خبري شننې

ننوتل

لنګرکوټیان دي نؤر زموږ زغم نه ازمېيي!

 د لوېدیځي ټلګرئ د ځواکونو له خوا له شنبې راهیسې په لوګر، کاپیسا، هلمند او بادغیس ولایتونو کې داسي پوځي کارویانې تر سره شوې دي، چي د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو بې ګناه خلکو خپل ژوند پکښې له لاسه ورکړی دى.

ولسمشر حامد کرزي هم په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان الن او د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راین کراکر سملاسي ارګ ته ور وغوښتي دي او د هغو ملکيانو د وژنې په هکله یې څرګندونې غوشتې دي چې په څلورو ولایتونو کې پېښې شوي دي او ورته ویلي دي چې افغانانو وژنه او پر کلیو بمبارۍ نه پخوا منلي وو او نه ورته اوس د منلو وړ دي.

 

ښاغلي کرزي دا هم ورته په ډاګه کړې ده چې که د افغانانو ژوند خوندي نه وي نو ستراتیژیکه همکاري به بې مانا وي.

 موږ د امریکې سرکار، پوځ او ورسره ګردې لوېدیځې ټلګرئ ته دا په ډاګه وايو چي زموږ د اولسمشر، سرکار، دولت او اولس د زغم ازموینه دي نؤره نه اخلي. د تېرؤ لس کلونؤ په ترڅ کښې چي تاسي څه کول هغه خو مو هسې کول. هغه وخت بل پېر او چاپېریال ؤ. تاسي زموږ په خوښه نه، بلکې د نړئوالو اجازه او د ترهګرې الکایدې او کمکل تالیب په پلمه هر څه چي مو کول هغه مو کولای شول. خو اوس هرڅه بدل شوي دي. اوس لس کاله تېر شوي ډي، دلته په درې ځله لویې جرګې شوې دي، ټؤلټاکنې شوې دي او بیا موږ له تاسي سره د برابرئ پربسنټ یوه تړون ته درواړندي شوي یو. تاسي به هم د تړونه پر غوښتنؤ دریږئ او موږ به هم خپلې ژمنې پوره کوو.

که چیري تاسي د تړون پر کاغز باندي د کلم د رنګ تر وچېدلؤ مخکې خپلې ژمنې ماتول پیل کړئ نؤ بیا موږ هم ازاد یو چي پر خپله تګلاره له سره چور ووهو.

دا ځل به افغان اولس خامخا له خپل اولسمشر او سرکار سره دریږي. موږ به خامخا خپله ازادي ساتو، خامخا به د خپلو خلکو او ګټو ساتنه کوو. نؤر زموږ زغم مه ازمېيئ. راځئ چي په ګډه د امن او ابادئ لپاره کار وکوو، او نؤر جنګ او ترهګرئ ورکه کو. 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube