خبري شننې

ننوتل

افغاني میلتپالنه، لنګرکوټ او پارس

درې پېړئ پېښ پښتنؤ د پارس سترواکي تس نس کړه، چي لا نن هم د پارسیانؤ په زړه یو داغ پروت دی. نن هم هر د پارس په ښونځیو کښې هر ماشوم ته د مامود افغان، سیدال خان او ازاد خان کیسې ورښيي.

د بدل او غچ همدا کینه ده چي لا تېرو ۳ پېړيو راهیسې د پارسیانؤ په زړونو کښې تازه پاته ده. له کینې سره سره د پارسیانؤ په زړونو کښې لا د مامود افغان وېره هم پرته ده. کله چي کینه او وېره دواړه سره یو شي نؤ ډېره خترناکه ناروغي ورڅخه جوړه شي. په همدې ناروغئ دا پارسیان اخته دي.

 کله چي د ستر امدشاه بابا لمسي شاه زمان د اتلسمې پېړئ په اخېر کښې له هند څخه د پرنګیانؤ په تکل درې خله تر د هند په لؤر وخوځېدلؤ نو پارس به د شا لخوا پر افغان خاورې باندي د پرنګي په نغوته ګوزار وکولؤ. همدا سوب ؤ چي د پارس او پرنګي ګډه یارانه پیل شوه او بیا د پرنګي نیواک دومره پراخ شؤ چي اسیا او افریقه یې ټؤله ونیوله او له افغانستان سره د دریو جګړؤ په پای کښې زموږ خاوره په نیمی غوڅه کړه چي لا نن هم د پرنګي د یو بل هرموني هیواد پاکستان په بڼه کښې موجود دی.

له دويمې نړئوالې جګړې ورسته پارس له پاکستان سره په ګډه د پښتنؤ او بلؤچؤ د زپلؤ لپاره د خپل پخواني بادار پرنګي په لارښؤوَنه ډېره ناکاره تګلاره په کار واچوله. کله چي د اویایمې په لسیزه کښې بلؤچؤ له پاکستان څخه د ازادرئ اخیستلؤ لپاره درستې ته لاس کؤ نؤ پارس خپل ټؤل جنګي ماشین د پنجابي پاکستان په واک کښې ورکړې او پر بلؤچؤ به يې شپه ورځ بمبارئ کولې. اخېر دا بلؤچ اړ شول چي خپل دوست هیواد افغانستان ته په پناه ورشي.

کله چي په افغانستان کښې د غويي د میاشتې بدلون راغلؤ نو یو ځل بیا پارس او پنجاب هاغه تګلاره خپله کړه چي له پېړیو یې د افغانانانؤ پرچپه خپله کړې وه. دوی دواړؤ به ویل چي په افغانستان کښې د بېدینه ګوند سرکار او واکمني جوړه شوې او دوی له مجاهدینؤ سره مرسته کوي.

خو نن چي د مجاهدینؤ سرکار دی نو پنجاب ترهګر تالیبان راخوشي کړي دي او پارس بیا لګیا دی نؤرې بابولالې وايي. پارس غواړي چي نن د لبنان، ایسرایل، ابوموسا ټاپو، وهابیت او نؤرې ټؤلې جګړې د افغان پر خاوره وکوي. او ورسره ورسره دا هڅه هم کوي چي افغانستان د ناټؤ هغه ساتندویه چتر څځه بې برخې کړي چي تر سوري لاندي به یې افغانستان دومره زؤرَور شي چي بیا به یې پر خاوره باندي هغه شان بریدونه کول ناشوني شي کوم چي به پارس د پرنګي په نغوته په نولسمه پېړئ کښې کول.

خو دا ارمان به نه د پارس او نه ده پنجاب پوره نه شي. دا یویشتمه پېړئ ده. نن افغان په شمېر ډېر شوي دي او افغاني میلتپالنه ډېره پیاوړې شوې ده. د افغانستان سیاسي مشرانؤ، پارلیمان او رسنیؤ په ډېره چټکئ سره د پارس د اېلچي هغه څرګندونې وغندلې چي په افغانستان کښې د امریکې د لنګرکؤټ په باره کښې یوه ورځ وړاندي کړې وې. پارس ته پکار ده چي نؤر له هؤشه او سده کار واخلي او بیا داسي بې چتې کار ترسره نه کي. کنې هسي هم په سیمه کښې یوازي شوی دی او په دې کارونؤ سره به نؤر هم شکومي ورباندي ودریږي. 

Comments (1)

2500 characters remaining

Cancel or

  • pandora charms
    افغاني میلتپالنه، لنګرکوټ او پارس - افغان جرګه pandora charms http://www.sd-cf.co.uk/

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube