خبري شننې

ننوتل

لېوني او پرسد؟؟!!

 پرون په کندهار کې د یوه امریکايي سپاهي، چي دوی وايي لېونی ؤ، لخوا د بېګناه کندهاریانو بې سرپې وژنه او ورپسې د پښتنو بل ښار پېښور په څنډؤ کې پر جنتي هورو د یوه بل لېوني مین لخوا پر جنازه باندي ځانمرګي برید یو وار بیا دا وښؤده چي د دواړؤ وژونکو موخه یوه او بس یوه ده: د پښتون بربادي، د افغانستان تباهي.

موږ به دا ومنو چي دا سپاهي پرسد نه ؤ نؤځکه یې د لېوه په شان په کورونو ننوتلؤ او بېګنا افغانان یې ووژل.

مو موږ دا پوښتنه کوو چي له تېرو لسو کلو راهیسته ولي هره ورځ د امریکې نور پرسد جنرالان او سپاهیان افغان بې درېغه او بې سرپې وژني؟

ولي هره ورځ د امريکایانو خورا پرمختللې تیخنالوجي تېروتنې کوي؟

 چرته دي د لوېدیځ د بشري رېښتو ملاتړي؟

چرته ده د لوېدیځ تش په نامه ازادې رسنﺉ؟

خو له دې سره موږ له ملا هیکمتیار، ملا اومر، ملا پزلرامان، ملا کازي هوسېن، له ملا سمي اولهک او له هره وهابي، تبلیغي څخه هم دا پوښتنه کوو چي ستا د هورو پتنګ پرون ولي د پېښور افغانان په اور او خاورو کې لوغړن او ورته کړل؟؟

که ريښتیا ته موسلمان یې خو یوه فتوا ورکړه چي همدا جهاد دی، او یا بیا دا ووایه چي فساد دی.

خو ملاجانه ته هیڅکله د افغان وژنې غندنه نه شې کولای، ځکه چي تا پخوا د پرنګي لپاره افغان وژلی دی او اوس یې د پاکستان او امریکې لپاره وژنې.

موږ ته ښه پته ده چي ملا، پاکستان او امریکې دواړو په ځانونو دا لېونتوب راوستی دی چي افغانان ووژني او افغانستان برباد کي. تاسي یو هم لېونی نه یﺉ، ښه پرسد یﺉ.

 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube