خبري شننې

ننوتل

د کرزي ګیله اوري خو د پنجاب راکټ نه ویني

د کرزي ګیله اوري خو د پنجاب راکټ نه ویني

کله چي افغان اولسمشر ښاغلي کرزي په یوې خبري ناستې کښې خپل اولس ته په ډاګه وویل چي امریکایان پر خپله ژمنه ولاړ نه دي چي د افغانستان د پولو ساتنه وکي.هغه وویل چي امریکایان په افغانستان کښې جګړه روانه ساتل غواړي. هغه دا هم وویل چي امریکایان وايي چي دوی خو هیڅ په راکټ ماکټ خبر نه دي.

امریکایانو ځان په لوی لاس ځان ناګاره اچولی دی چي ته به وایې نه یې له هسکه سپوږمکئ کار کوي، نه یې دلته بې پیلوټه الوتکې څه ویني او نه یې د تورې کرښې دواړو غاړو ته رمې رمې جاسوسان خبر دي. چي پر کونړ د توغندیو د برید وار راشي نو امریکه ړنده او کڼه شي. نه یې سترګي غړیږي او نه یې غوږونه ګریږي. مګر کله چي زموږ اولسمشر هسي

ګیلهوکوي نو داسي په تلوار رابیدار شي ته به وايې چي غوا مچ کړی دی. او بیا پخپله په ګیلو سر شي او وايي چي په افغانستان کې خو دوی تر ۲ زرو زیات ځوانان بلهاري کړي دي. خو دې ته ځواب نه وايي چي پر ځای د ترهګرو د ورکولو څومره بېګناه افغانان یې د تؤپ د خولې خوراک کړل. امریکایانو خو دلته د راتلونکو ۵۰ کالو لپاره نوې وسلې تجربه کړې. دلته یوه یوه مرمئ د افغانانو پر سینه باندي تر ۴۰۰ ځله هم زیات تجربه شوې ده.

چا خو لا له هغوی سره دا خبره هم سپینه کړې نه ده چي له پخواني شوروي سره سره پخپله امریکې د افغانستان په مادي او مانوي تباهئ کې څومره برخه اخیستې ده. دا مجاهد او دا تالیب خو ستا د نیبراسکا پوهنتون زېږنده ده.

دا خبرې به پرېږدو. اوس امریکایان کله وايي چي په افغانستان کښې به کورنئ جګړه پيل شي. کله وايي چي افغانستان دي په جنوب او شمال ووېشل شي. کله دالته پيټر ګالبرت راولیږي او کله بیا ډونا رباچر د افغانستان د وېش نکشې په جېب کښې ګرځوي. کله پلان بي اوازې راخپرې کي او کله بیا د پرنګي په خوله د پلان سي ګنګوسې راو اوږدي کړي. کله وايي موږ به درڅخه ولاړ شو او بیا به تاسي پر شوی ډګر پرېږدو. موږ نه پوهېږو چي امریکایان داسي ناغېړئ د څه لپاره کوي؟ ایا دوستي داسي وي؟ خو موږ دومره خامخا پوهیږو:

دا چي امریکه دومره ناتوانه ده چي د پنجاب د ځواب  نه ده،

چي تالیب له منځه نه شي وړلای، خو ملکیانؤ په وژلو کې ساری نه لري،

چي افغانستان په پوځي او مالي توګه نه شي پياوړی کولای،

چي د پنجاب راکټونه نه وینې،

نو مانا یې دا ده چي تالیب ستا عسکر دی

دا راکټونه پنجاب ستا په خوښه ولي،

امریکه ، او پنجاب او تالیب درې واړه یو دي.

موږ دوی درې واړو راګېر کړي یو.

افغانانو ته پکار ده چي د خپل اولسمشر او خپل دولت ملاتړ وکوي. همدا د خلاسون لاره ده. دا نه چي د یوې لوهې پر سر په ورځو ورځو د پوهنتون دروازې وتړو. 

 

 

 

 

 

 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube