خبري شننې

ننوتل

هغه یو ازاد افغان دی

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستی ګڼه کې لیکلي دي چي ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د پارلمان د نوې دور د پرانیستلو پر مهال په خپله وینا کې هغو ۴۹ لوړ رتبه دولتي افسرانو او د پرګنو مشرانو ته چې په تیر یوه کال کې وژل شوي، د درناوي پېرزوینېوړاندې کړې.

خو د دې لیکنې لیکوال بیا پر دې ډېر ګیله من ښکاري چي ولسمشر کرزي بیا په خپله وینا کې د بهرنیو ځواکونو وژنو ته اشاره ونه کړهسره له د نوموړي له دې وینا یوه ورځ مخکې یوه افغان سرتیري څلور فرانسوي سپایان ووژل.

لیکوال ان تر دومره لیري بریده تللی دی چي د تالیبانو ستاینه یې پیل کړې ده او بیا کاږي، چي د افغان لوړرتبه افسرانو له دغو وژنو څخه د تالیبانو موخه دا ده چې پر دولت د خلکو باور کم کړي او وښيي چې دولت ان د خپلو لوړ رتبه چارواکو په ساتنه کې پاته راغلی دی.

 

موږ د د نیویارک ټایمز په ګډون ټولو لوېدیځو جنګي رسنیو ته وایو چي پر اولسمشر کرزي باندي افغان اولس دوه ځله باور کړی دی. هغه بندي نه، بلکې هغه یو وتنپال او اولسپال اولسمشر دی او له تاسي سره د افغانستان د خاورې پر سر کومې سودا ته تیار نه دی.

هغه د هغې جګړې پای غواړي کومه چي امریکایانو او ترهګرو تالیبانو په ګډه پر افغان اولس باندي تپلې ده.

هغه یوموټی افغانستان غواړي

 او تاسي له جنګسالارانو له ټلوالې سره کله په برلین کې او کله له ترهګرو تالیبانو سره په کتر کې د افغانستان د وېش سوداګانې کوﺉ.

دا او داسي ډېرې خبرې شته چي د هغه او ستاسي ترمنځ پرې جوړه نه راځي. نو ځکه خو ستاسي جنګي رسنیو په هغه  پسې د سپیۉ په شان خوله اچولې ده.

تاسي مهرباني وکړﺉ د ناټۉ جنګي جرمونه، د پاکستان خیانت، د تالیبانۉ ترهګري په باره کې راپورنه ورکړﺉ.

تاسي جهان او افغان ته دا سپنه خبره وکړﺉ چي په افغانستان کې جنګ د چا پروژه ده؟؟ د جنګ پلان د چا لخوا تیار شوی دی؟؟ د جنګ لګښتونه د چا لخوا ورکول کیږي؟ په افغانستان کې د ابادﺉ او سۉلې مخه څۉک نیسي؟

موږ ته دومره مالومه شوې ده چي امریکه او تالیبان دواړه د یوې سوړې لړمان دي، او په دې کې د اولسمشر کرزي هیڅ ګناه نشته. 

Comments (0)

2500 characters remaining

Cancel or

Afghan Jirga on FAcebook

Afghan Jirga on Twitter

 Afghan Jirga on Yotube