خبري شننې

ننوتل

تالیبان او میږیان

خدای بخښلي خان ابدولولي خان به له نن څخه ۲۰ ماله مخکې په وارو وارو دا ویل چي اسلي جیهاد به هله پیل شي کله چي یو ملا د بل ملا وژنه پیل کي.

د ښاغلي ولیخان دا پېښوینه خو هغه وزباتېدله کله چي مجاهدین په کابل کښې د یوه بل پر مرﺉ سپاره شول نو هم یې ځانونه وشرمول او هم یې افغانستان له برباد کؤ.د ملایانؤ وار لا نه ؤ تېر شوی چي چڼي ورپسې راغلل. چڼیؤ بیا داسي شرمول وکول چي خدای خبر د تاریخ راتلونکی لیکوال به یې په کوم کلم لیکي.

د ملا او تالیب دا شرمولؤ دا بېخرته سیالي په درځ روانه وه چي د دوی دواړؤ اهل کتاب پلار ورپسې راغؤ نؤ دا خونړﺉ ډرامه یوه بل پړاو ته ننوتله.

 اهل کتاب خو دلته د راتلؤ پلمه وموندله خو د تلپاتي مېشت هغې ته یې بیا هم اړتیا لرله. د دې اړتیا پوره کولؤ لپاره تالیبجان او ملا هیکمتیار پوره همکاري ترسره کړه. په دې همکارﺉ کښې بیا هم تالیبجان داسي نادودې وکولې چي چنګېز به هم ګور کښې ورڅخه پناه غواړي.

خو څه سر به مو خوږوم، کله چي له افغان اولس او سرکار د تالیبجان د داسي نادودؤ او ناکړدو له لاسه دومره اړ شؤ چي د اهل کتابؤ لنګرکؤټ یې ومنلؤ نؤ ایله د خونړﺉ ډرامې یو بل پړاو راورسېدؤ.

داسي ښکاري چي نؤر نؤ د تالیبجان لپاره په دې ډرامې کښې کومه اړتیا نه وي پاته. ځکه خو تالیبان او چڼي چي پرون د سنګر یاران ول نن پریوه بل سخت بدګومان شوي دي. بدګوماني څه، اوس خو د تالیب او تالیب ترمنځ هم جهاد پیل شوی دی.

لکه پښتانه چي وايي، "کله چي خدای مېږي ته په غزب شي نؤ وزر ورکي." کله چي د غرونؤ په لمنؤ او سارا کښې باران وشي نؤ داسي میږي راووځي چي وزر لري. بیا ورپسې د هوا مرغان راشي سمه مېله ورباندي جوړه کړي او ترلمر لوېدؤ ټؤل میږي ته ستوني تېر کي. داسي ښکاري چي تالیبانؤ او چڼؤ خم وزر کړي دي.

د لنګرکوټ له لاسلیک سره سم هوښیارؤ تالیبانؤ خپل ځانونه کتر، سودي، تورکیې، دوبﺉ او د اهل کتابؤ نؤرؤ ایسلامي دوستانؤ ته ورسول. ځینه بیا لکه د ملا برادر په شان هم ول چي په ریښتیا یې له افغان دولت سره پخلاینه غوښتنه. هغوی بیا د اهل کتابؤ او ای اېس ای لخوا ونیول شول.

ملا اوبیدولا او اوستاز یاسر بیا د پنجاب په تهه خانؤ کښې په پټه ووژل شول.

ملا موتسم کاري ټپي شؤ خو و نه وژل شؤ، مګر تورکیې ته یې د "درملنې" لپاره ځان ورسولؤ.

تر تا منځ ملا زييپ هم خپله د تؤر پنجابي بې وفايي او بیا د اهل کتاب ګوانتانامؤ له تجربې ګټه واخیستله او خورا پر وخت یې ځان د له امارت ایسلامي څخه د دوبﺉ امارت ورسولؤ.

خو تر ټؤلؤ بدبخته ملا اسمایل ؤ چي له غزني یې وروبللؤ او د ای اېس ای د "کازیانؤ" لخوا لومړی تر سپيناوي لاندي ونیول شؤ او بیا ووژل شؤ. دا خبره د هغه دوستانؤ په یوټیوب کې هم کړې ده. هغوی وايي چي د ملا اسمایل بدل به اخلي. مانا چي "چڼي" به خامخا له "چڼؤ" سره جهاد کوي. تر اوسه یوازي "تالیبان" یادېدل. خو اوس د تالیبانؤ لړمانه نؤرې ډلې رازیږي. تر ټؤلؤ لومړنﺉ هغه یې د "د ملا داد الله مهاز" دی، چي لومړی ګوزار یې د سولې د هسکینې شورا پر یوه غړي پرون وکؤ.

دا د تالیب او د تالیب جهاد خو پر ګرمېدؤ دی، خو تر دې منځ ملا ګلبدین هم بیا پله کش کړه. هغه وايي چي ځکه بېرته د خپل مشر ورو ای اې ای غېږې ته ایسلاامباد ته ځي چي افغان سرکار له امریکې سره تړون لاسلیک کؤ. د ملا منډه خو وي تر ماجته، او دا ایسلام اباد نن ملا هیکمتیار لپاره یو ډېر لوی ماجت دی. هغه په دې ماجت کښې تر هغؤ چیلې تېروي ترڅو چي د اهل کتابو د لنګرکؤټ اخري خبرې هم هوارې شي او نؤر هیڅ خنډ هم پاته نه شي. هله به د ملا هیکمتیار تر دریو لسیزؤ زیات "جهاد" هم بشپړ شي. 

Comments (1)

2500 characters remaining

Cancel or

  • pandora charms uk
    تالیبان او میږیان - افغان جرګه pandora charms uk http://www.sd-cf.co.uk/

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube