خبري شننې

ننوتل

راځئ چي د خپل اولسمشر او خپل دولت ملاتړ سو

د هیواد اولسمشر، ښاغلي هامد کرزي،  دا خبره ټؤلې نړئ او افغانانؤ ته جوته کړه چي له امریکې سره په امنیتي تړون کې به د افغانستان د ملي ګټو د خوندي ساتلو لپاره خامخا پاخه ډاډونه ورکول کیږي. 

ښاغلي اولسمشر وویل چي دا تړون به هغه وخت لاسلیک شي چې کله امریکا د افغانستان د میلي واک کانون ته درناوی وکړي، د افغان ولس د مال او ځان د خوندیتوب، د امنیتي ځواکونو د سمبالښت او روزنې او د حکومت په مرسته د افغانستان د هوازار(هوایي تحریم) د ساتنې شرتونه ومني.
شاغلي اولسمشر دا هم څرګنده کړه چي له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو پر ارزښت پوهیږو، خو پر دې لا ښه پوهېږو چې افغانستان نشي کولای یو دوه اړخیز تړون په داسې تؤګه لاسلیک کړي چې میلي واک ته یې درناوی نه کیږي.

 څؤ کاله پېش امریکایان په ایراک کې هم له همداسي پوښتنؤ سره مخامخ ول. خو دَ ایراک لومړي وزیر، ښاغلي نوري المالکي، د خپل اولس په مرسته په خوار ښه تؤګه له دې بلا ځان ازاد کؤ او خپله میلي ازادي او واک یې وژغؤرؤ. خو په دې کار کې یې د خپل اولس ملاتړ لرلؤ. راځئ چي موږ هم د خپل اولسمشر او دولت په دې میلي کار کې ملاتړ او مرسته وکوو. هر هغه افغان، که دین سؤچ لري او که سیکولر، که د چپ دی او دَ راست، پکار ده چي په یوه خوله د خپلې میلي خپلواکئ ساتنه او ژغؤرنه وکوو. دا کار په تؤپک او جنګرېز نه، بلکې په سیاست، هونر او میلي یووالي ترسره کېدای شي. همدا اوس هغه مهال او ګړئ رارسېدلې ده چي د دې ستر میلي ارمان لپاره ټؤل وله یو موټی او یو اواز شو.

پاته دي نه وي، امریکایان او یاران به یې هم کرار او رام کښې نه ني. هغوی به سر له سبا خپلې زړې ټؤلې ناغېړئ بیا له سره او په ډېر زؤر پیل کي. پر افغان اولسمشر او اولس باندي د زؤر فیشار راوړلؤ لپاره امریکایان دا لاندي پلمې کاروي:

أ‌.       تالیب جان او د هغه ملاتړ ای اېس ای ته به بیا شین چراغ ورکي چي خپلؤ تاړاکونؤ، ځانمرګیؤ او ورانکاریؤ ته زؤر ورکي.

ب‌.  پنجابي پوځ راکټونه ته به سترګک ووهي چي پر کونړ او نؤرؤ ولایتونؤ د راکټوونؤ شیلګ بیا پیل کي.

ت‌.  خپلؤ نیواکګرؤ سؤچ ټانکونه، لکه نړئوال کړکېچ ډله، ایمنسټي اینټرنشنل او نؤر، ته ووايي چي پر افغان دولت باندي د دغلکارئ او غلا تورونه ولګوئ او ورباندي خپل اولس او نړئ دواړه بې باوره کئ.

ث‌.  ډؤنا رؤرباچر په شان نؤرؤ کسانؤ ته دا دنده وسپاري چي له یو څؤ جنګسالارانؤ سره لیدنې ترسره کئ چي افغان میلي یووالي ته تاوان ورسوي.

ج‌.   خپلؤ رسنیؤ، لکه سي این این، اشنا، مشال، ازادئ راډیو، بي بي سي، نیویارک ټایمز، واښینګټن پؤسټ او نؤرؤ ته ووايي چي دروغ ریښتیا ولیکئ او افغان اولسمشر او دولت ته سخت ټکانونه ورکئ. په تېره تېره بیا راتلونکې ټؤلټاکنې تر پوښتنې لاندي ونیسئ.

افغان اولس ته پکار ده چي د نیواکګرؤ له داسي شان چلونؤ او چلوټؤ څځه خپل ځانونه او سوچونه وژغوري او تر هر څه لومړی د خپل میلي واک او ازادئ لپاره د خپل اولسمشر او دولت تر شا ودریږي. 

 

 

 

 

Comments (1)

2500 characters remaining

Cancel or

  • formaplestoryguide.com
    were so proud of you. formaplestoryguide.com http://cheapgamecoins.inube.com/blog/4299839/details-of-echoes-of-triumph-in-maplestory/

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube