خبري شننې

ننوتل

د تالیب مشرانؤ ورځ په ورځ کمی

د رسنیؤ د ټپالونؤ لمخې د پاکستان د سرڅارګر شوجا پاشا په کتر کې د تالیبانؤ له استازو سره په کتنه کې د ملا اوبیدولا د مړینې په باب خبر ورکړی ؤ.

 ویل کیږي چي ملا عبیدالله خپلوان په کراچۍ کې له یوې مودې راهیسته بندي و.

 دیل کیږي چي د خپل وزارت په موده کې به هغه  د پاکستان پر ځینو کړنو او او لاسوهنؤ نیوکې کولې.

 او اوس هم هغه کله کله داسي کارونه کول چي د پاکستان خوښه به نه وه.

 

 د ملا اومر مرستیال ملا برادر هم پاکستان وروسته له دې ونیوه چې غوښتل یې د افغانستان له حکومت سره په خپل سر تماسونیسي.نوموړی لا هم په پاکستان کې بندي دی.

 کله په لومړي ځل تالیبانؤ کابل نیولؤ نؤ هم د تالیبانؤ سربؤلندوی، ملا بؤرجان، په شکي توګه ووژل شؤ. داسي ویل کیږي چي د ملا بؤرجان او ډاکټر نجیبولا وژنه وبله تړلې وې.

پاکستان ملا زییپ په ډېره ناځوانئ امریکایانؤ ته سپارلی ؤ چي بیا د افغانستان اولسمشر، ښاغلي کرزي، په هڅو راازاد کړ شؤ.

 خو ترټؤلؤ لؤیه پوښتنه دا ده چي له دا دومره زیاتؤ جفاګانؤ سره سره بیا هم تالیبان نن هم د پنجاب لپاره افغانستان ولي ورانوي؟ تالیبان د ای اېس ای لپاره افغانان په تېره بیا لر او بر پښتانه ولي وژني؟؟

ایا موږ دې ته د پنجاب بخت ووایو، که د افغان بدبختي؟؟ او بیا د تالیب جان او ملا جان ځناورتؤب او زولم؟؟

که هر څه کیږي، د باچا خان او غازي امانولا خان د لارې لارویان به تالیب او ملا د ځناورتؤب او د پنجاب د نارترسه چپاو مخنیوی په مېړانه کوي.

دا د تیارې او رڼا جګړه ده. دا د ازادئ او غلامئ جګړه ده. دا داسي پېښه ده چي ورڅخه تېښته نشته، موږ په په ډېره نره او مېړانه ورسره ډغرې ته تیار یو. یوه داسي ډغره چي د اینسانیت لاره ده، د نغال (عدم تشدد) لاره ده، د پوهې او پوهنې ، او اولسواکئ او ازاد خیالئ لاره ده.

 د تالیبانؤ مشران زاړه شوي دي. هغوی خپله ازادي نه لري. هغوی د افغان اولس لپاره هیڅ پروګرام نه شي وړاندي کولای. کېدای شي ټؤل د ملا بؤرجان او ملا برادړر غوندي برخه لیک سره مخامخ شي. د تالیب مشرانو دا کمی به ورځ په ورځ پسې زیاتیږي. که و نه وژل شي، کېدای شي چي پخپله مړه شي او وتن به یې له شره ازاد شي. 

 پر افغان باندي یرغل هم ډېر اوږد او زؤړ شوی دی. تالیبانؤ سیاست پخوا بایللی ؤ، خو نن یې د جګړې په ډګر کې هم ماتيې خوړلې ده. نؤر ځانمګري هم په اسانه نه شي پیدا کولای. ماتيې د هغوی مخې ته پر دېوال باندي لکلې ده. تالیبان به یوازي په تاریخ کې د خوارجو په شان د یوه ناترسه او امن دوښمنه ډلې په توګه یاد شي. تالیبانؤ ته ښه به دا وي چي نؤر له افغان دوښمنئ څخه او پنجاب دوستئ څخه لاس په سر شي او د امن او نغال لاره غوره کي. 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube