولای شي، نو ایا د دې مانا دا نه ده چي دا پر امریکې برید دی؟ پر امریکې خو ۶ لسسزې وړاندي جاپان برید کړی ؤ نو بیا انجام څه ش؟ بله بېلګه یې پخپله دا نیږدې د بینلادین بریدونه چي بیا امریکې څه ورسره وکړل.

ریښتیا خبره دا ده، تالیبان د ای اېس ای له کومکه او امره پرته ترهګري نه شي کولای ، همداسي ای اېس ای بیا د سي ای اې له امره او زرغون چراغه پرته داسي دولتي ترهګري نه شي کولای.
چي خبره ریښتیا همداسي ده نو بیا د روغؤ مغزو خاوندانؤ ته پکار ده چي دا په ډانګ پېیلې ووايي چي "تالیبان، ای اېس ای او سي ای اې" درې واړه د یوې سوړې ماران دي.
دوی درې واړه په افغانستان کې د جنګي پروژه پرمخ بیايي. په دې جنګي پروژې کې د دوی ټؤلؤ رؤل اړین دی. که په دوی کې یو هم نه وي نؤ دا پروژه پرمخ نه شي تلای.
موږ پر امریکې شک لرو، چي غله ته وايي غلا کوه او څښتن ته وايي بیدار شه.
امریکه به خامخا د افغانانو پوښتنؤ ته ځواب وايي. یا خو دي امریکه پخپله پر افغان اولس او هیواد باندي د داسي ترهګرﺉ مخنیوی وکوي، یا دي افغانستان په پوځي او مالي توګه دومره پیاوړی کړي چي موږ یې د مخنیو جوګه شو.

که امریکه له دغو دوو کارونؤ یو هم نه کوي، نو بیا دروغ وايي. مانا دا چي امریکه پخپله  لکه تالیبان یو ترهګر هیواد دی.

 

Read 1702 times

Leave a comment

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes