خبري شننې

ننوتل

د يوم مئ په باره کښې

د يوم  مئ  شهيدانو او د شکاګو  مزدورانو د  اتۀ ګنټې  کار  تاريخ  سازه  شعار  ورکولو  سره  د  شهادت 
جام  وڅښلو  او ستره  مبارزه  ئې  وکړه  چې  د  هغې  ډېرې اوږدې  نتيجې  راوتلې  سرې  جنډې  ئې  نۀ   يواځے  پورته کړې   په  خپلو  او د ملګرو  په  وينو  لړلې  سرې  جنډې بلکه  د نننۍ  ورځ   مزدورانو ته  چې  څۀ   نه  څۀ  مراعات ورکړې  شوې دى  او هغوى  د دې مېوې  خورى  نو  د دې ابتدا  هم  د شکاګو د مزدورانو  د مبارزې  نه  شوې  ده  او په  عالمى  سطح  دا  ورځ  نمانځلې شى  د دې  نه  د يوم مئ عظمت  صفا څرګنديږى خو  دلته  سوال  دا پېدا  کيږى  کۀ سوشلسټ  ملکونه  دا  ورځ  نمانځى  او  د دې  ملکونو خوارى  کښ  په  دې  ورځ  د خوشحالۍ نه  په  جامو کښې نۀ  ځائيږى

  نو  خبره  په  ذهن  کښې  راځى  چې  هغوى  خپل  ملکونه  آزاد کړې  دى خپله  بادشاهى  ئې  راوستې ده او دوى  جاګيردارانو، سرمايه دارانو  او  سامراجى قوتونو  له  ماتې  ورکړې  ده  او اوس  د ټولنيز عدالت  د تعمير  او  ودې  دپاره  ستړې  کوى  خو  آخر د سامراجى ملکونو او سرمايه  دار ملکونو  او يا د نيم  نو آبادياتى ملکونو  حکمرانان  ولې  دا  ورځ   نمانځى؟ د دې  ډېر وجوهات  دى:-

ا- د يوم  مئ  د  نمانځلو  په  ډول  غږولو  هغوى  د وطن  د خوارى  کښانو  په  سترګو کښې  خاورې  اچول  غواړى  او  اولس  له  فرېب  او  دهوکه  ورکول  غواړى د  مزدورانو  په  نوم اخستلو  هغوى  پخپلو مزدور دښمن  پاليسو  باندې پرده  اچوى  او دا  ورځ  د مزدورانو  په  ځائے  د خپلو  طبقو د  مفاداتو د تحفظ  دپاره  د  يوې  وسلې   په  توګه  استعمالول  غواړى.

ب-  لکه  څۀ  رنګ  چې  د حکمران  طبقو  عادت  پاتې  دے  چې  هغه  د  نوې  خيالاتو  او نوې  سائنسى  نظرياتو په  اول  اول  کښې  سخت  مخالفت  کوى د  هغې  د دباوهلو  کوشش  کوى  او  د دوى  مجددانو  او پېروکارو  ته  سختې  سزاګانې  ورکوى لېکن  چې  کله  د نوى  خيالاتو  او  نظرياتو  په  مقابله  کښې  د  دوى  زاړۀ  خيالات او  نظريات  ماتى  سره  مخامخ  شى   نو  بيا  حکمرانان  او د  هغوى حکمران  طبقې  نوې  خيالات  داسې  قبلوى  چې د  هغې  نه  انقلابى  روح  وباسى  او تش کالبوت  ئې وساتى  او هغې  له  د يو  رسم  او  تقدس  درجه  ورکړى  او هغه  په  يو  عام   رسمى څيز  کښې  بدل  کړى. يهوديت ،عيسائيت  او اسلام او سوشلزم  سره  دغه   عمل  دوى کړے دے د يوم  مئ  سره  هم  د  سرمايه دارو،جاګيردارو او سامراجيانو حکومتونه  دغه  عمل  کوى د  يوم  مئ اصل  مقصد  پټوى  او  دا  د يو رسم  په  توګه  وړاندے کوى.

ج- د يو م مئ  د شهيدانو  نعره  د خپلې  زمانې يوه  باعزته ا و د وخت  د  مناسبته  يو  انقلابى  نعره  وه  يعنې  اتۀ ګنټې  کار ، اتۀ  ګنټې  فراغت  او  اتۀ  ګنټې  خوب   خو  د تاريخ  بهير  روان  دے  او  چې  کوم  څيز  نن  نوے دے هغه  صبا له  زوړ  شى  د يوم مئ  نعره  هم د  تاريخ  په تېزو  چپو  نه  بچ  نۀ  شوه  پاتې  کېدې  دا  هم  نن  مړه  او زړه  شوې  ده  او  نن  د محنت کښ خلقو  د خلاصون  دا نعره  پاتې  کېدې  نۀ  شى  ولې  چې  نن  تقريباً  په  هر  ملک  کښې  د اتۀ  ګنټو  د کار  اُصول  او  وخت  تسليم کړے  شوے دے بلکې  لا  د دې  نه  هم   په  بعضې ملکونو  او حالتونو کښې کم  منلے  شوے دے  لهذا  د مناسب  اوقات  کار  ټاکلو  نعره  په  عمومى  لحاظ  زړَه  شوې  ده  او سرمايه دار د دې  نه  خوف  نۀ   خورى  او  نۀ  د دې  نعرې  نه  د هغۀ  مفادو ته  څۀ   تاوان  رسيږى خاص کر  چې  اوس  مشينې  کار  زيات   او  خار  رامينځ  ته شوے دے  او  نۀ  خوارى  کښ  اولس  ته  په  عامه  توګه  د دې  نه  څۀ  خاص  فائده  رسېدلے  شى مونږ  له  څيزونو ته په  ميکانکى  انداز کښې  کتل  نۀ  دى   پکار  ولې  چې بعض  ځايونو کښې  د مناسب کار د وختونو دپاره مبارزه مناسب  او انقلابى کېدې شى  خو  دلته   مونږ  يو  عام خبره  کوؤ.

د- د "مناسب  اوقات  کار"  او " مناسب  اُجرت"  نعره  په هر  حال  او  په  هره  توګه  يوه  داسې  نعره  ده  چې   د معيشت  پرستۍ  او  ټرېډ  يونين  په  دائره کښې  راځى  او د سرمايه دارو  دپاره  دا  يوه  قابل  قبول  نعره  ده  ولې  چې دې  سره  د اُجرت  نظام  ختميږى  نه  بلکې  مضبوطيږى  او د  دغه  قسمه  په   نعرې   وړاندې  کولو  او مبارزه  کولو سره   د اُجرت  د  نظام  جرړې  ختميږى  نه  بلکې  د اُجرت قانون  عملى  کوى د دې  دپاره  سرمايه  دارانو  د دې  نه څۀ  ويره  نۀ  وى سرمايه دارانو  ته  کۀ   په  عمل کښې  د څۀ  نه  وېره  شته  نو  هغه  د خوارى کښ طبقې  او طبقاتو د سياسى  مبارزې او  د خپل   اقتدار قائمولو او د اُجرت  د نظام  د ختمولو نه  ده  او  د يوم  مئ  نعره  په  دې زمره  کښې  شاېد  چې  راځى او کۀ  راځى  هم  نو  د يو  قدم  په توګه  يعنې د  محنت کښانو په  بعضې ځايونو کښې  د منظم  کولو  په  حېث  باندې  ګنى  په  پاکستان  او نورو ملکونو  کښې د څو څو  لسيزو  مبارزه د اُجرت  دا  ظالم  نظام ختم  کړے  وۀ.

 

يوم مئ  مونږ  داسې  نۀ   نمانځو لکه  د محرم  په مياشت کښې  چې  سينې  وهلې  شى  يا په  چغو چغو  ژړا ژړلې  شى بلکه  په  دغه   ورځ  مونږ  د خپل  تاريخ  او تحريک  جاج  اخلو د خپلو ماتو او برياليتوبونو تجزيه کوو او د خپل قوت  او د  دښمن  د قوت  اندازې لګوؤ خپل  صفونه  درست  کول  غواړو چې  د اُجرت  کوم شيطانى  نظام  قائم  دے  هغه  تهس  نهس  کېدو  او د محنت  کښ  اولس  اقتدار قائم کېدو  ته  لاره  لنډه  کړو  نۀ چې  دا  مکروه  نظام  د ساتلو سره سره  او د دې  دننه  د مزدورانو او کسانانو  دپاره  صرف  د مراعاتو  غوښتنې  وړاندې  کړو  يا   سرمايه دارو ته  د رحم  اپيلونه  وړاندې کړو او حکمرانانو ته  د خدائے  او  رسول  واسطه  وکړو  چې هغوى  دې  مزدورانو او کسانانو سره ښۀ  سلوک  روا وګرځوى کۀ  مونږ  داسې  وکړل  نو  دا به  د سرمايه دارو دپاره  د محنت کښ  اولس په  صفونو کښې  دننه  دلالى  وى  او د مزدور طبقې  د نظرئې او مفادو سره  به  غدارى وى  او مونږ  به  د سرمايه دارو  وکيلان او  د هغوى  لکۍ جوړ شو.

د دې  دپاره  مونږ  د يوم مئ  په  ورځ  د شکاګو مزدورانو او شهيدانو ته  سور سلام  وړاندې  کوو  هغوى  د وخت  د ظالم  سرمايه دارانو خلاف  تاريخى  مبارزه  وکړه خو د هغوى  نعره  چې  د خپل  وخت  يوه  باعزته  او  باوقاره  نعره  وه اوس  زړه  او ورسته  شوې ده  او د دې  پر ځائے  اوس  مونږ  له  يو  نوے  او  د موجوده  حالاتو په مناسبت  سره  نعره  ورکول دى  او هغه  نعره  د دې  نه سربېره  بله  کومه  نشى  کېدې  چې  د وطن  د پېداوار  په ټول  ذريعو  زمکه  او ځنګل، سرمايه او کارخانه ،دولت  او تجارت  باندې  خوارى  کښ  اولس کنټرول  راولى  او  د حکومت او رياستى  واکمنۍ دې  پخپلو  لاسو کښې  واخلى  او اولسى  راج  دې   جوړ  کړى صرف  دا نعره  ده چې  پکښې  د خوارى کښ  اولس  د  ټولو ارمانونو ،آرزوګانو او هيلو مادى  تعبير او تکميل  پټ  دے داسې نعره  او داسې عمل  چې د يوم  مئ  نه  وړاندې  د پېرس مزدورانو  نۀ  يواځې  پورته  کړې  وه  بلکې  په  هغې  ئې عمل  کړے  وۀ  او څو مياشتې ئې خپله  باچائى  او حکومت  قائمولو کښې  برياليتوب  تر لاسه کړے  وۀ  او د زرګونو په  تعداد کښې  ئې د دې  دپاره سرښندنې  کړې وې  او په  آسمانونو ئې  بريد کړے  وۀ  خپل کميون  ئې جوړ  کړے  وۀ هغه  پېرس کميون  چې  د هغې  اصول لازوال  دى  او  د کوم  نوم  چې  نن  هم  پورا بوژوا طبقه واورى  نو د وېرې  په  لړزېدولو  سر  شى څۀ  وجه  ده  چې د  يوم مئ  د ورځې  نمانځلو هغوى  د هيڅ  قسمه   وېره  نۀ محسوسوى  او چې  د پېرس  کميون  نوم  واورى  نو  د هغوى  بډه  سسته  شى کۀ  بورژوا  طبقه  د پېرس کميون د  نوم  په  اورېدو  په  ړچ  کيږى  نو  کيږې  دے  آخر د مزدور طبقې  پارټيانۍ او مزدور طبقه  د پېرس  کميون  د ورځې  د نمانځلو نه و لې  ويريږى يا د پېرس  د کميورډانو عاشقان  ولې  نۀ  دى؟ د  ټولې  دنيا  ملکونه پېرس کميون  ولې  د مزدورانو د عالمى ورځې  په  توګه  نۀ تسليموى؟ آيا  د پېرس  د کميورډانو  رتبه،عظمت  او وقار او  شهادت  د يوم مئ  د شهيدانو نه  زيات  روښانه  او زيات  سبق  زده  کونکے  نۀ  دے؟

راځئ  چې  د يوم مئ  په  دې  عظيم  ورځې  باندې دا  لوظ  وکړو  چې  د  يوم  مئ  نه  د عظيم  تر ورځې  يعنې د  پېرس کيمون  د  برياليتوب  ورځ 18 مارچ1871 ء په پوره  جذبه  او  جوش  او  په  باعظمته  طريقه  باندې  د نمانځلو  اراده  کېږدو  او  د پوره  بورژوا  طبقې  په  کورونو کښې  د  ماتم  صفونه  خوارۀ  کړو  د خپل  ځان  او  بورژوا طبقو  د سياست، چالاکو او هوښيارتيا  تر مينځه  د بيلتون کرښه  راکاږو خوارى کښ  طبقې  ته  د  هغوى  د خلاصون لار او ښايو هغوى  د انيز او دوه  انيز  د مبارزې  نه راوباسو  او  په  مستقيمه  توګه  د  رياستى  اقتدار باندې د  قبضې  کولو  او د پېداوار  په  ټولو  ذريعو  باندې  د اولسى  حاکميت  پېدا  کولو  په  لار  ښودنې  سره  خپل فرض  سر ته  اروسوؤ.

 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube