خبري شننې

ننوتل

راځئ چي د خپل اولسمشر ملاتړ وکوو

افغان سرکار وايي چې دانا روهرابچر ته يې ويزه نه ده ورکړې او افغانستان ته له سفره یې منع کړی دی. زموږ سرکار وایی چې هغه زموږ ملي يوالي ته زيان رسوي .
دانا د جرمني په برلين کې يې د افغانستان له ځينو سیاستوالو سره د دې هېواد د ملي ایدارې د ناتوانه کولو په اړه ناستې او مرکې درلودې چي دا زموږ د هېواد په کورنيو چارو کې د بربنډې لاسوهنې مانا لري.
زموږ مشران دا پروخت او پرځای ګام اخیستی دی چي "هر هغه څوک چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه کوي نه شي کولای چې دې هېواد ته راشي".

 کله چي زموږ سرکار او اولسمشر داسي جدي غبرګون ولیدو نو په کابل کې د امریکې سفارت خورا په چټکتیا و ويل چې د ملي جبهې له ځینو غړو سره د کانګرس د یو شمېر غړو څرګندونې د امریکې د حکومت لېمون نه دی، بلکې د دغو استازو ځاني خوښه ده.


د دې دانا نومی خوله له پخوا راهیسي خوند شوې ده. په افغانستان کې د شوروي او لوېديځ د خرجنګئ له وختونو اوږده تجربه لري. هغه مهال نوموړي د روسانو پر چپه جنکيدونکي مجاهدينو سره ليده کاته کول او زموږ ساده باده خلک به یې جنګ ته تیارول. خو کله چي شورویان له افغانستانه ووتل نو دې لنډه غر او نمکهرام بیا د افغانستان په تباهئ پسې راواخیستله.
روباکر د یوه په دې کار کې دی یوازي نه دی بلکې نؤر ګڼ شمېر انډیوالان لري. د هغه انډیوالانؤ کې پیټرګالبرت چي شاغلي کرزي خورا په سپک کړ او له افغانستانه څخه یې وشړلؤ. ګالبرت هغه کس ؤ چي ایراک یې ووېشلؤ او هلته یې د کوردیستان په نامه امریکايي اډه جؤړه کړه. هغه له ایراک څخه دلته راغلؤ او د افغانستان د وېش نکشه یې په جېب کښې ګرځوله او ډېر په سپینسترګئ به یې ښکاروله.
د هغه یو بل انډیوال پېډي اشډون برتانوی ؤ چي غوښتل یې د په افغانستان کښې د ملګرو میلتونو مشر شي او بیا د پیټر ګالبرت سره په ګډه هغه څه وکړي چي مانا یې یو کمزوری یا وېشل شوی افغانستان ؤ. خو ښاغلي کرزي دا اشډون نامي ته وویل چي چرته یې همهلته ښه یې، خو واه دي ستاي
پرځاي وي چي افغانستان ته را نه شې.


بیا یو څو برتانویانو پر خپل سر په هیلمند کښې له خپلو یارانو (تالیبانؤ) سره داسي کیسې کتارې رانیښلولې وي چي تا به ویل افغانستان نه خپل سرکار لريدا مونافیک په یوه بله افغاني بڼه نه څښتن، بس دا پرنګیان او تالیبان به په
ګډه هم د جنګ او هم د امن پرېکړې کوي. خو یو وار بیا ښاغلي کرزي دې افغان دوښمنه بهرنیانو ته وویل چي په ۲۴ ګنټؤ کې به له

افغانستان وځئ. په هغو کښې یو ، مایکل سېمپل، د پنجابیانو زوم هم ؤ او اوس هم هلته په ايسلام اباد کښې له خپلې خسرګنئ سره یوځای اوسي.



افغانانو ته پکار ده چي ښاغلي کرزی د افغانستان د ځمکنئ بشپړتیا او میلي خپلواکئ چي کومه مبارزه کوي په هغه ورسره کومک وکړي او درناوی يې پکار دی او رباکر په شان لستوڼي مارانو شومې موخې له خاورو سره خاورې کړي.
او بیا د افغانستان د وېش نکشه وړاندي کوي

تېره ورځ خو هغه دا هم په ډانګ پېلې ټؤلې نړئ ته څرګنده کړه چي د درېیم ځل اولسمشرئ لپاره به هیڅکله هڅه و نه کوي او د دوښمنانو ټؤلې ګنګوسې یې له خاورو سره خاورې کړي. دلته یوه پوښتنه او ګیله له هغو پښتنو لیکوالانؤ کوو چي هره ورځ په سلګونؤ لیکنې په وېبپاڼؤ کښې د خپل اولسمشر او خپل سرکار پر چپه کويي. خو کله چي ښاغلی کرزی یو ډېر لوی کار ترسره کړي، نو دا ښاغلي لیکولان بیا داسي ورک شي چي د هیچا پ مړو هیرو هم پل نه پیدا کیږي. ډېر د ارمان ځای دی چي زموږ لیکوالانو لا هم خپلې میلي ګټې نه دي پېژ ندلې .
دا د میلي خپلواکئ جګړه ښاغلی کرزی په ډېر هونر او هوښیارتیا کوي. د ازادئ لاره همدا ده کومه چي ښاغلي کرزي نیولې ده، نه هغه چي ملا هیکمتیار او ملا اومر اخیستې ده. ملا هیکمتیار او ملا اومر او د دوی لارویان ټؤل د پاکستان او نورو بهرنیانو لپاره کار کوي او افغانستان د پردیو لپاره بربادوي او تباه کوي.

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube