خبري شننې

ننوتل

هغه خو نه مخ لري او نه شا

پاکستان او سیاست مداران چې هېڅ مخ او شا نلري

بین لادین تر لسو کالو په پاکستان کې ؤ.

زواهري او نور یاران خو لا اوس هم هلته په مزؤ کې دي.

ملا هیکمتیار خو لا اوس هم د مالګؤ منډئ کې چېرته شاوخوا له هغو پخوانؤ یارانؤ سره بانډارونه کوي چي دېرش کاله پخوا یې هم کول. یوازي نسیرولا بابر د دوزخ خواته لیښلي دي.

ملا ماداومر بیا په کوټه کې د پنجابیانو په چاوڼئ کې له خپلؤ یارانو سره ناست دی.

هېر دي نه وي، ملا هکاني بیا په وزیریستان کې جال غوړلی دی. وزیر مسید له ټول کډه کړل یا یې ووژل او دلته یې اوزبک، چیچن او خدای خبر کوم ارجل برجل مېشته کړي دي.

امریکه بابا او ورسره نؤر څلوېښت غله په همدې کسانؤ پسې افغانستان ته راغلل. دلته یې افغانان بمبار کړل، و يې وژل، بې پته یې کړل او لا هم دا کیسه روانه ده.

خو پوښتنه دا ده چي دا کسان خو اوس هم امریکایان، پرنګیان او نؤر اوروپایان وژني. او هم افغانان وژني.

د افغان وینه خو هسې هم دوی ته ارزښت نه لري. هر وازکټ له پاکستانه راځي. په هر ولایت کې د ماین ښخولو پاکستاني ماهریان ناست دي. په دغو ماینونو تر اوسه چي کوم امریکایان او نور لویدیځوال وژل شوي دي د هغو شمېره خو د او ۱۱ سيپتمبر تر هغو زیاته شوه. دا یې لا څه کوې پاکستان خو اوس مخامخ پر افغانستان د راکټونو شیلګ کوي. امریکه او څلوېښته غله نه پر ایسلام اباد بمباري کوي او نه کوم بنديزونه ورباندي لګوي. بس کله کله په وزیریستان کې پر پښتنو باندي چپاو وکوي او هلته یو د ټیټې کچې کوم اربی ووژني او ورسره یو څو وزیر مسید هم ووژني او بیا پنجاب د دروغو ژړاګانې کوي. په همدې توګه ټولې نړئ ته دوکه ورکي.

موږ په افغاني رسنیؤ کې اورو او ګورؤ چي افغان شنونکي پر پاکستان دا تؤر لګوي چي دوه مخی سیاست کوي. ایا افغانان په دې باره کې تېروتنه او سادګي نه کوي؟ ريښتیا خو دا دي چي پاکستان نه یو مخ لري او نه دوه، او نه مخ لري او نه شا. پنجاب خو هسي خپله تایخي دنده ترسره کوي. پنجاب خو پرنګی او ورسره امریکایی له نن څځه دوه سوه کاله وړاندي خپل بادار منلی ؤ. پنجابیانؤ خو د افغان – اینګلیس په ټؤلؤ جنګونؤ کې د برتانوي هند په پوځ په پوره ایماندارئ خپله دنده ترسره کوله. هغوی خو د پرنګي لپاره په افریکه او اسیا کې هرچرته د کرایې پوځیان ول. پنجابي کرایي پوځ ان پر خانه کعبه باندي د پرنګي لپاره ډزې کړې دي. هغوی خو پاکستان د پرنګي د یې اډې لپاره جړړ کؤ. د پاکستان د جوړولؤ لپاره ان د سیک او موسلمان پنجابي پر تؤیولؤ یې سرپه و نه کوله.

ایا اوس هم داسي نه ده چي پنجاب دوه مخی سیاست نه، بلکې د خپل تاریخي سپین بادار لپاره په پوره ایماندارئ چوپړ کوي. بس هر څه چي ورته ویل کیږي هم هغه کوي. ایا داسي نه ده چي دا دوه مخی سیاست له موږ سره امریکه او لوېدیځ کوي؟ پنجاب خو لاس پر نامه غولام دی. په دې خترناکه خونړئ لوبه کې بس خپله یوه ډېره چټله برخه او دنده ترسره کوي.

موږ منو چي د افغانستان په دروغجنه جګړه کې امریکایان او پرنګیان او نؤر لوېدیځوال وژل کیږي. دا ریښتیا دي. خو تر دې هم لوی ریښتیا بیا دا دي چي په دې جګړې کې د امریکایانو او پرنګیانؤ ګټې او موخې د خپلؤ وژل شویو سرتېرؤ په سل چنده په زر چنده تېری کوي.

اوس چي د تالیبجان، ملا جان، ځانمرګي او ای اېس ای لوبه ډېره بدنامه شوې ده، نو امریکه به د دروغجنې جګړې د لا اوږدولؤ لپاره نؤرې لارې چارې غوره کوي. په هغو کې یوه هم د نیواکګرو هاغه پخوانئ فارموله "وله بېل که نو اېل یې که" ده. امریکه به دلته پښتاه او ناپښتانه اولسونه او پرګنې د یوه بل پرچپه کاروي او په همدې بڼه به هړودوړ روان ساتي. افغانان په تېره بیا پښتانه پکار ده چي دې دام کې بند نه شي.

Comments (1)

2500 characters remaining

Cancel or

  • FIFA 15 News
    Do you have a good sense of humor . FIFA 15 News http://academiacircle.com/blogs/post/240

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube