خبري شننې

ننوتل

تور او سپین دواړه د افغانستان له سولې وېره ولي لري؟!

جهاني رسنئ داسي ټپالونه او شننې خپروي چي له ۲۰۱۴ وروسته به افغانیستان خوار څه کوي. دا ټپالونه او شننې کله کله زموږ هیوادوال هم ناویسا او وارختا کي.

مګر بلې خوا ته بیا سپین پرنګی او تؤر پرنګی دواړه له سخت څوَب او ګورَم سره مخامخ دي چي که په افغانیستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنیانؤ بدمرغه، سپېره او ناسي شتون پای ته ورسیږي نؤ ترهګر ملایان او تالیبان به افغانان د لېونؤ سپؤ په شان تر وهلؤ په ځغلولؤ ستړي کي او په افغانیستان کې به هرومرو ارامي او ټیکاو رامنځته سي. سپین او تؤر دواړه ښه ډاډه دي چي افغانان خپله هیواد او خپلواکي ساتلای سي.

بلې خوا ته سپین او تؤر په دې هم ډاډه دي چي پاکیستان یو داسي بدمرغه هیواد دئ چي دَ

یوه ریښتوني دولت بنسټونه او جرړې بېخي لري نه. پاکیستان نه یو دولت دئ او نه یو میلت. پاکیستان یوه داسي اېسنده (پدیده) ده چي سپین او تؤر ۶۵ کاله پخوا په غلا او ډاکې دَ هیند، چین، شؤرويؤ، منځني ختیځ د اغېز د مخنيوي لپاره د یوه مورچل په تؤګه پر افغان ، بلؤچ، سیندي او بنګالي خاوره باندي جوړ کړی ؤ.

بنګال خو توره وکوله خپله خپلواکي یې واخیستله. بلؤچ یوه ورځ هم پاکیستان نه خپل هیواد منلی دئ او نه یو میلت. دا بېله خبره ده چي لا تر اوسه د بنګالیانؤ غوندي بریالي سوي نه دي.

خو سپین او تؤر دواړه پرېشان دي چي که افغانیستان کې ارامي راځي نؤ دا دَ شګؤ کؤرکی پاکیستان نؤر پاتيې او پایښت نه لري. په بله مانا، سپین او تؤر لپاره دَ افغانیستان نارامي یو خدايي سوغات دی. خو د ارامئ له راتګه سخت پرېشان دي. لکه چي وايي، (چي غوا لنګېدله نؤ د غويي په غره ولي درد ؤ). نن که افغانان د سؤلې لپاره هلې ځلې کوي نؤ پر دې یې د سپین او تؤر پرنګي څؤوَمه؟ جنګ د کسې او هیندوکش په درؤ او میدانؤ کې دئ، خبرې اترې په لندن کې ولې؟؟

ځواب یې دا دئ چي دا هغه جنګ دئ چي رنجیت سینګ او لارډ او میکناټن څخه راپاته دئ.

 

 

 

 

Comments (201)

2500 characters remaining

Cancel or

  • 腕時計 メンズ
    Sick and tired of all the japan reports? We are at this site for you personally 腕時計 メンズ http://www.surfucf.com/

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube