خبري شننې

ننوتل

پښتونخوا میلي اوامي ګوند او د رسنیو مونافیکت

پښتونخوا میلي اوامي ګوند په ګوټه کې یوه ستره اولسي غونډه رابللې وه چي په لکونو وګړو پکې ګډون کړی ؤ.دا په افغانستان کې د پاکستان ترهګرئ او لاسوهنې، په کوټه کې د هزاره ګانو او کراچۍ کې د بښتنو د وژنې پرچپه یوه غونډه وه. په دې غونډه کې په کوټه کې مېشتو د هزاره ګانو ګڼو استازو هم ګډون کړی و، ځکه هزارګان د وهابي سازمانونو تر سخت ګوزار لاندي راغلي دي.

په لرو او بر افغان هیواد کې پښتونخوا میلي اوامي یوازیني سیاسي او اؤډلی ځواک دی چي د پاکستان دولت یې په جار یو ترهګر دولت بللی دی، او په تېرو ۳ لسیزؤ کښې په مېړانه د افغانستان سیاسي او پښتني ملاتړ کړی دی. همدا سوب دی چي د ګوند مشر، ښاغلی مامود خان اڅګزی، په لروبر افغان اولس کې، په پښتنؤ، تاجکؤ او هزارګانو کې یو شان نوم او درناوی لري.

چي کله هم پښتونخوا میلي اوامي ګوند لاریو یا غونډه کړې ده نو لروبر افغان اولس پکښې په ډېر لوی شمېر ګډون کړی دی. مګر ډېر د ګیلې او ارمان ځای دی چي ځايي او نړئوالې رسنئ د دې ګوند په غونډو هر وخت سترګې پټوي. د ځايي او نړئوالو رسنیو په خبرونو کې یوازي او یوازي پیغام راځي، او هغه د ملاجان او تالیبجان د خرنامو په باره کې وي.

دغؤ ټؤلؤ رسنیؤ په ګډه دا سلا کړې ده چي نړئ ته پښتانه د ترهګرؤ په توګه وروپېژني.

دا رسنئ دا پیغام خپروي چي ټؤل پښتانه تالیبان دي. مګر ریښتیا خبره دا ده چي تالیبان د پښتنو نه، بلکې د بهرنیانو او په تېره د امریکایانؤ او پاکستان دوستان دي.

نو ځکه خو د پاکستان او امریکې او ورپسې د دوی نړئوالو ملګرو یوازي او یوازي تالیبانؤ ته نوم ګټي، او دا نه غواړي چي د پښتنو سیکولر او میلتپال ګوندونه هم د نړئوالو لخوا وپېژندل شي.

بهرنیان په لروبر افغان اولس کې د هر میلتپال، سیکولر سیاسي ځواک، ګوند او مشر ته د دوښمن په سترګه ګوري او بس.

 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube