خبري شننې

ننوتل

دا تالیب او دَ ملا غزا

داسي نکل سي کاوه، ټپالونه دي خپاره، چي ملا پزلرامانا بیا ګرځي د ارب پر هیوادونه. کوي سیلونه، اخلي خوندونه. پر دا لاره رسېدلي دی د کتر وَ ولات ته چي اېلچي د پاکستان سي، مرکچي د تالیبان سي او اشنا د کاکا سام سي.

مشران داسي کاندي بیانونه، هم یاد سوي د پرنګ په  کاغزونه چي دَ پزل ملا کاله دا کار لرغون هم ښه زده کړی، او هم یې په پوره "ایماندارئ" ترسره کړی.

چي کله باچا غازي امانولا سؤ پر تخت د کابل باندي. غزا یې وکوله خپلواک یې خپل هیواد کؤ، اولس یې خپل ازاد کؤ.

پرنګی راټؤکل کړل ملایان، لوی پیران او سیدان. له شؤر بازاره حضرتان، ول یې مله ډېر مریدان ، څؤک ځایان ، څوک کوچیان.

 

دوی يې راوستل د ملا پزلو کاله ته، یوې پټې مرکه ته، په کلي پلپاڼه کې، سمایلخان دېره کې. د پزلرامان نیکه او شوربازار ملا، د پرنګې پر لارښؤوَنه، اولسونه کړل راجمه. په فیتواګانؤ یې ټمبه کړل، سمبال یې په درسته کړل، پر کابل یې هواله کړل، ټؤل ښارونه یې تاله کړل، د امان کور یې ترغه کړ. امن ورک شؤ په هرخوا چي سکاؤ سولؤ باچا، نو ترلاسه سوه بریا.

څلؤر لسیزې پسته، بیا خلکیان سول راپیدا، سپین پرنګ سؤ وارختا، تؤر لا نؤر هم ناویسا. خو بیا هم دلته لا اباده پلیاڼه وه، د شؤربازار لا پاته اولاده وه. د جهاد امرونه یې ورکړل، خلکیان یې زېرزبر کړل، اولسونه یې اوتر کړل، ښارونه یې کنډر کړل. ترهغؤ چي راغلل تالیبان، مرَغ ول ښه د پاکیستان، لؤیه ټکه پر افغان. که عمر د دوی امیر ؤ، خو کرنېل یې ؤ ایمام.

لنډه دا چي تالیب یوه پلمه وه، راروانه امریکه وه، مؤخه یې یوه اډه وه. تر لسؤ کالؤ اوس تېری کا، تالیب او امریکه دواړه  دَ دې اولس مرګی کا، نه پرې وښ نه اسوېلی کا.

اوس لیري پټ له افغانانؤ، له شؤرا او له مشرانؤ، وزیرانؤ سفیرانؤو، پټ په پټه دواړه غواړي رؤغه وسي، یو بل وته خواږه سي، وله مله سي یوه خوله سي.

د دې سترې چار لپاره، پزلرامان د دوی پکار، ناګهان سؤ رادڅار، دی پیاوړی او غښتلی د نیکونو او پلرونو په دا کار. چي پر خاوره د افغان کړي ساز یو لنګرکؤټ امریکه، راڅخه غواړي کواله.

بس د تالیب او ملا،  دا غزاه دا یې موخه!!!!

 

Comments (206)

2500 characters remaining

Cancel or

  • g shock
    Advanced watch Book Presents Methods To Dominate The watch Arena g shock http://www.logbase.info/casio-カシオ-腕時計-スタンダード-al180amvv1jjr-casio【正規品】-jp-2991.html
  • セドウィック
    Innovative men Book Uncovers Very Best Way To Rule The men Scene セドウィック http://www.piletetkino.com/index.html
  • セイコー 腕時計
    Gossip- bag Will Have Major role In Almost Any Site administration セイコー 腕時計 http://www.surfucf.com/
  • g shock
    Details-- bag May Have A Leading role In Virtually Any Website administration g shock http://www.logbase.info/カシオ-話題の最新作から-japan-26.html
  • カシオ 腕時計
    Greatest strategy for men you are able to educate yourself about straight away. カシオ 腕時計 http://www.logbase.info/カシオ-babyg新作アイテム-japan-4.html
  • Andewal
    له پـېړیو جوړ کړی ماحشرمالاسیدخان په لراوبر. که هرځو ورسره مل وی تور او سپین څرمن لیوان. ورکېږی به غرقیږی به لوی او کوچنی لیوان. لر اوبر به خپلواکی مومی جوړوی به یوخوږه دنیا پاکه دورورئ دنیا

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube