خبري شننې

ننوتل

ملایان په پاکستان کي ابادي او په افغانستان کې بربادي غواړي

د پاکستان په پارلیمان کې وروسته له ډېرو ناندریو او خبرو وروسته هغه وشول چي د ۶۴ کاله کیږي.
په ۳ ګنټؤ کې ملاپزلرامان، نواز شریف خپل د کلونو کلونو هغه خبرې پرې ښودلې چي د ناټؤ او امریکې پرچپه به یې کولې.
د پاکستان پوځ، پيپلزګوند، ملاپزلرامان، نوازشریف ومنله چي له امریکې سره دوستي او همکاري د پاکستان په ګټه ده.

 ملا پزلرامان د نر زوی لا د امریکې له سفیر سره یوه په یوه هم مرکه وکوله. بیا به څومره ډالر ورڅخه اخیستي وي. امریکې هم په خپل وار وویل چي

دې خبرو ټؤل خلک هکپک کړل چي په ۳ ګنټو کې څه جادو وشو چي ملایانو او سیکولران ټؤل سره په خوله شول.

مانا دا چي ملایان د پاکستان لپاره له امریکې هم خبرې کوي او چین او هند سره یې هم کوي. دوله کاله پخوا ملاکازي هوسېن امد چین ته ددې لپاره تللی و چي د چین اوغیر مسلمانانو ته د اسلام او موسلمانئ لارښونې وکي او ورته ووايي چي کمیونسټ چین ډېر ښه هیواد دی او اوغیران خو ډېر بختور دي چي خدای په دې کمیونستي هیواد کې ساتلي دي. دوی باید د خدای منندویان وي.

دغو ملایانو د افغانستان "جهاد" ته تر ټولؤ لومړی له ایسرایل څخه ورپسې له چین څخه او بیا له ټؤلې نړئ څخه هغه وسلې راوړې چي افغانستان لا نن ورباندي لګیا دی ورانیږي. خو ملایانو او سیکولرو پاکستان ته په ګډه جوهري تیکنالوجي، ایف۱۶ او نؤر ډېر څه راوړل.
ملا وايي چي امریکه او پرنګی او چین دي خدای پاکستان ته راولي. خو د افغانستان د ابادئ لپاره یې نه کمیونست شوروي خوښ ؤ او نه یې پانګواله امریکه. ملا پزلرامان، ملا هوسېن، ملا هیکمتیار، ملا سمیولهک، ملا اومر، له ای اېس ای سره په ګډه د لروبر افغان د تباهي لپاره په سلګونو، منګلباغ، هکاني، پزلولا، هکیمولا او په زرګونو داسي مرګوني تالیبان ساتلي دي چي په خوی تر ځناورو هم بدتر دي.
راځئ چي پر دې خبره سؤچ وکوو، خبرې ورباندې وکوو، سیمیناورونه او پلټنې او شننې ورباندي وکوو چي دغؤ ټولو ملایانو ولي د افغانستان په تباهئ پسې راخیستې ده؟؟ او ورپسې د دې ستونزې ځواب هم پیدا کو چي د ملا او ای اېس ای دا تپل شوې جګړه څنګه له هیواده ورکه کړو. لکه ستر باچا خان چي به ویل: لا به یوکیږو کنې ورکیږو.

Comments (1)

2500 characters remaining

Cancel or

  • リーボック ウィメンズ
    Industry Gossip : women Thought of as A Necessity In the marketplace today リーボック ウィメンズ http://www.agent-central.com/reebokリーボック-japan-10.html

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube