خبري شننې

ننوتل

د امریکې نوی دریځ

امریکني سناتور، جان کېري، ویلي دي چي پاکستان دي له خپلې خاورې د ترهګرئ ځالې ایسته کي، کنې امریکه به پخپله کار وکوي. موږ يې د ښاغلي کېري دا نوی دریځ ستایو او پوره ملاتړ یې کوو.

دا هغه خبره ده چي افغان اولسمشر، پارلیمان، او هر افغان له تېرو لسؤ کلنؤ راهیسته هره ورځ کړې ده، خو امریکایانؤ به د سزا او دړکې پرځآی هر ځل نړاند پاکستان ته نؤرې پیسې او شابسي ورکولؤ.

یو بله د هیرانتیا خبره دا ده چي امریکې لا تراوسه هم د هکاني په شان ډلې "ترهګر" نه دي بللې. د سوله دوستؤ افغانانؤ غؤښتنه دا ده چي هر هغه کس او هره هغه ډله پکار ده چي ترهګره وبلل شي

 څوک چي د پر ملکي افغانان باندي یرغلونه کوي او په دې هیواد کښې وېره او تباهي خوروي. دا د شر کار د ای اېس ای له دولتي جنايي ډلې پرته هیڅکله نه شي ترسره کېدای.

خیر که نن په سم لؤري یو ګام اخیستل کیږي نو موږ یې بیا هم هرکلی کوو. موږ هیله لرو چي امریکایان به ډېر ژر پر دې پوه شي چي ای اېس ای یوه دولتي ترهګره ډله ده او تر نړئوالؤ بندیزونه لاندي پکار ده چي ونیول شي.

امریکه او نړئ په پاکستان کې مېشتو ترهګرؤ باندي د برید کولؤ هر راز روایښت لري. هم نړئ ورته دا ایجازه ورکړې ده، او هم به یې لر او بر پښتانه او بلؤچ او هم د دې سیمې هر اولسواکي خوښونکي او سیکولر اینسانان هرکلی وکوي. لکه څرنګه چي د بنګالیانؤ د ژغؤرنې لپاره نړئ هغه وخت د پاکستان دولتي ترهګري غندلې وه او هند ته یې ایجازه ورکړې وه چي د بنګالیانؤ ننګه وکوي، کټمټ نن د افغانانؤ او بلوڅؤ ستونزې دي.دا د نړئوالؤ او په تېره بیا د امریکایانؤ اخلاکي دنده ده چي د افغانستان او افغانانؤ ژغؤرنه وکوي.

امریکایان کولای شي چي په دې جګړې کښې د هغو پښتني پرګنؤ سره مرسته وکوي چي همدا اوس په باجوړ، سوات، وزیریستان، خیبر، اورکزؤ، مومندؤ، او نؤرؤ پښتني سیمؤ کې او هم په بلؤچستان کښې له ترهګرو سره مخامخ ډغرې وهي. د دغؤ پښتني پرګنؤ مشران سخت مرستې ته اړتیا لري. هسي دغؤ کامونؤ بیا بیا ترهګرؤ ته ماتيې ورکړې ده. خو هر کله چي ای اېس ای پر دې پوه شي چي د دوی یاران ترهګر تالیبان له ماتيې سره مخامخ دي نؤ هلته پاکستاني پوځونه او ملیشې ورولیږي. بیا په هغه سیمه کښې کولپي (کرفیو) ولګوي او په دې تؤګه ترهګر له ماتيې وژغوري.

نړئوال او امریکایان که ریښتیا هم دې ترهګرؤ ته ماتيې ورکول غواړي نؤ د پښتنؤ له کامي لښکرو سره دي مرسته او کؤمک وکوي.

خو نړئوال به خامخا پاکستان ته دا څرګندوي چي پر کامی لښکرو به د شا لخوا یرغل نه کوي. او يې چرته یرغل وکو نؤ له سخت نړئوال غبرګون سره به مخامخ شي. پر دې سربېره امریکایان به پخپله هم ترهګر تر اور لاندي نیسي.

خو هغه کسان څؤک چي سولې ته تیار دي، درستې غورځوي او د هیواد کانون مني، پکار ده چي هغوی د پاکستان له ولکې ازاد کړ شي او هرکلی ورته وویل شي چي په هیواد کښې په ارامه ژوند وکوي. 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube