خبري شننې

ننوتل

سخ، سخ، سخ!!! ‎

موږ امریکايي چارواکؤ ته شاباسی او سخ وایو چي د پاکستاني ترهګرې ډلې، لشکر تیبه، د سرغندوی پر سر یې لس میلیونه ډالر کښېښودل. دا هغه ستر ګام دی چي له لسیزو لسیزو یې د افغانستان، هند او نړﺉ نورو هیوادونؤ لخوا غوښتنه کېدله. که څه هم ناوخته واخیستل شؤ خو دا ډېر د ستاینې وړ کار دی. پښتانه، بلؤچ او نؤر میلتونه به یې خامخا ملاتړ او لؤری کوي. سیکولر او ازاداندي ځواکونه به خامخا ورته هرکلی وايي.که د لشکر تیبه په شان ډلؤ ټپلؤ مخنیوی وشي نؤ په ټؤله نړﺉ کې به امن راشي، مګر په تېره بیا په افغانستان کې به د وینو روان سېلاب خامخا ودریږي او هند به په امان شي.

موږ دلته دا هم امریکانؤ ته ورپه یادول غواړو چي هاپز مامد سیید یوازي یو کس نه دی او نه لښکر تیبه یوه وړه ډله ده، بلکې دا همید ګل، اسلم بېګ، کرنېل ایمام، اسد دوراني، ملاپزلرامان، ملا هوسېن امد په شان ډېر کسان د ترهګرﺉ په دې ستره ګوناه کې د هغه نزدې انډیوالان دي. لشکر تیبه او ای اېس ای د یوې سیکې دوه مخونه دي. دوی مدرسې، بانکونه، فابریکې، ښونځي، پوهنتونونه هم لري او د ترهګرﺉ روزنتونونه هم لري. دوی د پیسو او زکاتونو راغونډولو لپاره په ګرده نړﺉ کې یو خؤروؤر جال لري. پکار ده چي د دوی دا غځېدلې څانګې وانګې هرچرته غوڅې شي.
خو تر ټوله لویه ستونزه د پاکستان په پوځي او سیاسي اډاڼه کې ده. که چيري د رنځ جرړه غوڅه نه شي نو دا ترهګري به په بل بل رنګ او بڼه راڅرګندیږي او د امریکې په ګډون د ټولې نړﺉ هڅې به د ترهګرﺉ پرچپه نیمګړې پاته وي. پاکستاني دولت او پوځ دا ترهګر له لسیزو لسیزو ساتلي او روزلي دي. امریکایان به خامخا پاکستاني دولت ته دا خبره سپنه سپا کوي چي که چیري هغه هاپز سیید او انډیوالانو ته پنا او ساتنه ورکوي نو بیا به پاکستان هم یو «ترهګردولت» په توګه وپېژندل شي. کله چي پاکستانی پوځ او ای اېس ای هم د لشکر تییبه په شان ترهګر وپېژندل شي نو هله به د ترهګرﺉ نوغی ووځي. (خس کم جهان پاک)



 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube